د ملګرو ملتونو څېړونکي: سیف العدل د القاعده شبکې نوی مشر شوی

سیف العدل

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، سيف العدل د القاعده شبکې له لومړنیو مشرانو دی

د ملګرو ملتونو څېړونکي وايي، سیف العدل د "القاعدې" شبکې نوی مشر شوی دی.

دغه څېړونکي وايي، ددې ټولنې د ډېری غړو هېوادونو حکومتونه پر دې باور دي چې د القاعده شبکې نوی مشر د سیف العدل په نامه یو سړی دی چې پخوا ددې ډلې د بنسټګر اسامه بن لادن د ساتونکو مشر و.

دغو کارپوهانو د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته په یوه رپوټ کې ویلي، چې خپله القاعده کابل کې د امریکا په یوه ډرون برید کې ددې ډلې د مخکېني مشر ایمن الظواهري تر وژل کېدو وروسته د خپل نوي مشر په اړه اعلان نه دی کړی.

خو وايي د تېر کال په نومبر او ډیسمبر میاشتو کې په دې تړاو د ملګرو ملتونو غړو هېوادونو خبرو اترو ښودلې چې سیف العدل ددې شبکې د مشرۍ چارې په خپل لاس کې اخیستې دي.

سیف العدل څوک دی؟‌

سیف العدل د ۱۹۶۰ او ۱۹۶۳ کلونو منځ کې (دقیق کال مالوم نه دی) د مصر "المنوفیة" ولایت کې زیږېدلی، ویل کېږي چې د اسامه بن لادن د سیاسي سلاکار مصطفی حامد (ابو الولید المصري) له لور سره یې واده کړی.‌

سیف العدی مصر کې انجنیري لوستې ده او په اضافي وخت کې یې قرآن شریف حفظ کړی. د هغه ملګرو ویلي چې دی په لوړو زدکړو کې ډېر فعال و او په روانه انګلیسي ژبه غږېږي. چاودونکو توکو کې مهارت لري او د القاعده شبکې تر ټولو فعال غړی او د تاوتریخوالي ډکو کارونو په شهرت پېژندل شوی.

په ۱۹۸۷ کال د مصر ځانګړو ځواکونو کې د ډګروالۍ رتبې ته لوړ شوی، خو په همدې کال د ملي امینیت ۴۰۱ په نامه قضیه کې د ښکېلتیا په تور بندي شوی. ویل شوي چې دې قضیه کې ګڼو اسلامپالو فعالانو د هغه وخت د ولسمشر انور السادات د وژلو دسیسه کې برخه لرله.

سیف العدل د کافي شواهدو د نشتوالي له کبله له بنده خوشی او په ۱۹۸۹ کال سعودي ته وتښتېد او هلته له (القاعده تنظیم)‌ سره یوځای شو.

بیا په ۱۹۹۲ کال له سعودي نه د القاعده شبکې له بنسټګر اسامه بن لادن سره سودان ته ولاړ.

 سیف العدل

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، ایران وايي سیف العدل د دوی خاوره کې نشته

پر افغانستان کې د پخواني شوروي اتحاد د یرغل پرمهال سیف العدل په افغانستان کې د پخوانیو مجاهدینو له لیکو سره یوځای شو او اسامه کندهار کې د جنګیالیو د روزلو مسؤلیت ور وسپاره. وروسته ایران او په ۲۰۰۱ کال پر افغانستان د امریکا د یرغل له پیلېدو سره ایران ته وتښتېد.

که څه هم ایران پخپله خاوره کې په ۲۰۰۲ کال ونیو،‌ خو ویل کېږي چې لاهم ایران کې دی.

د ۲۰۲۲ کال د اګسټ پر دویمه د ایمن الظواهري له وژل کېدو وروسته داسې ګنګوسې وې چې ګنې سیف العدل د القاعده شبکې مشرۍ ته اټکل شوی نوماند دی.

سیف العدل په ۱۹۹۸ کال نایروبي او دار السلام کې د امریکا پر سفارتونو د چاودنو له پلانګرو و، چې لږ تر لږه ۲۲۴ کسان پکې ووژل شول.

امریکا او بریتانیا د سیف العدل پر سر ۷٫۵ میلیون پونډه او ۱۰ میلیون ډالر جایزه اعلان کړې وه.‌

د سیف العدل د اصلي نوم په اړه بېلابېل معلومات شته، خو ګڼو سرچینو یې اصلي نوم محمد صلاح الدین زیدان یاد کړی.‌

دندې او مسؤلیتونه

  • په ۱۹۸۷ کال د مصر ځانګړو ځواکونو کې افسر و.
  • له (القاعده) شبکې سره تر یوځای کېدا مخکې مصر کې د (اسلامي جهاد حرکت) غړی و.
  • له بن لادن او الظواهري وروسته د القاعده شبکې د مشرتابه هرم دریم نمبر مهم مشر ګڼل کېږي.
  • د ۲۰۱۱ کال مې کې د پاکستان ایبټ اباد کې د امریکايي ځواکونو له لوري د اسامه له وژل کېدو وروسته د لنډ مهال لپاره د اسامه ځایناستی وټاکل شو.
  • بیا د القاعده پوځي قومندان شو او په سومالیا او افغانستان کې یې د وژنو او تښتنو مسؤلیت درلود.
  • د اسامه د ساتونکو د کنډک غړی او بیا وروسته د هغه شخصي ساتونکو مشر شو.
  • د القاعده د مشرتابه شورا غړی شو.
  • د امنیتي مسؤلیت له ورسپارل کېدو وروسته د القاعده شبکې د دفاع وزیر په نوم یادېده.
  • د تېرې پېړۍ ۹۰مو کلونو کې یې په سودان، پاکستان او افغانستان کې روزنیز پوځي کمپونه جوړ کړل.