تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
چین وايي ولسمشر ټرمپ باید د ایفون پر ځای چینايي هوايي موبایل وکاروي
چینايي چارواکو د ټوکې په انداز وړاندیز کړی، چې د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ دې د اپل ایفون پر ځای چینايي موبایل ټیلیفون وکاروي.
چین دغه څرګندونې له هغه وروسته کړې، چې رپوټونو کې ادعا شوې بیجینګ د ښاغلي ټرمپ شخصي ټیلیفون اوري.
د نیویارک ټایمز رپوټ کې ویل شوي چینايي او روسي چارواکي د دې لپاره د ښاغلي ټرمپ ټیلیفون اوري، چې د هغه له فکره خبر شي.
ویل کېږي سلاکارانو ولسمشر ټرمپ ته ویلي، چې دغسې ټیلیفوني اړیکي خوندي نه دي، خو ښاغلي ټرمپ دغه رپوټ رد کړی دی.
په یوه ټویټر پیغام کې ښاغلي ټرمپ ویلي، یوازې هغه ټلیفون کاروي، چې حکومت یې تایید کړي.
بل لور ته دغې موضوع ته د چین بهرنیو چارو وزارت ویاندې هوا چیونینګ غبرګون له طنزه ډک و:
''که دوی رښتیا د اپل ټلیفونونو په اړه اندېښمن وي، چې ګواکې اورېدل کېږي، دوی کولای شي دغه موبایلونه له هوايي سره بدل کړي او که دې سره هم نه ډاډه کېږي، دوی کولای شي د اړیکو ټولې الې بندې کړي او له بهرنۍ نړۍ سره ټول اړیکي پرې کړي. ''
روسیې هم د ولسمشر ټلیفوني خبرو اورېدو رپوټونه رد کړي او د ولسمشرۍ ماڼۍ ویاند دیمتري پیسکوف ویلي، دوی پخوا هم 'دغسې شوخیو ' سره مخامخ شوي دي.
د ټایم رپوټ کې د امریکا اوسنیو او پخوانیو چارواکو سره خبرې شوې، چې وايي، چینایان او روسیان د ولسمشر شخصي ایفون د دې لپاره اوري، چې د هغه له خیالاتو خبر شي.
چین او د امریکا متحده ایالتونو چې د نړۍ دوه لوی اقتصادونه دي، له یوه بل سره پراخېدونکې اقتصادي شخړه کې ښکېل دي.
له دې مخکې د جاسوسۍ اندېښنو له کبله امریکا کې د هوايي په ګډون پر چینايي مخابراتي کمپنیو اعتراضونه شوي دي.
۲۰۱۲ کال کې د امریکايي کانګریس یوې جرګه ګۍ ویلي و، هوايي او زیډ ټي اې نه دي توانېدلي چې له چین حکومت او پوځ سره د اړیکو نشتوالی ثابت کړي، ځکه یې باید امریکا کې د قراردادونو او ودې مخه ونیول شي، خو دواړو کمپنیو دغه تورونه رد کړي دي.