تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
ناټو څومره پېژنئ او ايا اوکرايين به يې غړيتوب ترلاسه کړي؟
د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ هغه شونتيا رد کړې چې ګواکې اوکرايين دې د شمالي اتلانتیک تړون (ناټو) غړی شي. ناټو د هېوادونو يو ائتلاف دی چې د یو بل پوځي ملاتړ کوي.
په ۲۰۰۸ کال کې ناټو اعلان وکړ چې اوکرايين به په راتلونکي کې د غړيتوب حق ولري. د روسیې د ۲۰۲۲ کال له يرغل وروسته د اوکرايين ولسمشر ولودمير زېلينسکي په پرلپسې ډول غوښتنه کړې چې دغه بهير دې ګړندی شي.
خو روسيه په کلکه د اوکرايين د غړيتوب مخالفه ده. د ناټو يوه پخواني مشر ويلي چې که څه هم اوکرايين کولی شي په "اوږد مهال" کې د ناټو غړی شي خو د جګړې تر ختمېدو دا شونی نه دی.
ناټو څوک ده؟
د شمالي اتلانتيک تړون سازمان یا ناټو له دویمې نړیوالې جګړې وروسته په ۱۹۴۹ کال کې د امریکا، برتانیا، کاناډا او فرانسې په ګډون د ۱۲ هېوادونو په غړیتوب جوړ شو.
اوس مهال یې د غړو شمېر ۳۱ ته رسېږي.
ناټو غړو پر دې هوکړه کړې چې که پر هر یوه غړي یې برید کېږي نور به یې مرستې او دفاع ته وردانګي.
په لومړیو کې د ناټو اصلي موخه په اروپا کې د شوروي د اغېزو او نیواک مخنیوی و.
په ۱۹۹۱ کال تر هغې وروسته چې شوروي اتحاد ړنګ شو د ختیځې اروپا ډېر هېوادونه پر ناټو ورګډ شول.
روسیه چې د پخواني شوروي ټلوالې تر ټولو پوخ مرکز و، د ناټو د غړو په توګه د دغو هیوادونو رامخې ته کېدل له امنیتي اړخه ځان لپاره ګواښ ګڼي.
روسیه د اوکرایین له لوري د ناټو د غړیتوب له غوښتنې سره د د سخت مخالفت یوه پلمه هم همدا یادوي چې په دې توګه به یې ناټو خاورې او حریم ته بیخي ورنږدې شي.
په اپرېل کې هغه مهال چې فنلنډ د ناټو غړی شوی، مانا یې دا وه چې دغه سازمان د روسیې یوې بلې پولې ته ورسېد.
د روسيي احتمالي برید پر وړاندې د ناټو دفاعي تګلارې څه دي؟
د ناټو قوماندانان داسې نوې تګلارې لري چې که روسیه یې پر کوم غړي برید کوي، نو څه ډول باید ځواب شي.
د دې لپاره دقیق پلانونه شته چې که روسیه د شمالي اتلانتیک او قطب، مرکزي اروپا او مدیترانې له دریو زونونو په یوه کې برید وکړي، نو ځواکونه باید چېرته لاړ شي او څه باید وکړي.
د رایل یونایټیډ یا د یوه موټي شاهي چوپړونو انسټیټیوټ، د فکري بحثونو مرستیال، مالکم چلمرز وايي، دا په ۱۹۹۱ کې د سړې جګړې له پای ته رسېدو راهیسې د ناټو تر ټولو هراړخیز پلان دی.
هغه وايي "کله چې شوروي اتحاد ړنګ شو، د یوې لویې جګړې ګواښ نږدې په بشپړه توګه ورک شو. خو په ۲۰۱۴ د کرایمیا بیلولو او د اوکرایین اوسنۍ جګړه دا مانا لري چې دغه ګواښ بیا ريښتونی کېږي، په ځانګړې ډول د بالټیک هېوادونه لپاره."
