ایا ام د شکرې ناروغۍ لپاره ښه دي؟ هند کې څېړنه د دوديزو باورونو خلاف نوې خبره کوي

په هند کې د ام له ۱۰۰۰ ډېر ډولونه کرل کېږي.

د عکس سرچینه، Mansi Thapliyal

د عکس تشریح، په هند کې د ام له ۱۰۰۰ ډېر ډولونه کرل کېږي.

دا چې په هند او شاوخوا هېوادونو کې د اوړي او د امونو موسم دي، نو په ممبۍ کې مېشت د شکر ناروغۍ له یو مخکښ متخصصه د هغه ناروغان دا پوښتنه ډېره کوي: "ام خوړلای شم؟"

ډاکتر راهول بکشي وايي: "ام، د ډېر خوږوالي او رنګا رنګ ډولونو له امله په دوبي کې په هند کې یوه له مهمو مېوو وي او ډېر خلک یې خوښوي."

ډاکتر بکشي وايي، دا پوښتنه له ګڼو ناسمو پوهاويو یا غلط فهميو ډکه ده. ځينې باور لري چې شکر لرونکي بايد هېڅ ام ونه خوري او ځینې نور بيا برعکس فکر کوي چې د ډېرو امونو خوړل ښايي د شکرې ناروغي بېرته ښه کړي.

نوموړی وايي، واقعيت د دواړو تر منځ دی. "ډېری وخت ناروغان د امونو د فصل له ختمېدو وروسته بيا راځي او د وينې شکر يې لوړ وي. کله ناکله یوازې د ام زيات خوړلو له کبله دا ستونزه ورته پيدا کېږي."

همدا وجه ده چې د شکرې پر ناروغۍ اخته ډېری کسان له دې مېوې سره احتياط کوي. خو وروستۍ څېړنې ښيي چې ښايي ام هغومره د شکرې ناروغانو لپاره زیان رسوونکی نه وي.

په هند کې دوو نويو کلينیکي ازمونيو د امونو په تړاو مخکينی دوديز باور ننګولی. دوی وايي که د کاربوباهډرېټ (وچې ډوډۍ) پر ځای کنټرول شوې اندازه ام وخوړل شي، د دويم ډول شکرې ناروغانو کې د وينې شکر او د مېټابولېزم روغتيا کې ښه والی راوستلی شي.

د اول ډوله شکره هغه وخت پیدا کېږي چې پانکراس ډېر لږ یا هېڅ انسولین جوړ نه کړي. په دویم ډول شکره کې بیا د بدن حجرې د انسولین اغېزو ته مقاومت پیدا کوي.

د شکرې نړیوالې ټولنې د مالوماتو له مخې د شکرې په ناروغانو کې یې نژدې ۹۰ سلنه په دویم ډول شکرې اخته دي. د شمېرو له مخې دا ناروغۍ په نړیواله کچه اتمه لویه ستونزه ده، خو وړاندوینه دا ده، چې تر ۲۰۵۰م کال پورې به دویم ځای خپل کړي.

که څه هم په بشپړه ډول روښانه نه ده، خو په شکري د اخته کېدو لوی لاملونه له ډېر وزن، عمر، قومیت او کورنۍ تاریخچې سره تړاو لري.

د روغتیا نړيوال سازمان د شمېرو پر بنسټ، په هند کې شاوخوا ۷۷ میلیونه لویان دویم ډول شکره لري او نژدې ۲۵ میلیونه نور یې د شکرې لومړنۍ نښې لري، چې په دغې ناروغۍ د اخته کېدو لوی یې احتمال یې شته.

د هند په ډېرو ښارونو کې د ام مېلې جوړېږي او په دغو مېلو کې د ام پر کلتوري او اقتصادي ارزښت خبرې کېږي.

د عکس سرچینه، Hindustan Times via Getty Images

د عکس تشریح، د هند په ډېرو ښارونو کې د ام مېلې جوړېږي او په دغو مېلو کې د ام پر کلتوري او اقتصادي ارزښت خبرې کېږي.

نویو څېړنو نوې هیلې را پیدا کړي، په ځانګړي ډول د هغو کسانو لپاره چې ام یې خوښ دي.

یوه بله څېړنه، چې ډېر ژر به د اروپا د تغذیې په مجله کې خپره شي او پکې پر ۹۵ کسانو څېړنه شوې، موندنې یې ښيي، چې د امو درې مشهور ډولونه - سفیدا، داشیري او لنګړا- د ګلوکوز ازموینې په دوو ساعتونو کې د سپینې وچې ډوډۍ په اندازه یا ټیټ ګلاسیمیک غبرګونونه تولید کړي دي. (ګلاسیمیک غبرګون دا دی چې خواړه له خوړلو وروسته څومره ژر همضېږي او د وینې د شکرې کچه څومره لوړوي.)

د هغو کسانو، چې د دویم ډول شکرې ناروغي یې درلوده، د دریو ورځو پر لپسې د ګلوکوز څارنې یې وښودله، چې د ام له خوړلو وروسته یې د شکرې په کچه کې بدلونونه پاموړ وو. څېړونکي وايي، د ګلاسیمیک غبرګون دا کم بدلون په اوږد مهال کې د بدن لپاره ګټور تمامېدای شي.

د دغو څېړنو لومړنۍ لیکواله، ډاکتره سوګاندها کیهر وايي: "ام ډېرخلک خوښوي او دودیز باور دا دی، چې ډېر ګلوکوز لري او وزن ډېر وي، نو ځکه دا مېوه له همدې وجې بدنامه ده."

