په ښځو کې "پټه میندواري" څه ډول روغتیايي حالت دی؟

    • Author, باني مک‌لارن
    • دنده, بي‌بي‌سي

د تووانا په نوم د دې مېرمنې تمه نه وه چې په ۲۱ کلنۍ کې ماشوم وزېږوي. هغه په خپله وايي چې د ژوند سرګردانۍ یې بیخي ډېرې وې او غوښتل یې له ژونده خوند واخلي خو ناڅاپه یوه ورځ بې‌هوښه شوه او خبره یې تر روغتونه ورسېده، هلته له داسې څه خبره شوه چې تمه یې نه وه.

تووانا هېڅ نه پوهېدله چې څه ټکه پرې راپرېوته خو د ډاکټرانو دې خبرې یې تر پښو لاندې ځمکه کش کړه چې ورته وویل شول په راروانو څلورو اوونیو کې یې ماشوم پيدا کېږي.

تووانا د بي‌بي‌سي 'پاډکاسټ' خپرونې ته وویل، "سر راباندې وچورلېد او عصبي حمله راباندې راغله."

تووانا زیاتوي چې دې ناڅاپي خبر هکه پکه کړې وه او زیاتوي، "سړی لار ورکی شي چې ناڅاپه درته وویل شي چې بس څلور اوونۍ وخت لرې، ځان چمتو کړه."

'پټه میندواري' کومو ښځو کې ډېره ده؟

تووانا چې کله روغتون ته یووړل شوه نو خبره نه وه چې ډاکټران به د میندواری زېری پرې وکړي.

په سر کې هغې ته ډاکټر سپارښتنه وکړه چې تر (ام‌ار‌ای) معاینې مخکې باید د میندوارۍ ټېسټ ترې وشي.

تووانا د ډاکټر دا خبره مسخره کړې وه او ویل چې د هغوی ګمان سم نه دی چې دا دې میندواره وي. ځکه چې دې په خپل وجود کې د حاملګۍ هېڅ ډول نښې نه وې حس کړې او د میندوارۍ د مخنیوي اله یې هم په لاس پورې نښلولې وه.

کله چې د معاینې نتیجه منفي راوختله نو تووانا لا ډاډمنه شوه چې نه ده حامله.

خو یوې روغتیاپالې ډاکټر ته قناعت ورکړ چې د 'سونوګرافي' "تلويزوني معاینې" اجازه ورکړي، ځکه چې ډاډمنه وه چې تووانا به میندواره وي.

د هغې مېړه امانوول وايي، ده هم باور نه شو کولای چې ورته وویل شول چې ښايي مېرمن یې تر وخت مخکې ماشوم وزېږوي.

دی زیاتوي، "دا خبره هېڅ پر منطق نه وه ولاړه، بیخي داسې وه لکه معجزه چې شوې وي."

تووانا او امانوول ته د ډاکټرانو پر خبره باور کول ځکه سخت وو چې کله یوه ښځه میندواره وي نو ډېر قی یا استفراق کوي، نس یې راپړسېدلی او راوتلی وي.

خو تووانا هېڅ دا نښې نه درلودې چې دا د 'پټې میندوارۍ' نښانې بلل کېږي.

دا ډول حاملګي ډېره په ندرت پېښېږي او ډاکټرانو تووانا ته ویلي چې "په تور پوستو وګړو کې یو څه ډېره ده."

تووانا زیاتوي، "ما ته یې وویل چې دې تاسې خلکو د هډوکو په ځانګړي ډول د لګن خاصره جوړښت داسې دی چې جنین پکې د مور په رحم کې د بهر نه بلکې دننه خوا ته وده کوي او همدا لامل دی چې ماشوم ښايي تر وخت مخکې په داسې حال وزېږي چې د سر پر ځای یې له رحمه لومړی پښې او یا هم کوناټي راووځي."

تووانا همدا راز وايي، "کله چې د زېږون وخت راورسېد نو زما تر ټولو ستره اندېښنه همدا وه چې کوچنی مې په رحم کې تاو شوی دی او که نه."

که څه هم د 'پټې میندوارۍ' په اړه ډېر معلومات په لاس کې نه شته خو د لندن د ساوت بېنک پوهنتون د طب برخې استاده اما الیسن لیري د ځينو څېړنو پر بنسټ وايي‌ چې تر ډېره د لږکیو توکمونو ښځې د زېږون پر مهال د ښې پاملرنې د نشتوالي له کبله له دا ډول حالت سره مخ کېږي. دا زیاتوي، "ګڼو څېړنو په ډاګه کړې چې ښځې، په ځانګړي ډول تور پوستې مېرمنې د میندوارۍ او زېږون په برخه کې ضعیفې پایلې ترلاسه کوي."

هغه ټینګار کوي چې که څه هم کمې ښځې له دې وضعیت سره مخ کېږي خو په خبره یې، مسئله ډېره مهمه ده او په دې هکله لا ډېرو څېړنو ته اړتیا ده چې د 'پټې میندوارۍ' ټولې خواوې وڅېړل شي او معلومات یې شریک شي.‌

د 'پټې میندوارۍ' ځينې نورې نښې:

'پټه میندواري' داسې یو حالت دی چې ښځه په کې د عامې حاملګۍ په څېر ښايي قی یا استفراق ونه لري او نس یې بهر راونه وځي. ځینې نورې نښې هم کېدلی شي:

  • په 'پټه میندوارۍ' کې یوه ښځه نه پوهېږي چې حامله ده. ځينې ښځې ان تر هغه وخته هم نه پوهېږي چې د زېږون دردونه پرې نه وي راغلي.
  • په شاوخوا ۲۵۰۰ زېږونونو کې یو هغه یې د 'پټې میندوارۍ' په پایله کې کېږي.
  • ځينې موارد داسې هم وي چې ښايي ښځه په دوره‌اي ډول ژور خپګان ولري او د میندوارۍ عامې نښې تجربه نه کړي.
  • ان هغه ښځې چې میاشتنی عادت یې منظم نه دی او یا نه پرې راځي، هغوی ښايي د میندوارۍ مختلفې علامې یا نښې تجربه کړي.

سرچینه: هلن چایني/د سټرلېنګ پوهنتون استاده

تووانا ته تر لومړي ځل خبر ورکولو څلور اوونۍ او څلور ورځې وروسته یې زوی 'ریور' وزېږېد او دوی یې د خوښۍ جشن جوړ کړ.

تووانا وايي چې که څه هم دې کیسې له رواني پلوه ځپلې ده او اوس د روان درملنې په لټه ده او نورو میندو ته په دې اړه د پوهاوي ورکولو لپاره پر ټېکټاک معلومات خپروي.

او یوازې په امریکا کې یې یوه بله ښځه هم موندلې چې د ورته ډول 'پټه میندواري' یې تجربه کړې او له دې سره یې د رواني‌ مشاورې په برخه کې ډېره مرسته کړې ده.

تووانا اوس په دې تکل ده چې د همدې موضوع اړوند یو خیریه بنسټ جوړ او په دې هکله پوهاوی عام کړي.