افغانستان کې د مورنۍ ژبې ورځ: 'کانکور کې مې په ویاړ ازبکي ژبه غوره کړه، خو کار نشته'

د جوزجان پوهنتون لوحه
د عکس تشریح، د جوزجان پوهنتون
    • Author, پروین فیض، یاسین رسولی
    • دنده, بي‌بي‌سي

د افغانستان په شمال کې د ازبکي ژبې د زدکړې ټولګي په ښوونځیو او ځینو پوهنتونونو کې نه دي پیل شوي. له ازبکي ژبې او ادبیانو فارغ محصلان هم وايي چې کار موندلو کې له ستونزو سره مخ دي.

د فبرورۍ ۲۱ د مورنۍ ژبې نړیواله ورځ ده.

بي بي سي موندلې چې په ۱۴۰۳ تحصیلي کال د جوزجان، بلخ، سرپل پوهنتونونو کې د ژبو څانګو کې د ازبکي ژبې تدریس نه دی پیل شوی.

له پښتو او دري وروسته په افغانستان کې ازبکي دریمه ژبه ده چې ډېر ویونکي لري.

د طالبانو حکومت د لوړو زدکړو وزیر د دې ژبې استادانو ته ویلي چې زدکوونکو له "ازبکي ژبې سره لېوالتیا نه درلوده " ځکه‌ یې ټولګي پیل نه شول. خو د نورو ژبو زدکړه په کې د تېر په څېر روانه ده.

دغه وزارت د ازبکي ژبې او ادبیاتو د استادانو او محصلینو د شکایتونو په اړه د بي بي سي پوښتنو ته ځواب نه دی ویلی.

د افغانستان شمال کې د ازبکي ژبې زدکړه ځنډېدلې

په مستعار نوم محمد اسلم تازه هم فاریاب پوهنتون کې له ازبکي ژبې او ادبیاتو فارغ دی. هغه وايي، هر چېرته چې د کار لپاره مراجعه ووکړي، " فرصت ورته نشته. "

محمد اسلم وویل، " پنځه کاله مخکې مې په ویاړ په کانکور ازموینه کې ازبکي ژبه انتخاب کړه او هیلمن وم چې ډېر ژر به د دې ژبې ویونکو ته خدمت وکړم. "

هغه په ناهیلۍ وايي: " د افغاستان ډېر وګړي د لوږې تر کرښې لاندې ژوند کوي، لومړنۍ اندېښنه او لومړیتوب یې کورنۍ ته نفقه پیدا کول دي، نه د ژبې ساتل او ویاړ. "

تېرو کلونو کې د ازبکې ژبې زدکړه په ښوونځیو کې وه او په کابل پوهننتون او د شمال په څو ولایتونو کې د ازبکي ژبې څانګه فعاله وه.

په ۱۴۰۳ کال کې د کابل پوهنتون ازبکې ادبیاتو او ژبې لومړي ټولګي ۱۲، تخار پوهنتون ۷ او فاریاب پوهنتون ۸ زدکوونکي درلودل.

د کابل پوهنتون پر فېسبوک پاڼه د ۲۰۲۴ کال د ډیسمبر پر ۵ د ازبکې ژبې او ادبیاتو څانګې د ژمني سمسټر وروستۍ ازموینې د تر سره کېدو خبر خپور شوی دی.

کابل پوهنتون کې د ازبکي محصلان په امتحان کې

د عکس سرچینه، Kabul University

د عکس تشریح، کابل پوهنتون کې د ازبکي محصلین د ازموینې پر وخت

د ژبو پرضد 'منفي تبلیغ کېږي'

لا هم په سمنګان پوهنتون کې د ازبکي ژبې او ادبیاتو څانګه نشته. په دغه ولایت کې پام وړ وګړي پر ازبیکي ژبه غږېږي.

د دغه پوهنتون یوه استاد بي بي سي ته وویل، چېد افغانستان په وروستي جمهوریت کې یې د ازبکي ژبې او ادبیاتو د دوو څانګو د جوړېدو غوښتنه کړې وه، خو یوازې یوه یې جوړه شوه.

بي بي سي د دغه څانګې له ترک توکمه استادانو او ځینې زدکوونکو سره خبرې وکړې. هغوی وايي، " د ژبو پرضد منفي تبلیغ کېږي او کله له ښکاره تعصب سره مخ کېږي. "

محمد اسلم وايي، " د دې لپاره چې ازبکي ژبه مې لوستې، په دولتي اداره کې کار نشم پیدا کولی، نو بچیان او د کورنۍ غړي څنګه د ازبکي ژبې او ادبیاتو ویلو ته وهڅوم. "

یوې سرچینې بي بي سي ته وویل، چې په دې وروستیو کې په فاریاب ولایت کې د ازبکې له هغو فارغانو " ازموینه وا نه خیستل شو "چې په دولتي ادارو کې یې د کار غوښتنه کړې وه.