نوموړې زیاتوي: "څېړنې ښیې، د ټاکل شویو رژیمونو له مخې د امو مصرف د وینې ګلوکوز ته زیان نه رسوي او حتا ګټه ور ته لري."

بله څېړنه چې اته اوونۍ یې دوام وکړ او د ډیلي په یوه روغتون کې د هند د څېړنو د شورا په مرسته ترسره شوه، د مخکنیو څېړنو پایلې یې تائید کړې دي.

پنځه دېرش کسان، چې د دویم ډول شکره یې درلودله، کله چې یې د سباناري پر ځای شاوخوا دوه نیم سوه ګرامه ام وخوړل، په روغتیا کې یې ښه والی راغی، د وینې شکره یې را کمه شوه او د انسولین اغېز یې هم د پخوا پرتله ښه و. د دوی وزن او د ملا اندازه هم کمه شوې وه او ګټور کولیسټرول یې ډېر شوي وو. د ماهرینو په اند دا ټولې نښې دا زیري را کوي چې ام د شکرې په کنټرول او د بدن په روغتیا کې مرسته کولاي شي.

پروفېسر انوپ میسرا، چې د څېړنې مشر لیکوال دی، وايي:

"موږ په لومړي ځل په دوو لویو څېړنو کې وښودله، که د په سباناري کې د ډوډۍ پر ځای لږ ام وخوړل شي، ګټه لري." خو هغه زیاتوي: "د ام د خوړلو اندازه ډېره مهمه ده او باید د ډاکتر په مشهوره وخوړل شي."

د روغتیا نړيوال سازمان د شمېرو پر بنسټ، په هندوستان کې شاوخوا ۷۷ میلیونه لویان د دوهم ډوله شکره لري

د عکس سرچینه، Bloomberg via Getty Images

د عکس تشریح، د روغتیا نړيوال سازمان د شمېرو پر بنسټ، په هندوستان کې شاوخوا ۷۷ میلیونه لویان د دوهم ډوله شکره لري

کله چې مې ترې وپوښتل، چې د "مناسبې اندازې" معنی څه ده؟ ویې ویل: "که ستا ورځنۍ اړتیا ۱۶۰۰ کالوري وي، نو د ام کالوري هم باید په همدې اندازه وي. یو کوچنی ام، چې شاوخوا ۲۵۰ ګرامه وي، کابو ۱۸۰ کالوري لري.

لکه څنګه چې په څېړنه کې وویل شو، ام باید د وچې ډوډۍ یا کاربوهایډرېټ پر ځای وخوړل شي." ډاکتر باکشي هم ورته خبره کوي او خپلو ناروغانو ته وایي: که د وینې شکره کنټرول وي، نو کمه اندازه (۱۵ ګرامه کاربوهایډرېټ) ام دې وخوري."

د هغه په وینا، د ام خوړلو په برخه کې مهم ټکی "اندازه" دی. ام باید د خوړو په منځ کې وخوړل شي، نه له خوړو وروسته د هضمولو په موخه. ښه به دا وي، چې ام له پروټین یا فایبر سره وخوړل شي او له نورو خوږو توکیو لکه د میوې اوبه او ملک شېک سره یو ځای نه شي.

ام د روغتیایې ګټو تر څنګ په هند کې د کلتور یوه برخه بلل کېږي، حتا په سیاست کې هم د پاموړ رول لري. "د ام ډیپلوماسي" خورا مشهور اصطلاح ده، ځکه په هند او ګاونډ کې یې د امو ځانګړي صندوقونه د سیاستوالو تر منځ د اړیکو جوړولو او ستونزو د هوارۍ لپاره ډالۍ کېږي.

د هند پخوانی سفیر رونن سین د ۲۰۰۷م کال کې د امو په یوه مېله کې د امریکا کرنې وزیر مایک جوهانس ته د هندي آمو یوه ټوکرۍ ډالۍ کوي.

د عکس سرچینه، AFP via Getty Images

د عکس تشریح، د هند پخوانی سفیر رونن سین د ۲۰۰۷م کال کې د امو په یوه مېله کې د امریکا کرنې وزیر مایک جوهانس ته د هندي آمو یوه ټوکرۍ ډالۍ کوي.

د هند په ډېرو ښارونو کې د ام مېلې جوړېږي او په دغو مېلو کې د ام پر کلتوري او اقتصادي ارزښت خبرې کېږي. ام د خلکو د خوشحالیو برخه وي او په ټولنه کې د اړیکو پراخولو لپاره کارېږي.

لیکوال سوپان جوتشي، (د ام پېژندنې) په نوم کتاب کې لیکي:

"ښه ام یوازې د خوړلو لپاره نه دی، بلکې د ګاڼو په شان ښکلا هم لري. د امونو تر ټولو ښه یې تل هغو کسانو ته رسېږي چې د را نیولو وس یې لري."

په هند کې د ام له ۱۰۰۰ ډېر ډولونه کرل کېږي. د دغه هېواد په شمال او ختیځ کې کرل شوي امونه لکه لنګړا، داشیري، چونسه او هِمسګر ډېر خوندور دي.

په هند کې ام دومره مهم دی، چې ان د کال موسمونه هم د دعې مېوې په ګل کولو سره پیلېږي. د هند مشهوره شاعر مرزا غالب ام ته "د شاتو د ګیلاس" نوم ورکړی دی.