تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
ایټالیا د ۷۰۰ افغان کډوالو د منلو هوکړه لاسلیک کړې ده
ایټالیا ژمنه کړې چې په راتلونکو څو میاشتو کې به ۷۰۰ اضافي افغان کډوال ومني او ددغو کډوالو د چارو اسانولو لپاره د څو کورنیو ټولنو او د ملګرو ملتونو د کډوالو د ادارې (یو اېناېچسيار) یوه هوکړه لیک لاسلیک شوی دی.
"سنټاېګیډیو" کاتولیک بشري سازمان د تړون چارو کې مهم رول لوبولی دی. د "سنټاېګیډیو" ټولنې او د ایټالیا د بېلابېلو وزارتونو او سازمانونو ترمنځ د نوې هوکړې پربنسټ به، ۷۰۰ افغان کډوال د دې ټولنې د "بشري دهلېزونو" له لارې ایټالیا ته بوتلل شي.
د واتیکان نیوز وېبپاڼې د اړوندو ادارو له قوله پخپل راپور کې ویلي، له ډېر کړاو او درد وروسته به ۷۰۰ افغان کډوال د ایټالیا، د دغه هېواد د حکومت او یو شمېر ایټالوي او نړیوالو سازمانونو په همکارۍ ایټالیا ته راوستل شي.
د "سنټاېګیډیو" (Sant'Egidio) ټولنې په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې د دې ټولنې مشر مارکو امپلیاچو له قوله ویلي: "د هغو افغانانو چې د ۲۰۲۱ کال اګست میاشت کې له کابله د سترې وتنې پر مهال د سختو شرایطو له امله له خپل هېواده وتښتېدل او نړیوالې ټولنې یې پر مېشتولو سترګې پټې کړې وې، بالاخره د هیلو یوه رڼا ولیده."
د سنتاېګیډیو ټولنه وايي، دوی د نړۍ په کچه یو حرکت دی چې د انسانانو پر بنسټ دی، چې د عبادت، همدردۍ، مېشتېدنې او خبرو اترو پراساس فعالیت کوي.
دغه بنسټ پر خپله وېبپاڼه د خپل مشر مارکو امپلیاچو له قوله لیکلي، د کابو هېرو شویو افغانانو د راوستلو دغه هوکړه د اپرېل پر اومه لاسلیک شوه: "دا د هغو کسانو لپاره د هیلې نښه ده چې د نړیوالې ټولنې لخوا هېر شوي او له کلونو راهیسې د ژغورل کېدو په تمه دي".
ښاغلي امپلیاچو دا څرګندونې د ایټالیا د کورنیو چارو او بهرنیو چارو وزارتونو، د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو ادارې (یو اېناېچسيار)، د کډوالۍ نړیوالې ادارې (ای او اېم) او ګڼو نورو هغو اړوندو ادارو ترمنځ له تړون لاسلیکېدو وروسته کړې دي چې په وینا یې د بشري دهلېزونو له لارې د ۷۰۰ افغان پنا غوښتونکو د راتګ لپاره اسانچاري مخته وړي: "دا تړون په دې تاریخي پړاو او د جګړو او دولتونو ترمنځ د کشمکشونو د ډېرېدو په جریان کې مهم دی".
یاده اداره وايي، د دغو افغانانو د راتګ لپاره یاد تړون د ۲۰۲۱ کال د نومبر میاشتې د هغه تړون 'ضمیمه' ده چې له مخې یې پاکستان، ایران او ترکیې ته د ۸۱۲ افغانانو د ننوتلو اجازه ورکوله چې دوی یې په ایټالوي ټولنه کې د مدغمولو هوکړه کړې وه.
د نوي تړون له لاسلیکېدا مخکې د ایټالیا حکومت ۳۳۸ کسان منلي او تر راتلونکي جولای میاشتې به ۳۶۲ نور پنا غوښتونکي دغه هېواد ته ورسېږي.
"سنتاېګیډیو" وايي، له نورو بېلو ټولنو او ادارو سره یې په اروپايي هېوادونو کې ۸۲۰۰ پنا غوښتونکو ته اروپا ته د خوندي رسېدو لارې هوارې کړې دي.
وايي د کډوالو د مېشتېدنې دا پروژه خپله یاد بنسټ تمویل کړې او د ایټالیا خلکو هم برخه پکې لرلې ده.
دا اعلان داسې مهال کېږي چې د افغان کډوالو لپاره د نړیوالې بیا مېشتېدنې امکانات مخ په کمېدو دي. زرګونه افغانان په افغانستان یا ګاونډیو هېوادونو کې بند پاتې دي او د نامعلوم وضعیت او خرابېدونکي ژوند له شرایطو سره مخ دي.
په امریکا کې د ولسمشر ډونلډ ټرمپ په مشرۍ نوې ادارې د افغان کډوالو لپاره د بیا مېشتې پروګرامونه ځنډولي دي، چې له امله یې زرګونه کډوال له نامعلومه حالت سره مخ دي. په دوی کې ډېری هغه هم شامل دي چې مخکې یې امریکا ته د داخلېدو اجازه ترلاسه کړې وه او حتی پروازونه یې هم مشخص شوي وو.
په ورته وخت کې، هغه افغانان چې پاکستان او ایران ته یې پنا وړې ده، له ډېرېدونکو ننګونو سره مخامخ دي، چې پکې نیونې، توقیفونې، د ملکیت غصب او جبري له خپلې خاورې ایستل شامل دي.
همدا تېره ورځ (دوشنبه، اپرېل اتمه) له ایران او پاکستانه شاوخوا شپږ زره افغان کډوال شړل شوي دي.
د ملګرو ملتونو او بشري سازمانونو بیا بیا خبرداری ورکړی چې د دې افرادو بېرته افغانستان ته راستنول د ډېرو ژوند له خطر سره مخامخولی شي. دوی پرلپسې غوښتنه کوي چې د کډوالو کوربه هېوادونه باید د بیا مېشتېدنې پروګرامونه پراخه کړي او د هغو کسانو د کډوالۍ او خپل منزل ته د رسېدو بهیر چټک کړي چې لا دمخه په سیسټم کې شامل دي.
د ۲۰۲۳ کال په پای کې، ایټالیا کې شاوخوا ۲۹۸,۰۰۰ کډوال اوسېدل. په ۲۰۲۱ کال کې، ایټالیا کې له ۱۶۵,۰۰۰ ډېر کډوال او پناه غوښتونکي اوسېدل، چې پکې له ۱۲,۰۰۰ زیات بېسرپرسته ماشومان هم شامل وو.
په ۲۰۲۱ کال کې، ایټالیا ته د ۳,۲۸۰ افغان کډوالو رسېدو راپور ورکړل شوی و، چې د مدیترانې سمندر له خطرناکې لارې ایټالیا ته رسېدلي وو.
د ایټالیا ساحل هغو کډوالو لپاره یوه مهمه لاره ده چې غواړي د سمندر له لارې اروپا ته ننوځي.
په ۲۰۲۱ کال کې، د افغان کډوالو شمېر په ایټالیا کې د ۱۱,۱۲۱ او ۱۲,۰۹۶ ترمنځ و.