'تلپاتې کیمیاوي توکي' څه دي او څنګه یې مخنیوی کېدلی شي؟

د عکس سرچینه، Getty Images
د پخلي لوښي، یو وار کارېدونکي توکي، هغه جامې چې اوبه نه جذبوي او ځیرک ساعتونه هغه ورځني تولیدات دي، چې ځینې یې PFAS یا 'تلپاتې کیمیاوي توکي' لري.
مخکې دغو توکو ته د اوږدمهاله کارېدنې له امله ډېر ارزښت ورکول کېده، خو اوس د مصنوعي کيمياوي توکو خطرونو په اړه اندېښنې زياتې شوې، ځکه زموږ روغتيا او طبيعي چاپېريال ته زيان رسوي.
ډاکتر نیکولاس چارټرس، چې په سیډني پوهنتون کې د طب او روغتیا پوهنځی کې د څېړنې لوړ پوړی همکار دی، وايي: " دا زموږ د نسل تر ټولو لوی انساني او چاپېریالي ناورین" دی.
دغه کیمیاوي ذرې کولی شي هوا، خاوره او اوبه ککړ کړي او په انسانانو کې د سرطان را پیدا کېدو او د مېندوارۍ اړوند مسلې را منځته کړي.
اوس چې د دغو کیمیاوي توکو د احتمالي زیان په اړه پوهه زیاته شوې ده، په نړیواله کچه یې د بندیز غوښتنه مخ په زیاتېدو ده. په دې هکله حکومتونه څه کولای شي او په ورځني ژوند کې د دغو کیمیاوي توکو مخنیوی څنګه ممکن دی؟
ولې ور ته تلپاتې کیمیاوي توکي وايي؟

د عکس سرچینه، Getty Images
PFAS ته پرفلووروالکل او پولی فلووروالکل توکي هم ویل کېږي، د کیمیاوي توکو دغه کورنۍ ۱۰ زره ډولونه لري. دغه توکي ډېری وخت په داسې تولیداتو کې کارېږي، چې د اوبو، داغونو او تودوخې پر وړاندې مقاومت ولري او د زنګ نیولو مخه یې ونيسي.
دا ځکه "تلپاتې کيمياوي توکي" بلل کېږي، چې په طبيعي ډول نه تجزيه کېږي. دغه توکي په لومړی ځل په ۱۹۳۸م کال کې د ټېفلون په اختراع کې د نښلن په موخه وکارول شول.
ډاکتر چارترېس وايي: د دغو توکو "له اصلي ځانګړنو یوه دا ده چې د سلګونو کلونو د دوام وړتیا لري."
په دې اړه شواهد ورځ تر بلې زياتېږي، چې ثابتوي دا کيمياوي توکي په ځینو پلاستيکي بوتلونو او لوښو کې کارول کېږي او چاپېريال ته د خپرېدو وړتیا ولري، کرنېزو حاصلاتو ته یې لاره پیدا کړي، د څښاک اوبه یې ککړې کړې، حتا په دوړو کې هم موندل شوي دي.
د دغو توکو اوږدمهاله ککړوونکې پایلې هغه مهال لا خطرناکې کېدای شي، چې بادونه او اوبه یې له یوه ځایه بل ته له ځان سره وړي.
پروسږ کال، د اسټراليا د نوي سویلي ويلز پوهنتون څېړونکو د نړۍ له بېلا، بېلو سرچينو د حکومت راپورونه، ډیټابېسونه او ساینسي مقالو له لارې د PFAS اندازه وڅېړله او له ۴۵ زرو ډېر مالومات يې راټول کړل، چې شل کلنه موده يې رانغښتې وه.
دوی دې پايلې ته ورسېدل چې "په ټوله نړۍ کې د سطحې او ځمکنیو اوبو لویه برخه د PFAS د نړيوالو لارښودونو او مقرراتو لوړه ده او ښايي د راتلونکي لپاره د PFAS چاپېريالي ستونزه تر اټکل ډېره وي."
ولې اوس د دې زیان رسوونکو توکو په اړه څېړنه کېږي؟

