ایا د نړۍ خلک باید د وریجو خوراک کم کړي؟

وریجې د میلیاردونو انسانانو اصلي خوراک دی

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، وریجې د میلیاردونو انسانانو مهم خوراک دی

د نړۍ د نیمايي وګړو لپاره وریجې یوازې خواړه نه دي، بلکې دا یې د ورځني ژوند مهمه برخه او د کلتور، دود او اقتصادي پایښت مهم سیمبول یې دی.

د فیلیپین له پلازمېنې مانیلا څخه د بي بي سي د نړیوالې څانګې اورېدونکې اډرین بیانکا ویلانووا وايي: "وریجې د ټولو فلیپیني خوړو مهمه برخه ده. وریجي له اصلي خوړو ور اخوا د سیمې د کلتوري بنسټ ډبره ګڼل کېږي."

هغه زیاتوي، ډیری فیلیپینیان په ورځ کې درې ځله وریجې خوري؛ سهارنۍ، غرمنۍ او ماښامنۍ او ان له خوړو سره یې د خوږو په توګه هم کاروي: "زما ټینګې وریجې خوښېږي، ځکه د فیلیپین په ټولو خوږو خوړو کې ټینګې وریجې کارول شوې وي."

خو د اقلیمي بدلانه له زیاتېدونکو فشارونو سره دا پوښتنه را پورته کېږي چې ایا موږ باید د وریجو خوړل کم کړو؟

وریجې د نړۍ مهم خوراک

وريجې پخول، ساتل او لېږدول اسانه دي. دا معمولا په اسیا کې بېلابېلو خوړو سره ګډې خوړل کېږي. لکه په دې اندونیزیايي خوړو کې چې له کب سره یو ځای چمتو شوې دي.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، وريجې پخول، ساتل او لېږدول اسانه دي. دا معمولا په اسیا کې بېلابېلو خوړو سره ګډې خوړل کېږي. لکه په دې اندونیزیايي خوړو کې چې له کب سره یو ځای چمتو شوې دي.

د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان په وینا، په نړۍ کې له ۵۰ زرو ډېر د خوړو وړ بوټي شته، خو د نړۍ د خوړو ۹۰ سلنه برخه یوازې له ۱۵ بوټو چمتو کېږي چې وریجي، غنم او جوار یې مهم هغه دي.

د وریجو د څېړنې نړیوال انسټیټیوټ (ای ار ار ای) عمومي رییس ډاکټر ایوان پنټو وايي: "د نړۍ د نفوس له ۵۰ څخه تر ۵۶ سلنې پورې خلک د مهم یا مرکزي خوراک په توګه پر وریجو تکیه کوي."

دا له نږدې څلور میلیارده خلکو سره مساوي ده چې هره ورځ د خپل لومړني خوراک په توګه وریجې خوري.

وریجې په پراخه کچه په جنوبي او جنوب ختیځې اسیا کې کرل کېږي چې په افریقا کې یې هم تقاضا مخ په زیاتېدو ده او ځینې ډولونه یې په اروپا او لاتینې امریکا کې هم شته، خو په نړیوال کچ د ډېرو کارېدونکو خوړو په توکه د وریجو واکمني، خپله بیه هم لري.

تږی بوټی

هره یوه کیلو وریجې له ۳ تر ۵ زرو لېټرو اوبه غواړي

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، هره یوه کیلو وریجې له ۳ تر ۵ زرو لېټرو اوبه غواړي

د وریجو د یوه برېتانیا مېشتي هسپانوي شرکت ټیلډا مشر جین فیلیپ وايي: "وریجې ډیر تږی نبات دی."

ښاغلی فیلیپ زیاتوي: "هره یوه کیلو وریجې له ۳ تر ۵ زرو لېټرو اوبه غواړي چې دا خورا زیاتې دي."

په ځانګړي ډول په سوېلي او سوېلختیځه اسیا کې د وریجو بوټي تر ډېره په هغو ځمکو کرل کېږي چې اوبه په کې ډنډ وي. دا طریقه د وریجو د فصل د ودې لپاره ګټوره ده، خو په چاپېریال کې د اکسیجن کچه کموي چې د انیروبیک شرایطو (anaerobic conditions) په نامه پېژندل کېږي.

