ولې اپل شرکت په چین کې د ایفون کمساري تخفیف وړاندیز کړی؟

په چین کې پېرودونکو ته د ایفونونو اخیستو کې کمساری تخفیف ورکول کېږي ځکه اپل د مخ په ډېرېدونکو نورو ځایي سیالانو سره مخامخ دی.

دغه څلور ورځنی تخفیف، چې د شنبې پر ورځ (د جنورۍ څلورمه) پیلېږي، د امریکا ستر شرکت اپل له خوا په هر ګرځنده ټیلیفون کې ۵۰۰ یوانه تخفیف اعلان کړی دی.

چینایي ټیلیفون جوړونکي شرکت هوواوې هم د خپلو وروستیو موډلونو ګرځنده ټیلیفونونو بیې تر شل سلنې ښکته کړې دي.

دا تخفیفونه په داسې حال کې اعلان شوي، چې په چین کې مشتریان د دغه هېواد د اقتصادي ننګونو له امله په لګښتونو کې زړه نا زړه دي. د اپل په وړاندیز کې غوره ماډلونه او زاړه ګرځنده ټیلیفونونه او ځینې نور وسایل شامل دي.

دې شرکت تېر کال هم د چین نوي کال پر مهال ورته اعلان کړی و. سږکال، د چینايي نوي کال رخصتۍ د جنورۍ په پای کې پیلېږي.

د چلند بدلون

د بازار حالاتو ارزونې چینايي نړیوال شرکت (ای ډي سي) لوړ پوړي څېړونکي ویل وانګ په وینا د اپل تګلاره د چینایي مشتریانو د پېر په چلند کې د سمون لپاره بدله شوې. "که اپل د نرخونو دا تګلاره غوره نه کړي، ښايي له نورو سیالانو وروسته پاته شي."

مشتریانو ته د اپل او هواوې دغه تخفیف د چین په لروبر کې حالاتو یوه وړه بېلګه ده.

د موټر جوړولو شرکتونو په ګډون پر انلاین کاروبارونه هم هڅه کوي چې په بیو کې د کموالي په وسیله مشتریان ورجذب کړي. د نړۍ دغه دویم لوی اقتصاد له ورو کېدو سره مخامخ دی او په همدې دلیل خلک ډېر مصرف ته زړه نه ښه کوي. د چین حکومت هم د خلکو له خوا د لګښتونو زیاتولو لپاره هڅې ګړندۍ کړي دي.

تېر کال، بېجينګ د سوداګرۍ په برخه کې يو پروګرام پيل کړی و، او خلک یې هڅول، چې زاړه محصولات لکه موټر او د کور سامانونه په نویو هغو بدل کړي.

هغه پلان دا نن ( جنورۍ څلورمه) بېرته راژوندی او پراخ کړ شو. له دې وروسته به خلک وکولی شي ګرځنده تلیفونونه، ټابلیټونه، ځیرک ساعتونه او فېټنېس بنډونه یا د فیزیکي فعالت لاسبندونه هم پر نویو بدل کړی شي.

سیمه ییزه سیالي

که د چینایي بازار مخینې ته وکتل شي، په چین کې د اپل ونډې د ځایی سیالانو لکه ویوو او شیامي له خوار تر ډېر فشار لاندي دي.

د ۲۰۲۴ کال په درېیمې ربع کې تر لنډ وخت وروسته یو ځل بیا اپل شرکت په چین کې د پنځو غوره ځیرک ټیلیفونونو نوملړ کې شامل شو.

د بازار حالاتو ارزونې نړیوال شرکت (ای ډي سي) د وروستۍ څېړنې له مخې، ویوو په دې موده کې د چین تر ټولو غوره پلورل شوي ځیرک ټیلیفونونه وو، چې پلور یې له ۲۰ سلنې ډېر شوی دی خو د اپل په پلور کې صفر اعشاریه درې سلنه کموالی لیدل کېږي.

هواوې شرکت چې د امریکا له ځینو بندیزونو سره مخ دی په خپلو تولیداتو کې پرمختللې ټکنالوژۍ کارولې دي چې ورسره د مشتریانو غوښتنه هم ډېره شوې ده.