تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
اسلام اباد کې د تحریک انصاف احتجاج: امریکا پر پاکستان غږ کړی چې بشري حقونو ته درناوی وکړي
په داسې حال کې چې په اسلام اباد کې د تحریک انصاف پلویانو احتجاج پر مهال د تاوتریخوالي او مرګ ژوبلې رپوټونه ورکړل شوي، امریکا پر پاکستان غږ کړی چې "بشري حقونو او د خلکو بنسټیزو ازادیو" ته درناوی وکړي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند مېتیو مېلر په یوه خبري غونډه کې په اسلام اباد کې د روان احتجاج په اړه د خبریال د پوښتنې په ځواب کې همدا راز له اعتراض کوونکو هم وغوښتل چې له تاوتریخوالي دې ډډه وکړي.
ښاغلي مېلر وویل، "موږ په پاکستان او ټوله نړۍ کې د بیان ازادۍ او د سولهييزو راټولېدنو ملاتړ کوو. موږ پر احتجاج کوونکو غږ کوو چې مظاهرې دې یې سولهييزې وي او له تاوتریخوالي دې ډډه وکړي."
د یادولو ده چې په اسلام اباد کې د تحریک انصاف او د عمران خان د پلویانو احتجاج روان دی او د امنیتي ادارو له لوري د هغوی د مخنیوي په هڅه کې د اعتراض کوونکو او پولیسو تر منځ اخ و ډب هم رامنځته شوی دی.
د اسلام آباد ډپټي کمشنرعرفان میمن بی بي سي ته ويلي چې د اساسي قانون د ۲۴۵ مادې د حکم له مخې یې له پوځه غوښتي چې د امن او نظم ټينګولو لپاره دې ښار کې ځای پر ځای شي.
د اساسي قانون د دې مادې له مخې پوځ د فدرالي حکومت په امر له هېواده د دفاع مسؤولیت لري. دغه راز که د تېرې، جګړې او یا عامه نظم او د قانون حاکمیت ته خطر پېښیږي نو د فدرالي حکومت په امر د یوه ښار، ایالت او یا د یوې سیمې د امنیت مسؤولیت پوځ په غاړه اخلي.
په یوه بله جلا پېښه کې د اسلام آباد پولیس وايي سرینګر لویې لارې ته څېرمه د اسلام آباد په جي ټې سیمه کې یوه تیز رفتار موټر درې پولیس وهلي او وژلي دي.
په دې سره د پاکستان د کورنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې د تحریک انصاف د لاریون له پيله د وژل شویو امنيتي کسانو شمېر پنځو ته ورسېد. د کورنیو چارو وزارت دغه راز ویلي د یاد ګوند له پلویانو سره اخ و ډب کې له سلو زیات پولیس منسوبین ژوبل شوي دي.
وړاندې د پاکستان کورنیو چارو وزیر محسن نقوي له رسنیو سره د خبرو پر مهال ویلي چې "د مرمۍ ځواب په مرمۍ ورکول اسان وو" خو پولیس د مرمۍ ځواب په ربړینه ګولۍ او اوښکې بهوونکي ګاز سره ورکړ.
د مبشر بلال په نوم د وژل شوي پولیس په اړه ښاغلي نقوي وویل، "کومو خلکو چې دغه اعتراض کوونکي راغوښتي دي، هغه یو هم نه پرېږدو. پر دوی ټولو به عریضه کېږي او مسؤلانو ته به ریښتېني جزا ورکړل شي."
د پنجاب پولیسو یوه افسر ډاکټر عثمان انور ویلي چې د احتجاج کوونکو د مخنیوي پر مهال ۱۱۹ امنیتي کسان ژوبل شوي دي چې ځينې يې "سخت ټپيان" شوي او له ډلې يې د دوو حالت نازک دی.
"د عمران خان خوشې کول د اېجنډا په سر کې دي"
بلخوا د تحریک انصاف یوه مشر زلفي بخاري د دې پخلی کړی چې اوسمهال د دوی د ګوند په مشرۍ له حکومت سره خبرې روانې دي.
هغه وویل چې د عمران خان خوشې کول یې د مذاکراتو د اېجنډا په سر کې ځای لري خو په دې اړه نور جزیات نه دي ورکړل شوي چې په دې خبرو کې کوم پرمختګ شوی او که نه.
د یادولو ده چې د خیبر پښتونخوا وزیر اعلی علي امین ګنډاپور په مشرۍ د تحریک انصاف کاروان پلازمېنې اسلاماباد ته رسېدلی. کاروان کې د پخواني وزیر اعظم عمران خان مېرمن بشری بيبي هم ده.
اسلاماباد کې پر عامه غونډو بندیز دی او د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي دمخه د مظاهرهچیانو پر ضد د سختو اقداماتو اعلان کړی دی.
په ښار کې د سلګونو پولیس افسرانو ترڅنګ رینجرز ځواکونه هم ځای پر ځای شوي دي.
د تحریک انصاف په وینا، مظاهرهچیان غواړي د اسلاماباد تر ټولو لوی ډي چوک ته ځانونه ورسوي، چې د حساسې "رېډ زون" په سیمه کې موقعیت لري.
د اسلاماباد پر لور د تحریک انصاف د لاریون کوونکو او پولیسو ترمنځ په بېلابېلو ځایونو کې نښتې شوې دي.
د سیمهییز خبریال ندیم رضا په وینا، د "کټي غره" په سیمه کې پولیسو د مظاهرهچیانو د مخنیوي لپاره د اوښلن ګاز مرمۍ کارول شوې، خو مظاهرهچیانو د پولیسو پر وړاندې جدي مقاومت وکړ.
