پولنډ وايي د اوکرایین فضا کې د روسیې توغندیو پر شنډولو غور کوي

د پولنډ بهرنیو چارو وزیر رادوسلاو سیکورسکي ویلي، هېواد یې د کیېف پر دې وړاندیز غور کوي چې د روسیې هغه توغندي دننه د اوکرایین په فضا کې شنډ کړي، چې د دوی د خاورې پر لور حرکت کې وي.

دا وړاندې په هغه ګډ دفاعي تړون کې شامل دی چې همدا تېره اوونۍ وارسا ته د ولسمشر ولودمیر زېلېنسکي د سفر پر مهال لاسلیک شو.

ښاغلي سیکورسکي ویلي "حاضر دمه دا یوه نظریه ده. زموږ حکومت چې څه ویلي هغه دا دي‌ چې موږ به دغه نظریه وارزوو."

هغه وویل د روسیې ځینې توغندي چې له سن‌پېترزبورګ سیمې د پولنډ پولې ته څېرمه د اوکرایین لوېدیز کې لېفیف ښار ته پر نږدې اهدافو توغول شوي وو، د بېلاروس له فضا له تېرېدو وروسته د شاوخوا ۴۰ ثانیو لپاره د دوی فضايي حریم ته ننوتي‌ او بیا اوکرایین کې د خپلو اهدافو پر لور ګرځېدلې دي.

ښاغلی سیکورسکي وايي دومره لنډ وخت پولنډ ته د غبرګون ښودلو ډېر فرصت نه ورکوي.

نو دغه نوی وړاندیز په تیوریکي ډول هغه ټول توغندي تر پوښښ لاندې راولي چې د اوکرایین د لوېدیز په فضا کې د پولنډ پر لور روان وي.

د پولنډ بهرنیو چارو وزیر وایي "موږ د لومړی کرښې هېواد یو او د روسیې توغندي زموږ فضايي حریم نقضوي. موږ د تېروتنې په اړه فکر کوو."

"زموږ ستونزه دا ده چې که یوازې یې هغه مهال ولو چې زموږ په فضايي حریم کې وي، نو پاتې شوني یې [لاندې] زموږ خلکو او ودانیو ته خطر جوړوي. او اوکراینیان وايي، که د پولنډ خاورې ته د ننوتلو خطر یې جدي وي، نو لطفآ زموږ په فضايي حریم یې وولئ، موږ کوم اعتراض نه لرو."

ښاغلی سیکورسکي زیاتوي "زما په فکر دا د ځان دفاع ده، خو موږ بیا هم دا نظر ارزوو."

هغه وویل د ۲۰۲۲ کال ډسمبر کې د روسیې یوه بې سروکې یا ناچاوده توغندی د بېلاروس له پولې شاوخوا ۵۰۰ کیلومتر ورهاخوا په بېدګوشچ کې د ده کور ته نږدې پرېوت،‌ خو چا ته یې مرګژوبله وانړوله.

تر دې یوه میاشت ورمخکې دوه پولنډیان له دې کبله وژل شوي وو، چې اوکرایین پولې ته نږدې د روسیې یو توغندی وایشت او پاتې شوني یې د پولنډ سرحدي‌ سیمه کې پرې ور پرېوتل.

د پولنډ دفاع وزیر روانه اوونۍ وویل، چې د روسي توغندیو ویشتلو لپاره له لاس په کارېدو وړاندې به ناټو کې له خپلو متحدانو سره خبرې وکړي او هوکړه به ترې وغواړي.

هغه زیاته کړې وه چې که چېرې داسې پرېکړه کېږي، نو د دوی فردي نه بلکې ګډه او متحده پرېکړه به وي.

پولنډ له اوکرایین سره د روسیې د یرغل پر وړاندې مقابله کې پوځي مرسته کوي.

دغه هېواد د یرغل له پیل راهیسې کیېف ته د وسلو او تجهیزاتو ۴۴ ټولګې استولې دي.

په دغو ټولګو کې تر ۲۵۰ ډېر ټانکونه، مېګ-۲۹ جنګي جټونه، جنګي‌ چورلکې، توپونه او د هوايي دفاع د لېږدېدو وړ سیستمونه هم شامل دي.

اوکرایین سره د پولنډ د پوځي مرستو ارزښت نږدې ۴ نیم میلیارد ډالرو ته رسېږي.

خو دغه هېواد راتلونکی کال کیېف سره د نورې مرستې اعلان هم کړی دی.