ډاکټر ایوان پنټو وايي: "کله چې کرونده کې اوبه ډنډ شي ... مایکرو ارګانیزمونه وده کوي چې په لویه کچه میتان تولیدوي."

د نړیوالې انرژۍ ادارې په وینا، میتان یو پیاوړی شینکوریز ګاز دی، چې نړیواله تودوخه کې شاوخوا ۳۰ سلنه ونډه لري.

د وریجو د څېړنې نړیوال انسټیټیوټ (ای ار ار ای) د اټکل له مخې، د وریجو بوټي د نړۍ د شینکوریزو ګازونو لس سلنه برخه تولیدوي.

شنې لارې چارې

په کم اوبو سیمو کې بزګران د وریجو داسې ډولونه غواړي چې په لږو اوبو سره ښه حاصل ورکړي

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، په کم اوبو سیمو کې بزګران د وریجو داسې ډولونه غواړي چې په لږو اوبو سره ښه حاصل ورکړي

ټیلډا شرکت د وریجو په کرکیله کې د اوبو د سپمولو یوه طریقه ازمويي چې د لوندلو او وچولو بدیل (اې ډبلیو ډي) په نامه یادېږي.

په دغه طریقه کې د وریجو تر فصل ۱۵ سانتۍ لاندې یو پایپ غځول کېږي او له اوبو ډکېږي. بزګر د فصل د پرلپسې اوبه کولو پر ځای یوازې پایپ هغه مهال بیاځلي له اوبو ډکوي چې تش شوی وي.

د یاد شرکت کارکوونکی لیبورډ وايي: " معمولا د وریجو فصل ۲۵ ځلي اوبو ډنډولو ته اړتیا لري، خو په دې طریقې سره د اوبه خور تعداد ۲۰ ځلونو ته ټیټېدای شي، چې په همدې پرتله د میتان ګاز د اخراج کچه هم کمېدای شي."

ټیلډا شرکت په ۲۰۲۴ کال کې خپلې ازموینې له ۵۰ بزګرانو څخه ۱۲۶۸ ته لوړې کړې چې پایلې یې هم ښې وې.

لیبورډ وايي: "موږ کولی شو په دې طریقې سره ۲۷ سلنه د اوبو، ۲۸ سلنه د برېښنا او ۲۵ سلنه د سرې لګښت راکم کړو او برعکس د وریجو د فصل حاصل تر ۷ سلنې لوړ کړو."

نوموړی وايي، دا طریقه په لوړ لګښت نه، بلکې په کم لګښت عاید زیاتوي.

لیبورډ ټینګار کوي چې د (اې ډبلیو ډي) طریقې په کارولو سره د میتان اخراج ۴۵ سلنه کمېږي او باوري دی که د وریجو په پټیو کې د اوبو ډنډولو چاره نوره هم کمه شي، نو د میتان د اخراج کچه تر ۷۰ سلنه کمېدای شي.

د اقلیمي بدلون فشار

د بنګله دیش بزګران بیا د وریجو د هغو ډولونو په لټه کې دي چې د سیلابونو پر وړاندې مقاومت وکړي

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د بنګله دېش بزګران بیا د وریجو د هغو ډولونو په لټه کې دي چې د سیلابونو پر وړاندې مقاومت وکړي

که څه هم وریجې د میلیاردونو انسانانو د خوړو مهمه برخه ده، خو د اقلیم بدلون یې تولیدات ګواښي، ځکه چې د وریجو کرونکې سیمې له شدیدې تودوخې، وچکالۍ، ګڼو بارانونو یا سېلابونو سره مخامخې دي.

په ۲۰۲۴ کال کې په هندوستان کې د وریجو د کرلو په موسم کې تودوخه ۵۳ درجې ته رسېدلې وه او په بنګله دېش کې بیا سختو اورښتونو او سېلابونو د وریجو کرکیلې زیانمنې کړې وې.

