تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د کراچۍ له "زندانونو اوس یوازې د ۶۹ افغان ماشومانو د خوشي کېدو امر شوی"
د پاکستان په کراچۍ ښار کې د نيولو شويو ۳۲۵ افغان ماشومانو له ډلې اوس یوازې د ۶۹ ماشومانو د خوشي کېدو امر شوی دی.
په کراچۍ کې د طالبانو د حکومت کونسلر مولوي سيد عبدالجبار په وينا، "ټول ۴۰۵ کسان خوشي کېږي چې په هغو کې ۶۹ ماشومان، ۶۳ ښځې او پاتې نور نارينه دي."
له بي بي سي پښتو وېبپاڼې سره په خبرو کې نوموړي وويل، د دغو کسانو د خوشي کېدو پروسه روانه ده چې د نوموړي په وينا د قانوني کړونو وروسته به په راتلونکو دو دريو ورځو کې افغانستان ته ستانه شي.
ښاغلی عبدالجبار وايي، له دې پرته ۲۵۷ ماشومان او ۱۹۴ ښځې لا هم په زندانونو کې بند پاتې دي چې د نوموړي په وينا د هغوی د خوشي کېدلو هڅې هم روانې دي.
څو ورځې وړاندې په خواله رسنيو د پاکستان په زندانونو کې د بندي افغان کډوالو په ځانګړې توګه د ښځو او ماشومانو خپرو شويو عکسونو پراخ غبرګونونه راوپارول.
په بندیانو کې داسې ماشومان هم شته چې عمرونه یې تر دوو کلونو دي.
د ملګرو ملتونو د کډوالو کمېنشرۍ (يو اېن اېچ سي ار) پر خپله ټوېټر پاڼه پيغام کې ويلي وو، د پاکستان په سند کې د بندي افغانانو وضعيت په اړه رپوټونو جدي اندېښمن کړي دي.
دغې اداره وايي، پنا غوښتنه د خلکو بنسټيز بشري حق دی او له دې کبله بايد سزا ورنه کړل شي او مجرم ونه ګڼل شي.
د دې ادارې چارواکو ويلي، د پاکستان په ګډون د افغانستان له ګاونډيو هېوادونو غواړي، هغو کورنيو ته پناه ورکړي چې د خونديتوب لپاره ورځي.
پاکستان کې يوې مدافع وکيلې منيزې کاکړ ويلي، په افغان زندانيانو کې هغه ماشومان چې عمر يې تر ۹ کلونو لوړ وي له مور او پلاره جلا په ځانګړو زندانونو کې ساتل کېږي.
نوموړې چې په رضاکاره توګه د دغو کسانو وکالت کوي وايي، په بېلابېلو زندانونو کې تر ۴۰۰ داسې کسان يې هم ليدلي چې له ويزو او په قانوني توګه پاکستان کې د اوسېدو اجازه لري نيول شوي او د پوليسو له خوا ترې پاسپورتونه او کارتونه اخيستل شوي دي.
د پاکستان د بشري حقونو بنسټ هم د کراچۍ ښار زندان کې له ۵۰۰ د ډېرو افغان مېرمنو او ماشومانو د بندي کېدو پخلی کړی او له د سند له ايالتي حکومته يې غوښتي چې افغانستان ته د نيول شويو کسانو د ستنېدو زمينه برابره کړي.
پاکستان کې ځینو پښتنو ملتپاله سیاستوالو، د بشري حقونو فعالانو، د پښتون ژغورنې غورځنګ غړو او ژورنالیستانو هم په ځانګړې توګه د افغان ښځو او ماشومانو په بندي کېدو نیوکه کړې.
پر افغانستان د پخواني شوروي اتحاد له یرغل وروسته میلیونونه افغانان پاکستان ته کډوال شول.
که څه هم له دوی ډېر تېرو شلو کلونو کې بېرته خپل هېواد ته ستانه شوي، خو د ملګرو ملتونو وروستۍ سروې ښيي چې ۱ اعشاریه ۳ میلیونه افغانان لا هم پاکستان کې ثبت شوي او هلته د اوسېدو کارتونه یې ترلاسه کړي دي.
د ۲۰۲۱ کال اګست افغانستان کې د جمهوریت له سقوط وروسته یو ځل بیا ګڼ شمېر افغانان له خپل هېواده ووتل چې ډېر یې لوېدیځو هېوادونو او امریکا ته پناه وړې.
هغوی چې هلته پر تللو نه دي توانیدلي، نژدې ګاونډیو هېوادونو ایران او پاکستان ته یې مخه کړې ده.
اوسمهال ګڼ هغه کسان چې لوېدیځو هېوادونو ته د تګ هڅه کوي، پاکستان ایران یا نورو نږدې هېوادونو کې په دې تمه مېشت شوي چې لویدیځو هېوادونو ته د پناه غوښتلو غوښتنلیک به یې ومنل شي.