په کوټه ښار کې ناپېژاندو کسانو د پولیسو دوه ګاډي سوځولي دي

د بلوچستان په مرکزي ښار کوټه کې تېره شپه (جولای ۱۴مه) ناپېژاندو کسانو د پولیسو ګاډو ته اور ورته کړی دی.
یو ګاډی هغه ځای ته نژدې سوځول شوی، چې د ظهیر بلوڅ نومي یوه سړي د تري تم کېدو پر ضد فعالانو پرلت کړی.
د بلوچستان صوبايي حکومت ویاند شاهد رند وايي، دوه ځایونو کې د پولیسو ګاډي سوځول شوي دي. نوموړی زیاتوي هغه کسان پېژندل شوي دي، چې د پولیسو ګاډي یې سوځولي او په خبره یې نیول کېږي به.
د ګاډو له سوځل کېدو وروسته هغه لارې تړل شوې دي، چې د پېښې ځای ته نژدې د حکومتي دفترونو پر لور غځېدلې دي. د پرلت ګډونوالو ګواښ کړی، چې که د تري تم شوي ظهیر بلوڅ د موندلو او یا د نیول شویو کسانو خوشي کېدو موضوع کې پرمختګ و نه شي، دوی به د همدې سیمې پر لور لاریون وکړي، چې مهم دولتي دفترونه پکې موقعیت لري.
بل لور د بلوڅانو همغږۍ کمېټې یوې مشرې ډاکتر ماه رنګ بلوڅ په یوه بیان کې ویلي، چې د پولیسو ګاډو سوځولو پېښه له پرلت یا پرلتوالو سره هېڅ تړاو نه لري.
اغلې بلوڅ وايي، د دوی پرلت سوله ییز دي، دوام به کوي او هر څوک چې اړودوړ جوړي ''له موږ سره هېڅ تړاو نه لري.''
ډاکتر ماه رنګ وايي، له حکومت سره یې مذاکرات ناکام شوي، خو په خبره یې که حکومت غواړي چې خبرې وکړي، دوی چمتو دي.

د عکس سرچینه، @MAHRANGBALOCH5
ډاکتر ماه رنګ وايي، تر څو پورې چې د دوی غوښتنې نه وي منل شوې، پرلت به کوي.
بل لور د بلو چستان حکومت ویاند شاهد رند وايي، حکومت له لومړۍ ورځې د سوله ییز احتجاج حق مني.
نوموړی وايي: ''د خبرو په پیل کې د حکومت دریځ څرګند دی او د مسئالې د حل لپاره حکومت د احتجاجیانو پر وړاندې خپل دریځ څرګند کړی دی، احتجاج کوونکي دې پرلت ختم کړي، حکومت یې د روا غوښتنو منلو ته چمتو دی.''
ښاغلي رند زیاته کړه: ''په ریډ زون (د مهمو دولتي مرکزونو ځای) کې د احتجاج اجازه نه ورکول کېږي. که سوله ییز احتجاج د مظاهره کوونکو حق دی، نو د قانون له مخې د احتجاج لپاره د ځای ځایګي ټاکل د حکومت او مسوولینو حق دی.''











