د هوا ککړتیا له کبله ریښتیا نجونې ژر بلوغت ته رسېږي؟

    • Author, ډېوېډ کاکس
    • دنده, بي‌بي‌سي

نوې څېړنې په ډاګه کوي چې په امریکا کې نجونو باندې لومړی ځل میاشتنی عادت د پخوا پرتله ژر راځي او یو لامل یې هم ککړه او زهرجنه هوا بلل کېږي.

له لسيزو راهیسې د نړۍ ساینسپوهان لګیا دي چې معلومه کړي ولې د تېرو نسلونو په نسبت اوسنۍ نجونې په کم عمر کې بالغېږي او میاشتنی عادت یا حیض هم تر هغوی ژر پرې راځي.

نجونې چې بلوغت ته رسېږي نو د لومړي ځل لپاره میاشتنی عادت پرې راځي او تي یې راغټېږي؛ دا هغه نښې دي چې ساینسپوهان یې د ښځينه‌و د بلوغت عمر بولي. اوس دا هر څه په پرله‌پسې ډول د پخوا پرتله د نجونو په وجود کې ژر پېښېږي.

د اټکل له مخې اوسنۍ امریکايۍ نجونې د تېرې پېړۍ د نجونو پرتله څلور کاله مخکې بالغېږي او میاشتنی عادت یا پيريوډ یې پيلېږي. په تېره مئ میاشت کې شمېرو په ډاګه کړه، هغه نجونې چې د ۱۹۵۰ او ۱۹۶۹ کلونو تر منځ زېږېدلې وې لومړی ځل په ۱۲ کلنۍ کې حیض پرې راغلی خو د ۲۰۰۰مې لسیزې په لومړیو کې پيدا شوو نجونو باندې اوس په متواسط ډول په ۱۱.۹ کلنۍ کې میاشتنی عادت راځي.

همدا حال اوس په ټوله نړۍ کې لیدل کېږي. په جنوبي کوریا کې ساینسپوهان وايي چې د ۲۰۰۸ او ۲۰۲۰ تر منځ د زېږېدلو نجونو تي په اته کلنی کې ځان سپړل پيلوي او په بدن کې یې د میاشتني عادت نښې رابرسېره کېږي. دوی اندېښنه څرګنده کړې چې د داسې نجونو په شمېر کې ۱۶ ځلې زیاتوالی راغلی دی.

په ژر بلوغت پورې تړلې ستونزې

د امریکا د اټلانټا ښار د ایموري پوهنتون یوه استاده اډرې ګاسکېنز وايي، "موږ ته دا هم جوته شوې چې د بلوغت ژر پيل تر ډېره د هغو وګړو او لږکیو په نجونو کې رابرسېره کېږي چې ټولنې یې له ټولنيز او اقتصادي پلوه وروسته پاتې دي. دا هر څه به پر روغتیا اوږدمهاله اغېز پرېباسي."

د ګاسکېنز په څېر کارپوهان په اصل کې دې ته اندېښمن دي چې تر وخت مخکې د بلوغت پيل به ځينې ناوړه پایلې ولرلی شي.

شمېرو په ډاګه کړې چې له دې کبله په ښځو کې د شنډتوب خطر ډېرېدلی شي چې ورسره له مينوپاز یا د میاشتني عادت د درېدو حالت سره مخ کېږي او دا یې عمر هم لنډولی شي.

تر وخت مخکې بلوغت د تیو او د تخم‌دان سرطان، چاغښت، د شکرې دویم ډول او د زړه ناروغیو خطرونه ډېرولی شي.

ساینسپوهان اوس هم پر دې د پوهېدو په هڅه کې دي چې دا هر څه ولې پېښېږي خو د کلفورنیا پوهنتون کې د عامې روغتیا برخې پروفیسره برېنډا ایسکنېزي وايي، د یوې نظریې له مخې که د بدن حجرې د اوږدې مودې لپاره د 'ایسټروجېن' په څېر د جنسي هورمونونه له څرخېدو سره مخ کېږي نو له دې د تومور یا سرطاني داني د پيدا کېدو خطر ډېرېدلی شي، ځکه چې دا هورمونونه د حجرو وده چټکوي.

اغلې ایسکنېزي زیاتوي، "ځينې نظرونه داسې هم شته چې که د اوږدې مودې لپاره حجرې د هورمونونو له چټکو حرکاتو سره مخامخ کېږي نو دا د تولیدي سرطانونو خطر ډېرولی شي. ځينې نجونې چې ژر بالغې شي نو د هغوی پوستکی هم له جنسي پلوه ډېر فعالیت کوي."

خو د ماشومو نجونو دا وده ولې چټکه شوې؟

له چاغښته تر هوا ککړتیا پورې

د بلوغت پيل په بدن کې د دوو لویو مواصلاتي سيسټمونو له متحرک کېدو سره تړلی بلل کېږي چې یوه ته یې (HPA) یا هایپوتالمېک پيټاټري ايډرينل اېکسېز ویل کېږي او بل یې (HPG) یا هایپوتالمېک پيټاټري ګونډل اېکسېز نومېږي.

دا د مغزو (هایپوتالمېس) نومې برخه له غدو راوتونکو هغو بېلابېلو هارمونونو سره نښلوي چې د لوږې او د تودوخې د کنټرول په څېر فعالیتونه تنظيموي.