د عکس سرچینه، Getty Images
له ۱۹۷۰مو کلونو راهيسې، په صنعت کې دا پوهاوی زيات شوی چې ځينې د PFAS توکي کېدای شي د تنفس يا خوړلو پر مهال زهرجن وي، خو د دغو توکو لویو توليدوونکو شرکتونه هڅه کړې، په دې اړه پر ساينس او قوانينو خپل اغېز ولري او ان ترسره شويو ځینو څېړنو پایلې یې هم سانسورکړې دي.
په ۲۰۱۹م کې د ډارک واټرز (توري اوبه) په نوم جوړ شوي فلم دا موضوع خلکو ته نوره هم روښانه کړه. په دې فلم کې د کيمياوي توکو د جوړوونکي شرکت DuPont او د اوهايو د يو ښار د اوسېدونکو ترمنځ د رښتیني قانوني جګړې کيسه بیان شوې ده.
تېر کال، د انګلنډ په شمال يارکشاير کې د بينتهم په نوم ښارګوټي اوسېدونکو د انګس فاير شرکت پر وړاندې د قانوني دعوې پرېکړه وکړه. انګس فایر په یاد ښارګوټي کې ځايي شرکت دی چې د اور وژنې فوم یا ځک یې جوړاوه.
د بینتهم اوسېدونکي ادعا کوي، چې فوم یا ځګ PFAS په خاوره او اوبو کې خپاره شوي او د سيمې خلکو ته د روغتيايي ستونزو لامل کېدای شي. دا چې مالومه کړي، چې رښتیا هم د بینتهم اوسېدونکو ته د یاد شرکت د تولیداتو له وجې زیان رسېدلي دي، نو د دوی د وينې معاينه کوي.
دا قانوني دعوه له هغه راپور وروسته را پورته شوه، چې د ۲۰۲۴م په پيل کې خپور شو او پکې موندل شوې وه چې بينتهم، چې شاوخوا ۳ زره اوسېدونکي لري، په ټول انګلنډ کې لوړه د مصنوعي PFAS کچه لري.
د سيمې يو اوسېدونکی او د پاک بينتهم مبارزي ډلې مشر، مټ يونګ، وايي: "په دې اړه ډېر اندېښمن یم، چې دغو کیمیاوي توکو به زموږ پر روغتيا اغېز کړی وي او که نه."
انګس فاير ويلي، دوی د PFAS لرونکي هر ډول توليد بند کړی او له تنظيموونکي ادارې سره کار کوي تر څو د پخوانۍ ککړتيا کچه هم مالومه کړي.
د دې کیمیاوي توکو خطرونه کوم دي؟

د عکس سرچینه، Getty Images
د روغتيا نړیوال سازمان په وينا، د "تلپاتې کيمياوي توکو" تړاو له سرطانونو لکه د پښتورګو یا بډوډو، پروسټاټ او د هګيو سرطان، د وینې لوړ کولیسټرول یا غوړ، د ځيګر ناروغۍ، د پښتورګو ناروغۍ او په ماشومانو کې د ودې له ستونزو سره ور کړل شوی دی.
له همدې امله په نړيوالو بازارونو کې د دغو توکو په کارولو محدوديتونه او قانوني کنټرول رامنځته شوی دی.
د ۲۰۱۰م او ۲۰۱۵م کلونو ترمنځ، په امريکا کې اته لوی کيمياوي توليدوونکي شرکتونه دې ته چمتو شول چې د PFOA او ورته توکي په خپلو تولیداتو کې و نه کاروي.
خو ساينسپوهان وايي، د دې لپاره چې د PFAS شمېر ډېر زيات دی، نو لا نورې څېړنې پکار دي، تر څو تر ټولو زهري ډلې او د هغویو له امله د انساني روغتيا او چاپېريالي خطرونه یې وپېژندل شي.

