په افغانستان کې درې لومړني پښتو ناولونه؟

- Author, نور محمد سعید
- دنده, بي بي سي
'په افغانستان کې درې لومړني پښتو ناولونه' د نومیالي لیکوال او څېړونکي زرین انځور اثر دې، چې له سرلیک سره سم د درې هغو معاصرو ناولونو په هکله بحث کوي، چې تر نورو مخکې په افغانستان کې چاپ شوي دي.
د لیکوال په آند دا څېړنیز اثر باید نور دې بحث ته د پای ټکی کېږدي، چې په افغانستان کې لومړی چاپ شوی پښتو ناول کوم یو دی.
ښاغلي انځور په دې کتاب کې پر همدې موضوع د نورو څېړونکو څرګندونې راخیستې او بیا یې د خپلو وروستیو څېړونو پر بنسټ ویلي، چې 'پټه مینه، دوه سره مَېن وروڼه او بې تربیته زوی' په ترتیب سره هغه ناولونه دي، چې د چاپ وختونه یې یو په بل پسې دي. لیکوال د دې ناولونو د چاپ کلونه ۱۳۱۷، ۱۳۱۸ او ۱۳۱۹ یادوي او لیکوال یې هم برهان الدین کشککی، محمد رفیق قانع او نور محمد تره کی راپېژني.
په دې ترتیب سره نو موږ په افغانستان کې د لومړني چاپ شوي ناول اتیا کلنۍ لمانځنې ته نژدې کېږو.
ښاغلی انځور په خپل اثر کې یوازې د نېټو په یادولو خبره نه کوی، بلکې د دې درې سرو ناولونو بشپړ متن یې هم په دې کتاب کې ځای کړی دی او بیا یې د دې ټولو ناولونو د محتوا پر څرنګوالي او نثر هم بحث کړی دی.
مثلاً، ښاغلي انځور د دې ناولونو د نثر په هکله لیکي: ''په دغو اثارو کې د داستاني نثر د ډېرې ښکلا پر ځای ښايي د یو څه رسمي کتابي نثر اغېز ووینو، لکه د هغه وخت اخباري او ژورنالیستیک نثر.''
د دې ناولونو د داستاني منطق په برخه کې بیا کاږي: ''یا داسې کرکټرونه ووینو چې له خپلې سویې لوړې خبرې کوي. داسې ښکاري چې د هغو کرکټرونو پر ځای دغه لیکوال خپلې خبرې کوي، خو پرته له دې چې خپلې خبرې یا د داستان کرکټرونه یې په منطقي ډول داسې څه ویلو ته چمتو کړي وي.''
خو له دې نقد سره - سره ښاغلی انځور خپل بحث په دې راټولوي چې '' دا زموږ د نوي دوران لومړني هنري اثار دي او له همدې کبله موږ ته د زیات ارزښت وړ دي او لازمه ده چې د لومړنیو معاصرو داستاني اثارو پر معیار یې مطالعه کړو.''
د لیکوالو پېژندنه

د ښاغلي انځور د دې اثر یو اهمیت دا دی، چې د یادو ناولونو لیکوال هم په تفصیل سره راپېژني او د دوی د دې ناولونو لیکلو ځینې مهم هدفونه راپېژني چې په خبره یې: ''دغه درې واړه اثار د محتوا او فکر له پلوه په افغانستان کې په عام ډول او په پښتني ټولنه کې په خاص ډول د یو نوي حرکت زړي په خپلو پاڼو کې رازرغونوي. دا اثار نه یوازې د یوه نوي داستاني فورم یا چوکاټ په لړ کې نوي پورته شوي ګامونه دي، بلکې له فکري او موضوعي پلوه یې په پاڼو کې نوي څه لولو. سره له دې چې په هغه وخت کې په افغانستان کې د لوستو کسانو شمېر خورا لږ و، خو د یوه نوي لوستي، روښانه قشر په استازیتوب دغه هڅې په افغانستان کې د یوه فکري بدلون پر لور د یون لومړني پړاوونه هم دي.''
ښاغلی انځور د دې دریو ناولونو د نوښتګرو لیکوالو له ډلې دوه لومړني لیکوالان داسې راپېژني چې د ناول لیکنې تر څنګ په هغه وخت کې خبریالان هم وو، خو یو څه چې د ټولو ناولونو تر منځ مشترک دي، هغه دا درې واړه ناولونه لومړی په پرلپسې ډول په (اصلاح او کابل مجله) کې خپاره شوي او بیا وروسته په کتابي بڼه چاپ شوي دي.
د نور محمد تره کي د ناول (بې تربیته زوی) په هکله بیا په همدې اثر کې لولو چې په نیمګړې بڼه د پښتو ټولنې په خپرندوی ارګان کابل مجله کې چاپ شوی او د لیکوال په اند لامل یې د کابل مجلې د هغه وخت مسوول مدیر محمد قدیر تره کي په هغه یادښت کې یاد شوی چې نوموړي د دویمې نړیوالې جګړې په ترڅ کې (۱۹۴۰ کال) د کاغذ کموالي له کبله له سلو مخونو پنځوسو مخونو ته د مجلې حجم کمېدل یاد کړي دي.
ښاغلی انځور کاږي: ''د ناول نیمګړي پاتې کېدو کومه سیاسي یا (سانسوري) توجیه ځکه نه شي کېدای چې یاد ناول کومه سیاسي یا انتقادي بڼه نه لري، بلکې په یوه کلیوالي چاپېریال کې د کوچنیانو او ځوانانو د تعلیم په اړه کښل شوی او د هغه ځوان او کورنۍ عواقب څرګندوي چې تعلیم یې نه دی کړی.''
د یادونې ده، چې ښاغلي انځور په خپل کتاب کې د خپلو څېړنو تر څنګ د دې ناولونو په هکله د استاد عبدالروف بېنوا، استاد حبیب الله رفیع، دکتور صادق ژړک، رشید احمد، سید محی الدین هاشمي، سید نظیم سیدي او عبدالله بختاني خدمتګار د څېړنو او لیکنو په حواله په افغانستان کې د لومړنیو درې چاپ شویو ناولونو په هکله بحث کړی دی.
(په افغانستان کې درې لومړني پښتو ناولونه) کتاب د همدې ناولونو د بشپړ متن (د نورمحمد تره کي له بې تربیته زوی نومي ناول پرته چې نیمګړې چاپي بڼه یې راپاتې ده او په دې کتاب کې هم هماغسې نیمګړی راغلی) په ګډون ۳۹۸ مخونو ته رسېږي چې په ۱۴۰۱ کال کې په جرمني کې د افغانستان کلتوري ټولنې د هاشمي خپرندویه ټولنې (جلال اباد) لخوا چاپ کړی دی.











