د ټېک ټاک نوی مشر "شو زي چیو" څومره پېژنئ؟

د عکس سرچینه، Getty Images
داسې مهال چې د نړۍ لروبر پر ټېک ټاک د بندیزونه ډېرېدل ښایي ددې لامل شي چې امریکا هم په ټولیزه توګه دغه چینایی اپ بند کړي، ټول مسئولیت اوس د نوي مشر شو زي چیو په اوږو پروت دی.
د ټېک ټاک دا نوی مشر ډېر وخت عام محضر ته نه راڅرګندېږي.
خو دا اونۍ یې د امریکا کانګرېس له غونډې وړاندې یوه ټېک ټاکي وېډیو خپره کړه.
ښاغلي شو پتېيلې چې مقابلې ته ورودانګي.
هغه څه چې د ټېک ټاک لپاره لا ډېر اندېښمنوونکې دي دا دي چې دیموکراتان او جمهوریتپال دواړه یې په بې مخینې توګه پر وړاندې یو لاس شوي.
د امریکا کانګرس د تېر کال سپتمبر میاشت کې د ټېک ټاک له لوی عملیاتي مدیر وینیسا پاپاس څخه چین حکومت ته د معلوماتو ورکولو په اړه اښتنې پوښتنې وکړې.
همدې میاشت کې نیویارک ټایمز د ټېک ټاک د مخکیني اجرائیوي مشر له خولې لیکلي و، چې د ښاغلي چیو د پریکړې واک محدود دی او د بایټ ډینس بنسټ اېښودونکی ژانګ یي مینګ دا شرکت کنترولوي.
خو ټېک ټک اوس په ټوله کې ښاغلی چیو د مرکزي کس په توګه عام محضر ته وړاندې کوي، هغه هم په داسې وخت کې چې د چین له حکومت سره د دې خواله رسنۍ اړیکې په کلکه څارل کېږي.
نوموړي تېر جون میاشت کې قانون جوړونکو ته یو لیک استولی و او ټینګار یې په کې کړی و چې په خپلواکه توګه د بایټ ډینس شرکت تر سیوري لاندې کار کوي او بایټ ډینس شرکت د ټېک ټاک مور ګڼل کېږي.
ده هڅه کوله وښيي چې چین پورې تړلی نه دی بلکې د سینګاپور دی او مېشت ځای یې هم په سینګاپور کې دی.

د عکس سرچینه، Getty Images
نوموړی په ښار کې زېږیدلی او لوی شوی په چینايي ښوونځي کې یې زدکړې کړې دي په انګلیسي او مانډرین ژبو باندې روانې خبرې کوي.
دی د سینګاپور وسله وال ځواک سرتېری و او پر یوه مهمه څوکۍ یې کار کاوه.
ښاغلي چیو لندن پوهنتون کې د اقتصاد په برخه کې لیسانس کړی چې له فیسبوک سره یې هم کار کاوه، دا ورته یوه کاري تجربه او کاري زدکړه وه خو دا یې یوازې پیل و.
د رسنیو د راپورونو له مخې نوموړي د پانګونې شرکت ( DST ) کې پنځه کلنه دنده درلوده، هلته یې د یوې ډلې مشري کوله او د دې ډلې کسان وروسته په ۲۰۱۳ کال کې د بایټ ډینس شرکت لومړني پانګه اچوونکي شول.
ښاغلي چیو د پانګې اچونې بانګ (Goldman Sachs) کې هم دوه کاله دنده کړې ده.
نوموړي بیا د چینایي ځېرکو تلیفونونو لوی شرکت ( Xiaomi ) کې هم د پام وړ رول ولوباوه. هلته دی لوی مالي مدیر او د نړیوالې سوداګرۍ مشر و.
ښاغلی چیو د ۲۰۲۱ کال مارچ میاشت کې بایټ ډینس ته ورغی او د خواله رسنۍ دغه ستر شرکت کې لومړنی کس شو چې د لوی مالي مدیر څوکۍ یې خپله کړه.
هلته له دوو میاشتو تېرولو سره د ټېک ټاک د اجرائیوي مشر له ناڅاپي استعفا وروسته یې بیا دغه څوکۍ ونیوله.
تر ټولو لویه ننګونه

د عکس سرچینه، Getty Images
ښاغلی چیو اوس د ټېک ټاک همدې څوکۍ له کبله تر ټولو لوې ننګونې سره مخامخ دی.
ننګونه یې دا ده، چې د متحده ایالاتو قانون جوړونکو ورنه غوښتي چې ټېک ټاک باید متحدو ایالتونو کې خپله پانګونه ختمه کړي کنه له بندیزونو سره به مخامخ شي.
دا مسله د چینایانو لپاره هم د پام وړ ټکی ګرځېدلی.
دولتي رسنۍ ګلوبل ټایمز د سې شنبې په ورځ یوه مقاله کې وویل، چې پر ټېک ټاک بندیزونه او فشارونه د امریکا له زهرجن سیاسته سرچینه اخلي.
د یادې مقالې په پای کې راغلي، چې د امریکايي چارواکو او سیاستوالو له نظره د ټېک ټاک اصلي ګناه د هغه چینايي مخېنه ده.
نوموړی دمګړۍ له دواړو اړخو له څارنې سره مخ دی، داسې برېښي چې ښاغلي چیو په وروستیو میاشتو کې یو ډول زړه راښکونکی ګام پورته کړی دی.
نوموړي خپل ټېک ټاک اکونټ تېرې فبرورۍ میاشت کې جوړ کړ چې د خپل شخصي ژوند یوه څنډه نندارې ته وړاندې کړي.
په لنډه موده کې یې ۱۸،۰۰۰ فالورز (پل پالونکي) پیدا کړل.