د عکس سرچینه، Getty Images
ځينې کسان په دې باور دي، که امکان وي، د دغو زیان رسوونکو کیمیاوي توکو توليدي شرکتونه باید هغو هېوادونو ته انتقال شي، چې هلته د دغو کیمیاوي توکو پر کارېدو محدوديتونه لږ وي. دوی وايي، له تولید وروسته دې یاد توکي د اروپا اتحاديې او امريکا بازارونو ته وارد شي.
خو نور بيا ټينګار کوي چې يوازې په بشپړه ډول د PFAS پر کارولو بنديز به ستونزه حل کړي.
اوس پوښتنه دا ده، چې PFAS څنګه په خوندي ډول له منځه يوسو، پرته له دې چې اوبه او خاوره ککړه کړې یا يوه بله لویه ستونزه را منځته کړي.
د "د تلپاتې کمپاین پروژې" د یوې څېړنې له مخې، چې په ۱۶ هېوادونو کې یې د ۴۶ خبريالانو او ۱۸ کارپوهانو په همکارۍ تر سره کړې ده، وړاندوینه شوې: چې په بریتانيا کې د PFAS اړوند ککړتيا پاکول هر کال شاوخوا ۱۳.۳ ميليارده ډالرو ته اړتیا لري.
يان کزنز، چې د سټاکهولم پوهنتون د چاپېريالي کيميا د برخې استاد دی، تېرکال یې بيبيسي ته ویلي و: "که د نړۍ ټولې پیسې ولرو، نو کولای شو د PFAS له امله را مځته شوې ککړتیا پاکه کړو، خو دا پيسې به له کومه کوو؟ که پیسې هم ولرو، بیا داسې ټکنالوژۍ ته اړتيا ده، چې ارزانه وي او کمه انرژي مصرف کړي."
دا امکان شته، چې د تلپاتې کیمیاوي توکو مخنیوي وشي؟

د عکس سرچینه، Getty Images
د "تلپاتې کيمياوي توکو" مخنیوی ډېر سخت دی.
PFAS ډېر وخت د خوراکي توکو په بستو کې موندل کېږي ځکه PFAS د غوړو او لوړې تودوخې پر وړاندې مقاومت لري. همدارنګه د پخلي په لوښو او هغو کالیو کې هم کارول کېږي، چې دباندې وتلو لپاره یې اغوندو.
دا کیمیاوي توکي د کور پاکولو په مایعاتو کې، د پوستکي او سينګار په موادو کې او د غاښونو په ځينو توکو کې هم موندل کېږي. اوس ساينسپوهان په دې باور دي، چې دا د اندېښنې وړ خبره ده، ځکه یاد توکي له پوستکي سره نېغ په نېغه اړیکه لري.
نو خلک څنګه کولی شي له دې "تل پاتې کيمياوي توکو" ځان وساتي؟
نښلن نه کوونکي لوښي مخکې له کارولو مه ګرموي.
د خوراک توکو د لېږد لپاره خپل لوښي وکاروئ.
د غاليو او صوفو د پاکولو لپاره له داغ ضد مایعاتو ډډه وکړئ.
د اوبو فلټر وکاروئ.
د تولیداتو لېبلونه وګورئ – او د "ايکو" يا "غير زهري" نومونو په اړه احتياط وکړئ.
ډاکتر چارترېس وايي: "موږ کولی شو داسې غوراوي وکړو چې دغو توکو ته زموږ اړتیا را کمه کړي. د بېلګې په ډول کم پلاستيک وکاروو." هغه زياتوي: "د ټېفلون لوښي پر ځای، د اوسپنې لوښي وکاروئ."
د روغتيا نړیوال سازمان غوښتنه کړې چې د PFAS غير ضروري کارونه دې بنده شي، خو خبرداری ورکوي چې "د PFAS خطرونه بايد د اوبو رسولو له نورو خطرونو سره توازن ولري. په ځانګړي ډول هغه ځایونو کې چې د څښاک کافي اوبه نه وي."
کوم اصول شته؟
د PFAS کارونه له ۲۰۰۹م کال راهيسې د سټاکهولم تړون له مخې په نړيواله کچه کنټرولېږي، خو د صنعت فشار له امله ځينې هېوادونه لکه امريکا په ډېره سختۍ سره د یاد تړون اصولو ته غاړه ږدي.
په ۲۰۱۸م کال کې، د اروپايي اتحاديې د خوړو د خونديتوب ادارې (EFSA) د PFOA او PFOS د زهرجنو شواهدو بيا ارزونه وکړه او د هغوی لنډمهالي "خونديتوب" کچه یې هم را کمه کړه.
په ۲۰۲۳م کال کې، د ډنمارک، جرمني، هالنډ، ناروې او سویډن چارواکو د اروپايي اتحاديې دننه د PFAS په اړه نوي محدوديتونه وړانديز کړل. د دوی د وړانډوینې له مخې، که اقدام و نه شي، په راتلونکو ۳۰ کلونو کې به شاوخوا ۴.۴ ميليونه ټنه PFAS چاپېريال ته خپاره شي.