د اټک پولیس افسر محمد عرفان وایي، مظاهرهچیانو پر پولیسو د ډبرو بریدونه وکړل.
هغه زیاته کړه چې د تحریک انصاف مظاهرهچیان "ځانګړي ډول جوړې شوې غولکې (غلیلې) لري" چې په مټ یې پر پولیس ډبرې ویشتلې دي.
په برهان انټرچېنج کې بشری بيبي کارکوونکو ته لارښوونه وکړه چې اسلاماباد ته ځانونه ورسوي.
د تحریک انصاف مشر بیرسټر ګوهر ویلي دي چې د پخواني وزیراعظم عمران خان د اسلامآباد د نن ورځې د احتجاج بلنه "وروستۍ" ده.
مخکې تحریک انصاف ویلي وو چې د خیبر پښتونخوا، بلوچستان او جنوبي پنجاب له بېلابېلو سیمو روان شوي کاروانونه اسلاماباد ته نژدې رسېدلي او په لنډ وخت کې به خپل ټاکلي ځای ته ورسېږي.
له بلوچستانه د روان شوي کاروان د سفر نن څلورمه ورځ ده. په دې کاروان کې ښځې او ماشومان هم دي.
د دې کاروان یوې ګډونوالې زلیخا عزیز مندوخېل وویل: "موږ د خیبر پښتونخوا له کاروان سره د علي امین ګنډاپور په مشرۍ د یو ځای کېدو انتظار کوو، چې بیا به ټول کاروان په ګډه اسلاماباد ته ننوځي."
زلیخې وویل چې دا کاروان د نومبر پر ۲۲ نېټه روان شوی و، خو پولیسو یې مخه ونیوله او له موټرو څخه یې ښکته کړل.
"وروسته په لاره کې ډېر خنډونه وو، خو موږ له ترې تېر شوو، بیا د خیبر پښتونخوا او بلوچستان په سرحدي سیمه شیراني کې مو شپه تېره کړه. زموږ مشرانو پرېکړه وکړه چې هماغلته پاتې شو او سهار مو د خنډونو له لرې کولو وروسته د ډېره اسماعیل خان پر لور حرکت وکړ."
هغې زیاته کړه: "په ډېره اسماعیل خان کې زموږ لپاره ښه ترتیبات شوي وو. د لارې په اوږدو کې لنګرونه وو چې خوراک او اوبه پکې موجودې وې. زموږ ماشومان ناروغ شوي وو، چې هلته ورته طبي مرسته ورکړل شوه. والدینو ته وویل شول که غواړي بېرته ستانه شي، خو هغوی پرېکړه وکړه چې له کاروان سره پاتې شي."
"د عمران خان تر خلاصونه به احتجاج روان وي"
د عمران خان مېرمن بشری بيبي ويلي دي چې "تر څو چې عمران خان موږ ته نه وي راستون شوی، دا لاریون به پای ته ونه رسېږي."
هغې د علي امين ګنډاپور په مشرۍ له پېښوره روان شوي د تحريک انصاف د کاروان غړو ته په وينا کې وويل: "زه به تر وروستۍ سلګۍ پورې درسره ولاړه یم او تاسو باید زما ملا وتړئ."
د ګوند مشران وايي اسلام اباد ته په رسېدو به دغه احتجاج پرلت ته بدلوي او تر هغې به دوم ورکوي تر څو چې عمران خان په ګډون تېرو دوه کلونو کې نيول شوې د ګوند ټول غړي نه وي خوشې شوي.
د اسلام آباد پولیسو پرون ناوخته وویل چې تر دې دمه یې د تحریک انصاف ۳۸۰ پلویان نیولي دي او د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي ویلي پولیس د اسلام آباد ډي چوک سيمې ته، چېرته چې اعتراض پلان شوی، څاري او د تحریک انصاف هر غړی چې هلته ورشي نیول کېږي.
اسلام آباد ته ورغلې لارې آن له شنبې ورځې راهیسې تړلي دي. خواله رسنیو ته هم د خلکو لاس رسی محدود شوی دی.
عمران خان ولې په جېل کې دی؟
د پاکستان پخوانی لومړی وزیر عمران خان، چې په خپل هېواد کې ګڼ شمېر پلویان لري په ۲۰۲۲ کال کې د اپوزسيون ګوندونو له لارې د لومړي وزارت له څوکۍ لېرل کړل شو.
نوموړی بيا د حکومت له څو میاشتو ناکامو هڅو وروسته د ۲۰۲۳ کال په مې مياشت کې ونيول شو.
دې پېښې د ښاغلي خان پلویان غوسه کړل او په ټول هېواد کې يې لاريونونه وکړل چې وروسته په تاوتريخوالي واوښتل.
د پاکستان پخواني لومړي وزير عمران خان او د هغه په کابينه کې د بهرنيو چارو وزير شاه محمود قريشي د دولتي رازونو د افشا کولو په قضه کې هر يوه ته د لسو کلونو بند سزا اورول شوې ده.
د دې تر څنګ عمران خان ته د مالي فساد او د عدت په موده کې د نکاح په ګډون په بېلابېلو قضيو کې ټولټال د ۳۴ کاله بند سزا ورکړل شوې چې په ځينو قضيو کې يې وروسته ضمانت ترلاسه کړی دی.
نوموړی پرې لګېدلي تورونه ردوي او د دې تر شا سياسي انګېزه بولي.