د طالبانو د لوړو زدکړو وزارت ځايي چارواکي د دې کار لامل په ازبکي ژبه " د پوښتنو نشتوالی " بولي.

په ورته مهال ګاونډي جوزجان کې د دې ژبې له فارغانو د دولتي دندو لپاره ازموینه اخیستل شوې ده.

'هغه دور ته ځو چې خلک پکې له لوستلو او لیکلو بې برخې و'

افغانستان کې د ازبک قوم فرهنګیان ازبکي ژبې ته د طالبانو د حکومت له نه پاملرنې شکایت کوي.

په دوی کې یوه له نوم پرته بي بي سي ته وویل: " په جمهوریت کې د ازبکي ژبې د ودې لپاره د ډېرو کارونو شاهدانو وو. لکه په ډېرو وزارتونو کې ازبکي ژبه فعاله وه. حکومت او اړوند ادارو ډېر پروګرامونه جوړول. "

" له بده مرغه تېرو دریو کلونو کې (د طالبانو حکومت کې) کوم داسې کار نه وینو چې وښيي ازبکي ژبه او ادبیات د ودې په حال دي. یوازې د افغانستان ملي راډیو ده. د ریاست الوزرا وېبپاڼه او دوه درې نورې ادارې دي، د ازبکي نورې برخې نشته. کومو ځوانانو چې هلته کار کاوه، بهر ته تللي او د دوی په ځای نور کسان ګومارل شوي نه دي، فعالیت نشته او له کاره لوېدلې دي. "

هغه وايي، اوسنیو شرایطو کې د ازبکي حالت ښه نه ویني.

ازبک لیکواله شفیقه یارقین دیباج پر څوکۍ
د عکس تشریح، ازبک لیکواله شفیقه یارقین دیباج

پر ۱۳۵۷ کال د خلق ګوند واکمنېدو سره د افغانستان ښوونځیو کې د ازبکي ژبې زدکړه اول ځل پیل شوه.

د هغه وخت پوهنې وزارت ټول درسي مضمونونه په ازبکي ژبه تالیف او چاپ کړل او د ازبک مېشتو سیمو په ښوونځیو کې د ازبکي ژبې درس پیل شو.

د ازبکي ژبې ژباړنه، لیکواله او شاعره شفیقه یارقین دیباج وايي، د هغه وخت د حکومت څلورم فرمان ازبکانو ته " بې اندازې ارزښتناک و، هغه په مورنۍ ژبه د لوستلو، لیکلو او خبرو کولو په هکله و، هلته ازبکي او ترکمني نه یوازې د هېواد د رسمي او د یوه ستر قوم د ژبې په توګه په پام کې ونیول شوه، بلکې حکومت د پوهنې وزارت په ګډون ټولو ادارو ته خپل مسوولیت وسپاره."

د هغې په خبره، د حکومت پام " یو شان او په یو رنګ نه و، کله یې ملاتړ کاوه او کله هم ور سره تعصب کېده. "

په جمهوریت کې هم ازبکي ژبه د افغانستان اساسي قانون کې په رسمیت وژپېژندل شوه او پوهنې وزارت هم تر شپږم ټولګي درسي کتابونه په دې ژبه کې چاپ کړل. خو د منځنیو ټولګیو لپاره ازبکي کتابونه د بودیجې د کمښت " له امله " چاپ نه شول.

د ازبکي ژبې او ادبیاتو استاد غلام سرور رحیم اوغلو وايي، د ازبکي درسي کتابونه چې پر ۱۳۸۳ کال خپاره شوي ډېرې ستونزې لري او بیا کتنه یې نه ده شوې.

په ارګ کې نړیوال کانفرانس

د عکس سرچینه، ARG

د عکس تشریح، د افغانستان پخواني حکومت پر ۱۳۹۵ کال د ازبکي ژبې د درناوي لپاره په ارګ کې نړیوال کانفرانس هم جوړ کړ

ازبکي د ازبکستان رسمي ژبه هم ده، چې په لاتین الفبا یې لیکي. د منځنۍ اسیا جمهوریتونو کې نږدې ۵۰ میلیونه وګړي په دې ژبه خبرې کوي.

ازبکي د ترکي ژبې یوه څانګه ده او ویونکي یې تر یوه بریده استانبولي ترکي باندې هم پوهېږي. په دغه ژبه کې ډېر پارسي اوعربي ټکي هم شته.

امیر عليشیر نوايي هرات کې د تیموریانو دوره کې د سلطنت مشهور وزیر و. هغه د ازبکي ژبې مخکښ سیاستوال او شاعر وبلل کېږي او وروستیو کلونو کې د هغه په زېږورځ غونډې جوړېږي.