د کراچۍ له زندانونو سلګونه افغان بندیان خوشي شول

په اسلام اباد کې د طالبانو د سفارت چارواکو ویلي څه باندې ۵۰۰ افغان بندیان د کراچۍ له زندانونو نن شنبه ازاد شول.

د دغه سفارت پر ټوېټر پاڼه لیکل شوي "په اسلام اباد کې د افغان سفارت او په کراچۍ کې د دوی کونسلګرۍ په هڅو سره ۵۲۴ تنه چې ۵۴ تنه ښځې او ۹۷ ماشومان پکې دي، ژر به خوشې شي او افغانستان ته به یې ولېږدوي."

په کراچۍ کې یوې سرچینې بیا بي بي‌ سي‌ پښتو پاڼې ته ویلي‌ چې "ښايي نن یوازې شاوخوا ۳۰۰ زاندانیان د کراچۍ له زندانونو ووځي"

د دغه سفارت پر ټوېټر پاڼه ځینو خپرو شویو وېډیوګانو کې لیدل کېږي چې ښځې او ماشومانو له زندانونه وېستل شوي او بسونو کې سپاره دي.

په اسلام اباد کې د سفارت چارواکو دا هم ویلي، د زندانيانو د ټرانسپورت، د لارې او خوراک څښاک او جامو ټول ټول لګښتونه هم سفارت او کونسلګرۍ ورکوي.

وړاندې تر دې په کراچۍ کې د طالبانو د حکومت کونسلر مولوي سيد عبدالجبار له بي بي سي سره په خبرو کې ویلي وو، د دغو کسانو د خوشي کېدو بهیر روان دی چې د نوموړي په وينا له قانوني چارو وروسته به په راتلونکو ورځو کې افغانستان ته ستانه کړل شي.

څو ورځې وړاندې په خواله رسنيو د پاکستان په زندانونو کې د بندي افغان کډوالو په ځانګړې توګه د ښځو او ماشومانو خپرو شويو عکسونو پراخ غبرګونونه راوپارول.

د ملګرو ملتونو د کډوالو کمېنشرۍ (يو اېن اېچ سي ار) هم پر خپله ټوېټر پاڼه پيغام کې ويلي وو، د پاکستان په سند کې د بندي افغانانو وضعيت په اړه رپوټونو جدي اندېښمن کړي دي.

د دې ادارې چارواکو ويلي، د پاکستان په ګډون د افغانستان له ګاونډيو هېوادونو غواړي، هغو کورنيو ته پناه ورکړي چې د خونديتوب لپاره ورځي.

د پاکستان د بشري حقونو بنسټ هم د کراچۍ ښار زندان کې له ۵۰۰ د ډېرو افغان مېرمنو او ماشومانو د بندي کېدو پخلی کړی او له د سند له ايالتي حکومته يې غوښتي چې افغانستان ته د نيول شويو کسانو د ستنېدو زمينه برابره کړي.‌

په کراچۍ د طالبانو د کونسلر د مالومات له مخې،‌ دغلته شاوخوا ۱۵۰۰ افغان بندیان وو، چې څه نژدې ۳۵۰ یې ماشومان دي.

په زندانیانو کې داسې ماشومان شته چې عمرونه تر دوو کلونو دي.‌ بي بي سي‌ ته ویل شوي چې په دغو زندانونو کې دوه افغانان چې په سرطان ناروغۍ اخته وو، هم مړه شوي‌ دي.‌

پاکستاني‌ چارواکي‌ وايي،‌ افغانان یې ځکه نیولي‌ چې قانوني اسناد یې نه لرل.‌ د بشري حقونو له پراخو نېوکو وروسته، اوس سلګونه افغان زندانیان د کراچۍ له زندانونو خوشې شوې، خو د سلګونو نورو برخلک لا هم مالوم نه دی