خیبرپښتونخوا او بلوچستان کې چاودنو پاکستاني سرتېرو ته مرګژوبله اړولې

د رپوټونو له مخې د بلوچستان په مسټونګ او د خیبرپښتونخوا باجوړ کې دوو چاودنو د پاکستان امنیتي ځواکونو ته مرګژوبله اړولې ده.
د مسټونګ په چاودنه کې د درېیو پولیسو د وژل کېدو او ۱۸ نورو د ټپي کېدو خبر ورکړل شوی دی.
د باجوړ د چاودنې په اړه ویل شوي چې د نیمه پوځي سرحدي ځواک (اېفسي) د څلورو سرتېرو په ګډون یې ۹ کسان ټپي کړي دي.
د بلوچستان د ایالتي حکومت ویاند شاهد رند وايي، مسټونګ کې چاودنه کنډ میسوري ته د پولیسو پر یوه لېږدونکي ټرک موټر شوې.
هغه د دوو ټپیانو روغتیايي وضعیت نازک ښودلی او ویلي یې دي، چې درملنې لپاره کوټې ښار ته لېږدول شوي دي. تر اوسه چا د دې چاودنې مسوولیت نه دی منلی. بلوچستان کې بېلتونپال بلوڅان او نورې وسله والې ډلې فعالې دي.
د شاهد رند په وینا دې چاودنه کې په نښه شوي پولیس د بلوچستان ملي ګوند لخوا د احتجاج د امنیت ساتنې لپاره روان وو.
د یادونې ده چې مسټونک کې د مارچ له ۲۸مې راهیسې د بلوچستان ملي ګوند لخوا د بلوڅانو د همغږۍ کمېټې د مشرې ډاکترې ماهرنګ بلوڅ او د دې کمېټې د نورو ښځینه مشرانو د نیول کېدو خلاف احتجاج روان دی.
دا احتجاج په خضدار ولسوالۍ کې پیل شوی او ګډونوالو یې غوښتل چې کوټې ښار ته ولاړ شي، خو ایالتي حکومت یې د مسټونګ لکپاس تونل سره مخه ونیوله.
له دغه ځایه کوټې ښار ته نورې غځېدلې لارې هم ځای ځای تړل شوې دي.

بلوچستان کې امنیتي چارواکي وايي، د مسټونګ برید کې د ریموټ په وسیله کنټرولېدونکي چاودېدونکي توکي کارول شوي دي.
د مسټونګ د پولیسو مشر یونس مګسي رسنیو ته ویلي، چې چاودېدونکي توکي په یوه موټرسایکل کې ځای پر ځای شوي وو.
مسټونګ د بلوچستان له نا امنو ولسوالیو ګڼل کېږي او مخکې هم پکې ګڼې خونړۍ پېښې شوې دي. د همدې تېرې مارچ میاشتې پر ۲۹مه د بلوچستان ملي ګوند د پرلت ځای ته نږدې یو ځانمرګي برید کې شپږ کسان ټپي شوي وو.
هغه مهال دغه ګوند ادعا کړې وه، چې له ځانمرګي بریدګر سره د دوی د مشر سردار اخترمېنګل عکس و او ظاهرآ یې غوښتل چې هغه ته ځان ورسوي.
پاکستان کې امنیتي پېښو سره د کابل او اسلام اباد ترمنځ ډېرېدونکې ناندرۍ

د عکس سرچینه، SOCIAL/MEDIA
پاکستان کې امنیتي پېښو سره د کابل او اسلام اباد ترمنځ ډېرېدونکې ناندرۍ
د راپورونو له مخې په افغانستان کې واک ته د طالبانو له راګرځېدو را وروسته په ځانګړې توګه خیبرپښتونخوا او بلوچستان کې بریدونه او د ناامنیو پېښې پام وړ ډېر شوې دي. د دغو بریدونو مسوولیت تر ډېره بېلتونپال بلوڅان او د پاکستاني طالبانو تحریک (ټيټيپي) اخلي.
راپورونه وایي، دا ډېرېدونکې ناامنۍ او بریدونه د دې لامل شوي چې په افغانستان کې د طالبانو له حکومت سره د پاکستان اړیکې ترېنګلې شي، ځکه د دغه هېواد ملکي او پوځي چارواکي تور پورې کوي چې د افغانستان خاوره یې پر ضد کارول کېږي؛ هغه څه چې د طالبانو حکومت یې تل ردوي.
د پاکستان د لومړي وزیر شهبارز شریف له دفتره تازه د یوې خپرې شوې اعلامیې له مخې هغه په لندن کې رسنیو سره د خبرو پر مهال یو ځل بیا د طالبانو پر حکومت غږ کړی چې په افغانستان کې د (ټيټيپي) خلاف کارنده ګامونه واخلي. هغه زیاته کړې، طالبان باید دا ډاډمنه کړي چې د افغانستان خاوره ترهګرۍ لپاره نه کارول کېږي.
د پاکستان لومړي وزیر ویلي "افغانستان زموږ ګاونډی ورور هېواد دی. اوس مسوولیت طالبانو ته ورګرځي چې پرېکړه وکړي چې ایا له خپلو ګاونډیو سره په سوله کې ژوند غواړي که په شخړه کې ښکېل پاتې کېږي."
خو په افغانستان کې د طالبانو حکومت هم یو ځل بیا دا رد کړې چې د افغانستان خاوره دې د ګاونډیو خلاف کارول شوې وي یا دې بهرني وسلهوال په افغانستان کې حضور او مرکزونه ولري.

د عکس سرچینه، Getty Images
د طالبانو حکومت مرستیال ویاند حمدالله فطرت بيبيسي ته په استولي غږیز پیغام کې ویلي، پاکستان دې د خپلو "ناکامیو او غلطو سیاستونو" مسوولیت پر افغانستان نه اچوي.
هغه زیاته کړې "په پاکستان کې دننه امنیتي پېښې افغانستان سره هېڅ تړاو نه لري. دا د پاکستان کورني مشکلات دي؛ دوی باید خپل کورني مسایل په کور دننه حل کړي."
د کابل او اسلام اباد ترمنځ د ناندریو یو بله موضوع له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته هلته پاتې وسلې دي، چې پاکستان وايي د وسله والو لاس ته ورغلي او د دغه هېواد د ناامنیو پېښو کې کارول کېږي.
د طالبانو حکومت مرستیال ویاند په دې تړاو وايي، امریکايي وسلې له تېرو شلو کلونو راهیسې په تور بازار کې موجودې دي او که د وسله والو لاس ته کېوتې وي، نو دا په دې معنی نه ده چې له افغانستان څخه دې یې ترلاسه کړې وي.
د یادونې ده چې پاکستان د روانې اپرېل مياشتې له لومړۍ نېټې راهیسې په زور د افغان کډوالو د ستنولو دويم پړاو پيل کړی او په دې لړ کې یې تر اوسه زرګونه کسان پر ډیورنډ کرښه افغانستان ته اړولي دي.
پاکستاني چارواکي وخت ناوخت وايي، چې افغان کډوال په دغه هېواد کې د نامنیو پېښو کې لاس لري.
خو ځینې شنونکي وايي، اسلام اباد دا ګام په افغانستان کې د طالبانو له حکومت سره د خرابو اړېکو له کبله پورته کړی او په دې توګه غواړي پر کابل د خپلو غوښتنو منلو لپاره فشار راوړي.








