تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
په پاکستان کې پټ افغانان د جبري شړلو په وېره کې ژوند کوي
- Author, أزاده مشيري او عثمان زاهد
- دنده, بي بي سي، اسلام اباد
نبيله په ژړغوني غږ وايي، "زه وېرېږم".
دغه لس کلنه نجلۍ په اسلام اباد کې د يوازې يوې کوټې په کور کې چې مخ ته يې خام سړک تېر دی ژوند کوي.
د ۲۰۲۴ کال له ډسمبر راهيسې ښوونځي ته نه ده تللې، ځکه ښوونځي پرېکړه کړې، نور هغه افغان زدکوونکي نه مني چې پاکستان کې د زيږېدو قانوني اسناد ونه لري. نبيله وايي که چېرې د زدکړو اجازه ورکړل شي بیا هم نه ورځي. دا په ژړا وايي، "زه يوه ورځ ناروغه وم او ما واورېدل چې پوليس افغان ماشومانو پسې ګرځي".
د نبيلې په ګډون په دې لیکنه کې د ټولو افغانانو نومونو د هغوی د خوندیتوب په موخه بدل شوي دي.
د ملګرو ملتونو په وینا، د پاکستان په پلازمېنه اسلام اباد او ګاونډي ښار راولپنډۍ کې د افغانانو د نیولو، زنداني کولو او شړلو لړۍ چټکه شوې ده. اټکل کېږي چې د پاکستان په دری میلیونه افغان کډوالو کې له نیمایي زیات بې اسنادو دي.
افغانان د دوامداره وېرې په فضا کې ژوند کوي، ځکه چې نژدې هره ورځ د دوی پر کورونو چاپې وهل کېږي.
ځینو افغانانو بي بي سي ته ویلي، که بېرته افغانستان ته واستول شي، وېره لري چې و به وژل شي. په دوی کې هغه کورنۍ هم شاملې دي چې امریکا ته د تګ او هلته د بيا مېشتېدو په پروګرام کې وو، خو دغه پروګرام د ټرمپ ادارې ځنډولی دی.
د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې استازې فیلیپا کینډلر وايي، پاکستان له دې امله ناراضه دی چې دا پروګرام ډېر وخت نیسي.
د کډوالو نړیوال سازمان (ای او اېم) وايي، یوازې د فبرورۍ په لومړۍ نیمایي کې ۹۳۰ افغانان بېرته افغانستان ته استول شوي، چې دا شمېره د دوو اوونیو وړاندې له شمېرې دوه برابره زیاته ده.
له اسلاماباد او راولپنډۍ شړل شوو کسانو له ۲۰ سلنې زیات هغه وو چې د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې اسناد يې لرل، یعنې دوی د نړیوال خوندیتوب مستحق ګڼل شوي وو.
خو پاکستان د کډوالو د کنوانسیون غړی نه دی او مخکې یې ویلي چې په دې هېواد کې مېشت افغانان د کډوالو په توګه نه پېژني. حکومت ویلي، چې ټول غیرقانوني بهرنیان به وباسي، او د هغوی د وتلو لپاره يې نېټه هم ټاکلې ده.
که څه هم دغه نېټه څو ځله بدله شوې، خو اوس حکومت وايي، د روانې مارچ مياشتې تر ۳۱مې بايد هغه کسان چې قانوني ويزه نه لري ووځي او د هغو لپاره چې د بيا مېشتېدو اسناد لري د جون ۳۰ نېټه ټاکل شوې ده.
د دې ګډوډۍ له امله، ډېر افغانان سخت وېرېدلي دي. دوی وايي، د ویزې ترلاسه کول اسانه نه دي. د نبيلې کورنۍ وايي، دوی یوازې یوه لاره لري، هغه دا چې "پټ" شي.
د نبيلې پلار، حامد، د طالبانو له واک ته رسېدو مخکې د افغانستان په پوځ کې دنده لرله. هغه زموږ سره د خبرو پر مهال په ژړا شو او د خپلو بېخوبیو شپو کیسه یې وکړه.