لندن کې د کنګز کالج د دفاعي څېړنو استاد ټریسي جرمن وايي: "دا هر څه د ګواښ مخنیوي او له دفاعي اړتیا سره تړاو لري، او په یوه ډول ختیځ بلاک کې د ملاتړو هېوادونو ډاډمنول دي."
اوکرایین ولې د ناټو غړی نه دی؟
په ۲۰۰۸ کال کې ناټو سازمان وویل اوکرایین په راتلونکي کې کولی شي د دغه سازمان غړیتوب ترلاسه کړي، خو دمګړۍ یې په چټک ډول د غړیتوب غوښتنه نه منل کېږي.
د ناټو د منشور پنځمه ماده کې راغلي، که پر یوه غړي هېواد یې برید وشي، نور ټول یې باید دفاع وکړي.
که اوکرایین اوس مهال له دغه سازمان سره یو ځای شي، نو دا به په دې مانا وي چې د ناټو غړي په تخنیکي توګه له روسیې سره د جګړې اعلان کوي.
د ناټو غړي هیوادونه څه ډول د اوکراین ملاتړ کوي؟
امریکا وايي د دوی ملاتړي کولی شي اوکرایین ته د ایف ۱۶ ایس په ګډون امریکا جوړې جنګي الوتکې ورکړي، او ورسره به اوکرایيني پیلوټانو ته د دغو الوتکو د کارونې روزنه هم ورکړل شي.
امریکا اوکرایین ته ۳۱ ابرام شوبلې لیږي. انګلستان ۱۴ چیلنجر ۲ ټانکونه لیږلي دي.
جرمني هم ۱۸ لیوپرډ ۲ ټانکونه استولي او نور اروپايي هېوادونه ورته مرستې کوي.
زغره والې جنګي وسیلې لکه سټرایکر او بریډلي هم استول شوي دي. امریکا او برتانیا دواړو اوکرایین ته د هیمارس په څېر د توغندیو سیسټمونه لیږلي چې د روسیې له لومړۍ کرښې هاخوا هدفونه په نښه کوي.
امریکا او نور ملګري هېوادونه یې له اوکرایین سره د روسيې ډرون الوتکو د نسکورولو او کروز توغندیو شنډولو لپاره دفاعي وسلو کې مرسته هم کوي.
د ټانک ضد وسلو کې امریکا او برتانیا مرسته کوي چې جاولین او نال یې په ۲۰۲۲ کال کې پلازمېنې کیېف ته د روسي پوځ د ورتګ مخنیوي کې خورا اغېزناک وو.
اوکرایین ته د اوږد واټن ویشتونکي توغندي او لانچرونه له دې وېرې نه دي استول شوي، چې کیدای شي دا په روسیه کې دننه پر ژورو موخو د برید لپاره وکارول شي.
اندېښنه داده چې دا چاره به د روسیې او ناټو ترمنځ مخامخ جګړه رامنځ ته کړي.
همدا دلیل دی چې د ناټو هېوادونه اوکرایین ته سرتیري هم نه لیږي، یا د الوتنې د ممنوع زون د پلي کولو لپاره خپل هوایي ځواک وکاروي.
فنلنډ ولې د ناټو غړی شو؟
فنلنډ چې پخوا تر ډېره بې پرې و، د ۲۰۲۳ کال په اپریل کې د ناټو غړی شو.
دغه هېواد له روسیې سره ۱۳۴۰ کیلومتره (۸۳۲ میله) ځمکنۍ پوله لري.
دا له ناټو ځواکونو سره ۲۵۷۲۵۰ منظم او چمتو سرتیري ملګري کوي.
سویډن هم د فنلنډ په خوا کې د ناټو د غړیتوب غوښتنه وکړه. ټول غړي باید د نویو هېوادونو له یو ځای کېدو سره هوکړه وکړي.
همدا لامل دی چې د ترکیې او هنګري له لوري د نه تصویب له کبله سویډن تر اوسه نه دی منل شوی.
ترکیه وايي، سویډن د ترکیې دولت د دښمنانو له ورسپارلو ډډه او خپله خاوره کې د مسلمانانو ضد لاریونونو ته اجازه ورکوي.