په وریجو کې زهر؟

.

د عکس سرچینه، Getty Images

وریجې، د نړۍ په هر ګوټ کې د وګړو د خواړو یوه مهمه برخه ده، خو په دې وروستیو کې داسې اندېښنې پیدا شوي چې ګواکې د وریجو ډېره کاروونه د یو ډول ناروغۍ سبب کېدای شي.

ځینې څېړنې وایي، په وریجو کې سینکیا موجوده وي. سینکنیا یو ډول زهر دي او اصلاً په خاوره کې په طبیعي ډول شته.

کارپوهان مني چې په ځینو انسانانو کې سینکیا د سرطان لامل هم کېدای شي.

خو ایا دا په دې مانا ده چې باید وریجې ونه خورو، نه!

خو باید دې ته پام وکړو چې څه ډول یې پخوو.

په خاوره کې په طبیعي ډول موجوده سینکیا کولی شي د هغې خاورې اوبه زهرجنې کړي. یوه ښه بېلګه یې په بنګله دېش کې لیدل شوې.

د دې هېواد په ځینو کرنیزو سیمو کې خلک د ناپاکو اوبو د څښلو له امله ناروغه شوي دي.

دا ناروغۍ بېلابېلې دي، ځیني خلک په سرطان اخته شوي، نورو ته د زړه ناروغۍ پيدا شوي، او یو شمېر ماشومانو مناسبه وده نه ده کړې.

خو پوښتنه دا ده چې سینکیا له وریجو سره څه تړاو لري.

کار پوهان وایي، وریجې په ډنډ اوبو کې کرل کېږي. د همدې ډنډ اوبو له کبله په خاوره کې بنده سینکیا په اسانۍ سره له خاورې را بېلېږي او بیا نو دا زهر د اوبو له لارې پخپله د وریجو بوټي ته هم ور رسېږي.

پایله یې دا چې د نورو بوټو پرتله په وریجو کې د دې زهرو د شتون ډېر امکان وي. څېړنو دا هم جوته کړې چې د نورو غلو پرتله په وریجو کې سینکیا لس یا آن شل چنده ډېره وي.

اوس پوښتنه دا ده چې د سینکیا دا مقدار روغتیا ته ګواښ پېښولی شي او که نه.

ډاکټران وایي، دا په دې پورې اړه لري چې تاسې څومره وریجې خورئ.

هغه څوک چې د ورځې دوه یا درې سګرټه وهي، په سرطان د اخته کېدو امکان یې ښایي کم وي، خو که څوک د ورځې ۳۰ یا ۴۰ سګرټ لوګی کوی نو بیا دا امکان دېرېږي.

د وریجو مسله هم همداسې ده. لنډه دا چې ډېرې وریجې خوړل مو په جنجال اخته کولای شي.

.

د عکس سرچینه، Getty Images

ډاکټران یې د حل یوه لاره هم ښایي.

حل یې په دې کې دی چې وریجې څه ډول باید پخې شي.

سپارښتنه یې دا ده چې وریجې باید یوه شپه د مخه لمدې شي، بیا نو د پخلي پر وخت باید د وریجو له یوې برخې سره پنځه برخې اوبه وکاروول شي.

کا دا طریقه وکارول شي، ویل کېږي چې په وریجو کې د سینکیا کچه ۸۰ سلنه را کمېدلی شي.