نوموړي وويل، "ما خپل هېواد ته خدمت کړی، خو اوس ناکاره یم. دې دندې زه برباد کړم".
د هغه کورنۍ ویزه نه لري، او د بیا مېشتېدو په لست کې هم ده. دوی وايي، د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې ته یې زنګونه وهلي، خو چا ځواب نه دی ورکړی.
بي بي سي د کډوالو ادارې سره د نظر اخیستو لپاره اړیکه نیولې ده.
د طالبانو حکومت وړاندې بي بي سي ته ویلي، ټول افغانان باید بېرته خپل هېواد ته ستانه شي، ځکه دوی په خپل هېواد کې "له وېرې پرته ژوند کولی شي. " طالبان ادعا کوي چې دا "اقتصادي کډوال" دي.
خو د ۲۰۲۳ کال د ملګرو ملتونو یوه راپور د طالبانو د حکومت پر دغو ډاډګیرنو شک څرګند کړی و. دغه راپور موندلې وه چې سلګونه پخواني دولتي کارکوونکي او د امنیتي ځواکونو غړي، د عمومي بښنې سره سره، وژل شوي دي.
د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې، د جنورۍ په میاشت کې په ټول پاکستان کې ۱،۲۴۵ افغانان نیول شوي یا زنداني شوي، چې دا د تېر کال د همدې مودې پرتله دوه برابره زیاتوالی ښيي.
نبيله وايي افغانان باید په زور ونهشړل شي. "افغانان له خپلو کورونو مه شړئ، موږ دلته په خپله خوښه نه یو راغلي، بلکې مجبورۍ راپه مخه کړي يوو."
د دوی په کور کې غم او یوازیتوب احساسېږي. د نبيلې مور، مریم، وايي،"زما يوه ملګرې دلته وه، خو بېرته افغانستان ته وشړل شوه."
"هغه زما لپاره د خور او مور حیثیت درلود. هغه ورځ چې له ما بېله شوه ډېره سخته وه."
ما له نبيلې وپوښتل، چې کله لویه شې، څه غواړې چې جوړه شې؟
دې وويل، "ماډله"،په جدي ډول يې راته وکتل او له دې سره ټولو وخندل.
د هغې مور ورو ورته وويل، نور څه هم شته، انجنیره کېدای شي، یا وکیله.
خو د طالبانو تر واک لاندې، نبیله خپله هيله نشي پوره کولی. د نجونو پر زدهکړو د محدودیتونو له کبله، د مور وړاندیز پوره کول هم ورته ناشوني ښکاري.
نوی پړاو
نوی پړاو
پاکستان کې له څو لسيزو راهيسې افغان کډوال اوسېږي. خو په دې وروستیو کې د بریدونو زیاتوالي د دواړو ګاونډیو هېوادونو ترمنځ کړکېچ پارولی دی.
پاکستان دغه بریدونه په افغانستان کې مېشتو وسلوالو پورې تړي، چې د طالبانو حکومت یې ردوي.
د ۲۰۲۳ کال له سپټمبر راهیسې، کله چې پاکستان "د غیرقانوني بهرنیانو د ستنولو پلان" پيل کړ، تر اوسه ۸۳۶,۲۳۸ کسان بېرته افغانستان ته استول شوي دي.
يو شمېر افغانان چې نيول شوي اوس د اسلام اباد په حاجي کمپ کې ساتل کېږي.
احمد د امریکا د بیا مېشتېدو پروګرام په وروستي پړاو کې و، خو وايي، کله چې ولسمشر ډونلډ ټرمپ دغه پروګرام وځنډاوه، د هغه "وروستۍ هیله" هم له منځه لاړه.
بي بي سي هغه لیک چې په ظاهرا د افغانستان په لوېديځ کې له يوه خيريه نړيوال سازمان سره د هغه کار کول جوتوي، ليدلی دی.
څو اوونۍ وړاندې، کله چې احمد بازار ته وتلی و، زنګ ورته راغی. د هغه درې کلنه لور پر کرښه وه.