اغلې ګاسکېنز وايي، لس-شل کاله پخوا ساینسپوهانو ګمان کاوه چې تر وخت مخکې د بلوغت یوازېنۍ لامل په ماشومتوب کې چاغښت دی. ځکه چې د دوی په نظر د غوړو یا وازدې لرونکو حجرو له امله پيدا کېدونکي پروټين همدا (HPA) او (HPG) ایکسېز متحرکوي.

خو د دې په وینا، "اوس خلکو احساس کړې چې په دې کې خو هر څه نه واضح کېږي او ځینې نور عوامل هم پکې ښکېل دي."

په وروستیو درو کلونو کې ګڼو څېړنو کې یوه بل حیرانوونکي لامل ته اشاره کېږي چې هغه د هوا ککړتیا ده.

د دغه تحقیق ډېره برخه د جنوبي کوریا ساینسپوهانو ترسره کړې.

د نړۍ د هوا د څرنګوالي معلوموونکې ادارې یا (ای کیو ايېر) د درجه‌بندۍ له مخې د جنوبي کوریا سیول، بوسان او انچيون د نړۍ له سلو هغو ښارونو دي چې هوا يې ډېره ککړه ده.

په سيول کې د ایوا په نوم د ښځو یوه پوهنتون پر بېلابېلو ککړتیاو د یوې تازه څېړنې په پایله کې د هوا ککړتیا له بېړني بلوغت سره تړلې او دا یې د یوه لامل په توګه یاده کړې ده.

د هوا د ککړتیا ستر علت ځينې زهرجن ګازونه دي چې په سر کې يې سلفر ډای اکسایډ، نایټروجن ډای اکسایډ، کاربن مونو اکسایډ او اوزون راځي. دا ټول ګازونه د چلېدونکو موټرو او یا د تولیدي شرکتونو له کبله هوا ته ځي.

په ۲۰۲۲ کې د پولنډ ساینسپوهانو پر ۱۲۵۷ ښځو یوه څېړنه وکړه او ورته جوته شوه چې نایټروجن ګاز تر یوولس کلنۍ په کم عمره نجونو کې د میاشتني عادت چټک کولو باندې اغېز کړی.

پر بېړني بلوغ هوا کې د معلقه زرو اغېز

تر ګازونو لویه اندېښنه په هوا کې د (پي اېم ۲.۵) په نوم د معلقه زرو شتوالی دی.

دا هغه ډېرې وړې زرې دي چې په سترګو نه ليدل کېږي او هوا ککړوي. دا زرې د ځنګلونو له اوره، د برېښنا تولید کارخونو او د ګاډو له ماشينونو راوتونکو لوګیو، ګردونو او یا د خامو سړکونو له دوړو هوا ته پورته کېږي او پکې پاتې کېږي.

د ۲۰۲۳ کال په اکتوبر کې اغلې ګاسکېنز او همکارانو یې معلومه کړه چې امریکایۍ نجونې د (پي اېم۲.۵) زرو له لوړې کچې سره مخامخ دي او ترې اغېزمنېږي.

اغلې ګاسکېنز وايي، "د پي اېم ۲.۵ زرې په ډېره اسانۍ سره د وینې جریان ته ننوځي. انسانان هغه په ساه اخیستلو سره خپلو سږو ته ننباسي، ځکه چې د لویو زرو غوندې نه چاڼ کېږي او بیا دا زرې د بدن بېلابېلو غړو ته رسېږي. موږ ته جوته شوه چې د پي اېم ۲.۵ او د پي اېم ۱۰ زرې هم په ماشومتوب کې د نجونو په بدن کې او هم د میندو په رحم کې په ټولېدو دي؛ همدا لامل دی چې پر نجونو تر وخت مخکې بلوغت او یا میاشتنی عادت راځي."

پروفيسره ګاسکېنز همدا راز وايي، "دا زموږ لومړنۍ فرضيه وه؛ هغه نجونې چې د پي اېم ۲.۵ له لوړې کچې سره مخامخ دي هغوی له ډېرو کيمياوي موادو سره هم مخ دي چې یا اسټروجن پکې تولیدېږي او یا په عمومي ډول د (HPA) د سېګنالونو د لېږد سيسټم ګډوډوي او بدن ورسره په چټکه یا تر وخت مخکې بلوغت ته رسېږي."

پروفیسره برېنډا ایسکنېزي هم مني چې په چټکۍ سره بدلېدونکې نړۍ او په کې روانې لوړې ژورې د ماشومانو پر ودې هم اغېز پرېباسي خو په وینا یې، لا هم ډېر نور عوامل شته چې موږ نه پرې پوهېږو.

اغلې ایسکنېزي زیاتوي، "زه ګمان کوم چې موږ په دې اړه اوس ډېر لږ پوهېدلي یو. لا خبر نه یو چې توده هوا میاشتنی عادت څومره اغېزمنولی شي او یا ځينې ټولنيز عوامل څومره رول پکې لري چې د نجونو پر وجود د ژر بالغېدو فشار پرېباسي. خو دا حقیقت دی چې په چاپېریال کې شته کیمیاوي عناصر، چاغښت او بېلابېلې روانې ستونزې په ګډه په نجونو کې د بېړني او یا تر وخت مخکې بلوغت لامل کېږي."