د وریجو د څېړنې نړیوال انسټیټیوټ (ای ار ار ای) د حل موندلو هڅې په لړ کې د ۱۳۲ زرو ډولونو ارزونه پیل کړې چې له منځه یې داسې هغه پیدا کړي چې تر اوبو لاندې هم وپایېږي.

دغه بنسټ وايي، د یوه مهم پرمختګ په لړ کې یې د وریجو داسې یوه بڼه په نښه کړې چې بوټی یې ۲۱ ورځې تر اوبو لاندې روغ رمټ پاتېدای شي.

د دغه بنسټ عمومي رییس ډاکټر ایوان پنټو وايي: "دا ډولونه کولی شي د سېلاب تر اوبو لاندې تر هغه ژوندی پاتې شي چې د سېلاب د اوبو زور کېني او د بنګله دېش په سېلابي سیمو کې د دغه ډول وریجو کرکیله د دودېدو په حال کې ده."

د وریجو بدیل خواړه

په افریقا کې، وریجې د هغو کورنیو لپاره چې له نیستۍ څخه په وتلو دي، هیله بخښونکي خواړه دي.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، په افریقا کې، وریجې د هغو کورنیو لپاره چې له نیستۍ څخه په وتلو دي، هیله بخښونکي خواړه دي.

ځینو حکومتونو هڅه کړې چې خلک وهڅوي چې د وریجو کارول کم کړي.

۱۵ کاله وړاندې په بنګله دېش کې یو کمپاین پیل شو چې موخه یې د وریجو د کارولو پر ځای خلک د پټاټو کرلو ته هڅول و.

هغه مهال په بازار کې د وریجو بیه لوړه شوې وه.

د ډاکې اوسېدونکي شریف شبیر ته هغه کمپاین په یاد دی: "موږ پټاټې خوښوو، خو په بشپړ ډول د وريجو پر ځای د پټاټو پر بنسټ خواړه خوړل ناشوني وو."

چین هم په ۲۰۱۵ کال کې ورته یو نوښت پیل کړ چې خلک یې وهڅول د وریجو پر ځای پټاټې د اصلي خوړو په توګه وکاروي.

دغه هېواد په ۱۹۹۰ لسیزه کې د پټاټو مخکښ تولیدوونکی شو او د هېواد په ډېرو برخو کې یې ځینو خلکو پټاټو د اصلي خوړو په توګه وکارول، خو بیا هم یاد کمپاین بریالی نه و.

د لندن په اېس او اې اېس پوهنتون کې انسانپوه جیکب کلین وايي: "په جنوب لوېدیځ او شمال لوېدیځ چین کې، پټاټې کله ناکله د اصلي خواړو په توګه خوړل کېږي، خو په ډېرو سیمو کې د پټاټو خوړل له نیستۍ سره تړاو لري."

هغه زیاتوي: "د چین په جنوب لوېدیځ کې خلک ماته وايي چې دوی په پټاټو لوی شوي دي. دا جمله د 'زه په فقر کې لوی شوی یم' له جملې سره مترادفه ده."

سخت غوراوی

وریجې له ترکارۍ او غوښې سره هم ګډې پخېږي. لکه کابلي پلو، شوله او بریاني

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، وریجې له ترکارۍ او غوښې سره هم ګډې پخېږي. لکه کابلي پلو، شوله او بریاني

په نړیواله کچه، وريجې د خلکو په ژوند کې مهم ځای لري. خوندورې دي، پخول یې اسانه دي، زېرمه کول یې اسانه دي او لېږدول یې اسانه دي.

د یوه اټکل له مخې، نړۍ هر کال ۵۲۰ میلیون ټنه وريجې مصرفوي.

په فیلیپین کې، اډرین بیانکا ویلانووا دا مني چې د وریجو مصرف کمول شوني دي، خو زیاتوي چې چورلټ پرېکون ور سره ناشونی دی: "حتی که زه وغواړم وريجې و نه خورم، خو هر چېرې چې لاړه شم، دوی راته تل وریجې را وړاندې کوي."