"زما ماشوم زنګ وواهه، ويل يې راشه بابا، پولیس دلته دي، پولیس زموږ دروازې ته راغلي."
د احمد د مېرمنې ویزه د غځېدو په پروسه کې وه.
احمد سملاسي کور ته منډه کړه "زه هغوی یوازې نشم پرېښودلی."
دی وايي، د پولیسو د چاپې پر مهال يوه موټر ته پورته کړل شو او ساعتونه هلته وو.
د ګاونډیانو مېرمنې او ماشومان ورو ورو همغه موټر ته راوستل شول. د احمد د ګاونډیانو مېړونه ورته زنګونه وهل، زارۍ یې کولې چې له کورنيو سره یې مرسته وکړي، ځکه نارينه يې د نيول کېدو له وېرې ځنګلونو ته تښتېدلي وو.
احمد وايي، کورنۍ یې دری ورځې "په ناتصور کېدونکو شرایطو" کې ساتل شوې. دی ادعا کوي چې دوی ته یوازې یوه کمپلهورکړل شوې وه، یوه مړۍ ډوډۍ یې ترلاسه کوله، او موبایلونه ترې اخيستل شوي وو.
د پاکستان حکومت ادعا کوي چې د افغانانو د شړلو په بهیر کې "هېڅوک ځورول کېږي نه".
موږ هڅه وکړه چې د حاجي کمپ دننه ورشو او د احمد څرګندونې تصدیق کړو، خو چارواکو موږ ته اجازه را نه کړه. بي بي سي د پاکستان له حکومت او پولیسو سره د مرکې یا وضاحت لپاره اړیکه ونیوله، خو هېڅوک خبرو ته حاضر نه شول.
د نیول کېدو یا شړل کېدو له وېرې ځینې افغان کورنۍ اړ شوې چې اسلاماباد او راولپنډۍ پرېږدي.
نور بیا وايي، دوی اقتصادي وس نه لري چې بل ځای ته ولاړ شي.
یوه ښځه وايي، د امریکا د بیا مېشتېدو پروګرام په وروستي پړاو کې وه، او پرېکړه يې وکړه چې له خپلو دوو لوڼو سره د اسلاماباد لوېدیځ ۸۰ کیلومتره لرې اټک ته لاړه شي. دا وايي، "زه یوازې د وچې ډوډۍ د اخيستو وس لرم."
بي بي سي یو سند لیدلی چې ښيي دا مېرمن د جنورۍ په لومړیو کې د ای او اېم سره مرکه ته ورغلې وه. دا وايي کورنۍ يې په سيمه کې هر ورځ د پوليسو چاپې ګوري.
د امریکا سفارت ویاند ویلي، "د هغو افغانانو د وضعيت په اړه چې د بیا مېشتېدو پروګرام برخه دي له پاکستاني چارواکو سره په نژدې اړیکه" کې دي.
د حاجي کمپ دروازې مخې ته یوه ښځه ولاړه وه. نوموړې بي بي سي ته وویل، دا ویزه لري، خو د خور ویزه يې پای ته رسېدلې ده.
دا وايي اوس یې خور له خپلو ماشومانو سره د کمپ دننه بندي ده. پولیس هغې ته اجازه نه ورکوي چې له خپلې کورنۍ سره وویني. دا وېرېدلې وه چې ښايي دوی به وشړل شي.
هغې په ژړا وويل، "که زما هېواد خوندي وای، نو ولې به زه پاکستان ته راتلم؟ او حتی دلته هم موږ ارام ژوند نشو کولی."
هغې خپلې لور ته چې په موټر کې ناسته وه اشاره وکړه او ويې ويل، دا په افغانستان کې سندرغاړې وه، اوس چېرې چې قانون ښځو ته له کوره بهر د خبرو اجازه نه ورکوي، سندرې ویل خو پرېږده.
ما د هغې لور ته مخ ور واړاوه او پوښتنه مې ترې وکړه، اوس هم سندرې وایې؟
هغې ما ته وکتل او ويې ويل "نه."