بښنې نړيوال سازمان: پاکستان کې افغان کډوال له توپيري چلن سره مخ دي

د بښنې نړیوال سازمان مشرې ډاکټرې انګېس کالا مارډ په يوه پرانستي لیک کې ویلي چې په پاکستان کې افغان کډوال د توپیري چلن او بیان ازادۍ برخه کې د ستونزو ترڅنګ نه شي کولی چې خپلې ویزې تمدید کړي او نورې جدي ستونزې هم لري.

نوموړې د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف ته ویلي چې د ویزو د تمدید برخه کې اداري خنډونه دغه هېواد کې افغان کډوالو د پولیس له خوا د نیولو له خطر سره مخامخ کوي.

په دې لیک کې راغلي چې د ویزو د تمدید لپاره د یوه ځانګړي بهیر نشتوالي له امله پاکستان کې افغان کډوال له ډېر جدي ستونزو لاس او ګریوان دي.

پاکستان د افغان کډوالو ساتنه تر سرلیک لاندې د اګنس کالامارډ په دې لیک کې راغلي چې د اوږد مهال لپاره پاکستان کې د افغان کډوالو د ناڅرګند برخلیک له امله د بښنې نړیوال سازمان ژوره اندېښنه لري.

نوموړې ټېنګار کړی چې د هغو افغان کډوالو د ځاني امنیت په اړه ډېره اندېښنه لري چې واک ته د طالبانو له بیا رسېدو وروسته پاکستان ته تللي دي. هغې د پاکستان له لومړي وزیر غوښتي چې دغه هېواد کې د مېشتو افغانانو ساتنه وکړي.

د بښنې نړیوال سازمان مشرې ویلي "پاکستان کې مېشت دا ډله افغان کډوال د اوسېدو سند نه لرلو له امله کورونه په کرایه نه شي نیولي، دغه راز دوی موبایل سیم کارت او بانکي حساب نه شي پرانستلی او په دې سره بهر کې له میشتو خپلوانو مالي ملاتړ هم نه شي تر لاسه کولی. آن دا چې دولتي روغتونونو ته د درملنې لپاره هم نه شي ورتللی."

په تېر کې هم پاکستان کې له افغان کډوالو سره د ناسم چلن په اړه رپوټونه ورکړل شوي دي. په تېره د دغه هېواد د پولیسو له خوا د ناسم چلن په اړه.

په دې وروستيو کې پر خواله رسنيو داسې ويډیوګانې خپرې شوې وې چې ښکاري یو شمېر افغان کډوال چې څو تنه یې ماشومان دي، یو له بل سره په پړي یا رسۍ تړل شوي او توقیف ته لیږدول کېږي.

دا سې نور ویډیوګانې هم خپرې شوې، چې ظاهرا له افغان کډوالو سره چې مېرمنې هم په کې دي د پاکستاني پولیسو ناسم چلن ښيي، دې ویډیوګانو پراخ غبرګونونه پارولي وو.

د ۲۰۲۱ کال اکست نیمايی کې په افغانستان کې واک ته د طالبانو بیا رسېدو وروسته د کډوالو یوه نوې لړۍ پاکستان ته پیل شوې. دې ډله کې یو زیات شمېر یې هغه دي چې نورو هېوادونو ته د تګ لپاره پاکستان ته ځي.

په رپوټونو کې ویل شوي چې همدا اوس هم سلګونه افغانان چې یو شمېر یې ښځې دي د پاکستان په توقیف ځایونو زندانیان دي چې د ویزې نه لرلو په تور نیول شوي دي.

د بښنې نړیوال سازمان د افغانانو د ویزې په تړاو د پاکستان له حکومته غوښتي چې د دوی لپاره د ویزې مقررات چمتو کړي چې دوی وکولی شي د ماشومانو د زدکړې په ګډون له توپیر پرته خدماتو ته لاس رسی ومومي او دغه راز د کار اجازه هم ورکړي.

پاکستان چې له څو لسیز راهیسې د میلیونونو افغان کډوالو کوربه دی تر اوسه د بښنې نړیوال سازمان د مشرې دې لیک ته غبرګون نه دی ښودلی خو وړاندې یې ویلي چې افغان کډوالو ته یې د پام وړ اسانتیاوې برابرې کړي او د دوی ښه کوربتوب یې کړی دی.