تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
پاکستان د عمران خان ۲۵ پلويانو ته د تاوتريخجنو احتجاجونو پر سر د بند سزا ورکړې
د پاکستان پوځ وايي يوې پوځي محکمې د عمران خان نيولو پایله کې تاوتريخجنو احتجاجونو کې د رول له امله ۲۵ کسانو ته د بند سختې سزاوې ورکړې دي.
محکمې ويلي، دغو کسانو ته يې تېر کال پر پوځي بنسټونو له بریدونو سره په تړاو له دوو تر ۱۰ کلونو بند سزاوې ورکړې دي.
د ۲۰۲۳ کال مې پر ۹ مه د پاکستان لروبر احتجاجونه وروسته له هغه وپارېدل، چې امنیتي ځواکونو پخوانی لومړی وزير عمران خان، له فساد سره تړلو تورونو پر سر لوړې محکمې کې د راڅرګندېدو پر مهال ونيو. په خپله عمران خان پرې لګېدلي تورونه ردوي او وايي تر شا یې سياسي موخې دي.
د عمران خان زرګونه پلویانو پر حکومتي ودانيو او پوځی بنسټونو يرغل وروړ، داسې حال کې چې حکومت يې بيا ځواب کې د ده تحريک انصاف ګوند پر ځپلو پيل وکړ.
پوليس وايي، تېر کال لږترلږه ۱۴۰۰ احتجاجيان نيول شوي، خو د نيول شوو کسانو يوازې ۱۰۰ يې پوځي محاکمو سره مخامخ شوي دي.
پوځ وايي بشپړ عدالت به يوازې هغه مهال عملي شي، چې د احتجاجونو تر شا کسانو ته سزا ورکړل شي.
د پاکستان سترې محکمې تېر کال يوه حکم کې په لنډمهالي ډول پوځي محکمو ته اجازه ورکړه، چې شکمن ملکيان محاکمه کړي.
د تحريک انصاف يوه وياند ويلي، "د پوځي محکمو له لوری ټولې اعلان شوې سزاوې ناانډوله او له اندازې سختې دي" او زیاته کړې یې ده "دا سزاوې د منلو نه دي".
د بښنې نړیوالې ټولنې ويلي پوځی محکمو کې د ملکيانو محاکمه کول "له نړيوال قانون سرغړونه" ده. دا ټولنه زیاتوي "دا په بشپړه توګه د ډارولو تکتيک دی، چې د مخالفانو ځپلو لپاره جوړ شوی دی."
د پاکستان پوځ، له هغه راهيسې چې هېواد یې جوړ شوی ډېر وخت پر دغه اتومي ځواک دروند اغېز لرلی، او د پردې تر شا مهم لوبغاړی بلل کېږي.
د پاکستان پخوانی کرېکټ ستوری ۲۰۱۸ کال کې لومړی وزير وټاکل شو، خو بيا د دغه هېواد پوځ سره توپيرونو کې کېووت.
بیا يې له ګونده له يو لړ بېلېدنو وروسته پارلمان کې اکثریت وبایلود.
دی بيا د ۲۰۲۲ اېپرېل کې واک کې له څلورو کلونو وروسته پارلمان کې د باور رايې له بایللو وروسته له واکه لرې کړی شو.
له هماغه راهیسې د حکومت او د دغه هېواد د پوځ ستوغ ګوتنیوونکی دی.
د ۲۰۲۲ کال اوکتوبر کې یې د نااهلی يا ناوړتيا اعلان وشو چې له مخې یې پر رسمي دندو نه شي ټاکل کېدی، او په ناسم ډول د بهرنيو مېلمنو او چارواکو له لوري ترلاسه کړو سوغاتونو نه په ډاګه کولو او بیا ترې په ګټو وټو تورن شو.
ورپسې میاشت يې بيا داسې حال کې چې احتجاج کاوه، پر کاوران له وسله وال بریده ژوندی ووت.