تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
ایران د طالبانو حکومت ته ۱۰۰ نور افغان بندیان سپارلي؛ خو کور دننه یې پر افغان کډوالو فشارونه ډېر کړي
ایران ۱۰۰ نور افغان بندیان هم په افغانستان کې د طالبانو حکومت ته سپارلې دي. د رپوټونو له مخې دغه افغانان د بېلابېلو جرمونو په تور ایران کې نیول شوي او بنديان وو.
د طالبانو حکومت کې د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند ضیاء احمد ویلي چې دغه افغان بندیان پرون یکشنبه د نیمرز ولایت په ابرېشم بندر کې د دوی لوري ته وسپارل شول.
خو له دې سره هممهاله د خپرو شویو رپوټونو له مخې ایران کې دننه بیا پر مېشتو افغان کډوالو د فشارونو او د دوی د نیولو او ځورولو لړۍ چټکه شوې.
په ایران کې زرګونه افغان د بېلابېلو جرمونو، په ځانګړې توګه ایران ته د ورتګ او هلته د اوسېدو قانوني اسنادو د نه درلودو په تور بندیان دي.
ایران د طالبانو حکومت سره افغانستان ته د دغو بندیانو د استولو هوکړه کړې او په دې لړ کې یې په تېرو څو میاشتو کې سلګونه بندیان د طالبانو حکومت ته سپارلي دي.
د طالبانو او ایران حکومتونو ترمنځ هوکړه پر دې شوې چې دغه افغان بندیان به خپله د بند پاتې موده په افغانستان کې بشپړوي.
ایران کې د ګڼ شمېر افغان بندیانو کورنیو له دې شکایتونه کړي چې مدافع وکیلانو ته لاسرسی نه لري او بندیان یې د اوږدې مودې لپاره بې برخلیکه پاتې وي.
ویل کېږي دغه هېواد له هغو بندیانو سره ډېر جدي چلند کوي چې د نشهيي توکو د قاچاق په تور نیول کېږي.
په دوی کې داسې افغانان هم شته، چې د رپوټونو له مخې د اعدام پر سزا محکوم شوي.
ایران کې د افغان کډوالو خلاف تازه ګامونه
د ایران حکومت دغه ۱۰۰ تنه افغان بندیان په داسې حال کې افغانستان ته استولي، چې رپوټونه وايي په کور دننه یې بیا پر افغان کډوالو فشارونه ډېر کړي دي.
په دې لړ کې د ایران له فارس ولایت یو شمېر افغان کډوالو بيبيسي ته په راستلو پیغامونو کې ویلي چې د کار اجازه نه ورکول کېږي او ان داسې کسان هم نیول شوي چې ایران کې د اوسېدو او کار قانوني اسناد لري.
د رپوټونو له مخې په فارس کې د بهرنیو وګړو او کډوالو د چارو لوی مدیریت اعلان کړی چې هېڅ افغان کډوال د غبرګولي (جوزا) له ۱۵مې نېټې وروسته په اصنافو کې د کار اجازه نه لري او که څوک له دغه امره سر غړوي نو له درنې جریمې او مهرولاک سره به مخ شي.
په دې تړاو د خپاره شوي حکم عکسونه هم په خواله رسنیو شریک او لاس په لاس شوي دي.
یوې ځايي رسنۍ داسې تصویرونه هم خپاره کړي، چې چارواکي پکې ظاهرآ د هغو هټیو او پلورنځیو د مهرولاک کولو په حال کې لیدل کېږي، چې افغان کډوالو ته یې کار ورکړی و.
ویل کېږي دغه هټۍ په کوار ښار کې تړل شوې.
د دغه ښار د پولیسو مرستیال وايي، دا ممنوعیت په ټولو افغان اتباعو سله پر سله پلی کېږي او دا چې د سرغړونې له کبله یې تر ۲۵ پلورنځي مهرولاک کړي دي.
څو ورځې وړاندې په شېراز کې هم د افغان کډوالو خلاف د ورته اقداماتو رپوټونه ورکړ شوي وو.
ځینو ځايي اوسېدونکو ویلي وو چې پولیسو یوازې له 'وکیل شېراز' بازاره ۱۸ افغان کاریګر راټول او له ځان سره وړي دي.
بيبيسي ته ویل شوي وو چې دغو افغانانو په ایران کې د اوسېدو او کار اجازه هم درلوده.