تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
ولې ځوانان پلاستيکي جراحۍ ته مخه کوي؟
- Author, روت کلیګ
پلاستیکي جراحي کې نوي تخنیکونه ازمایل کېږي. "ځوان ښکاره کېدو" لپاره د عملیاتو له لارې د مخ پوټکی کش کېږي.
زه چې خپلې ټولنیزې رسنۍ ګورم او پکې لټون یا "سیرچ" کوم نو ټول د هغو کسانو له پوستونو ډک وي، چې عمرونه یې د ۲۰ او ۳۰ کلونو ترمنځ دي او د فېس لېفټ یا "د ښکلا لپاره د مخ د پوټکي کشول" بېلابېل ډول عملیاتو په اړه بحثونه کوي.
هغه وختونه تېر شوي، چې دا ډول عملیاتونه یوازې د شتمنو زړو خلکو لپاره ګڼل کېدې. اوس ډېر ځوانان دا ډول پلاستیکي جراحۍ ته تیار دي.
ځینې کسان په ویاړ سره د خپل مخ انځورونه شریکوي، له جراحۍ مخکې، وروسته، او د بهیر د منځ پړاو وخت عکسونه، چې مخ یې داسې ښکاري لکه ټپي شوی او څوک حس کوي چې دا هر څه به درد لري.
دا نور پټ راز نه دی. د بالیوود فلمي نړۍ، د ټلویزیون د ځینو مشهورو ډرامو یا "ریالټي شوز" ځینې مشهورې څیرې لکه د کېم کرډشین مور کرېس جېنر، کیټ سډلر او مارک جېکبز په ښکاره د خپلې جراحۍ خبره کړې. ویل کېږي، چې ډېرو نورو کسانو هم دا چارې ترسره کړې دي.
"فېس لېفټ" یا د عملیاتو له لارې د مخ پوټکي کشول ډېری وخت د پلاستیکي جراحۍ وروستۍ حل لاره ګڼل کېږي، چې تر ټولو لوی ګام دی خو پوښتنه دا ده چې ولې خلک داسې کوي؟ ایا دوی د خپلې څېرې په اړه دومره ناخوښ دي یا په ځان بې باوره دي، چې د انلاین دې مجازي او جعلي نړۍ تر اغېزې لاندې راځي او د زرګونو پونډو په بیه دا عمل ترسره کوي؟
یا دا چې موږ له عملیاتو پرته "ځوان ښکاره کېدو لپاره" بوټاکس او فلرز کړي اوس د مخ د پوستکي رغولو لپاره دا چاره منطقي ګڼل کېږي؟
۲۸ کنله امیلي غوښتل چې مخ کې یې ګونځي نه وي او پوستکی یې ښه کش وي نو وایي چې "فېس لېفټ" عملیات یې وکړل په دې کې د مخ پوستکی یې کش شو، زنه یې ورته تېره ډوله جوړه شوه او غومبوري یې ورته لږ جګ او غوښن کړل.
هغه وايي، چې دا عمل یې په ترکیه کې وکړ او دا "ژوند بدلوونکی" تجربه وه، چې پښیمانه نه ده.
هغې وویل: "په ټولیز ډول ما شپږ جراحۍ سره یو ځای وکړې. په دې کې منځنۍ کچې فېس لفټ، د شونډو پړسول، او د پزې جراحي [راینوپلاستي] شامل وو."
د دې بهیر د تشریح پر مهال دا سوداګره مېرمن، چې د کاناډا د ټورنټو اوسېدونکې ده، وویل، جراح زما دې خوښې سندره غږوله، په داسې حال کې چې ما ته یې بې هوشي راکړې وه او بیخي بې هوښه کیدم. او بیا: "زه ویده شوم، راوېښه چې شوم، زړه مې بدېده او استفراق مې وکړ او ما یو نوی مخ او نوې پزه لرله."
د رغېدو بهیر اوږد و. درد او پړسوب د لومړیو اونیوو په ترڅ کې کم شو خو شپږ میاشتې وخت یې ونیوه، چې امیلي د خپلو غمبورو په ځینو برخو کې بیا حس ترلاسه کړي.
ایا دا به بیا هم دا کار وکړي؟
هغې پر دې پوښتنې لږ فکر وکړ.
"له جراحۍ وروسته، ما خپل ژوند بدل کړ. زه اوس ښه روغتیا لرم. ډېر لږ شراب څښم، خپل پوستکي ته پام کوم، خوب کوم. زه فکر کوم د پلاستیکي جراجي په اړه هغه معلومات چې اوس یې لرم، که مخکې په دې پوهیدم شاید دا هر څه مې کړي نه وی.
"له عملیاتو مې دوه ورځې تېرې وې او مور مې خبره کړې نه وه."
امیلي بیا لږ غلې شوه او فکر یې وکړ.
"خو ما یوازې دا غوښتل، چې د خپل ځان تر ټولو غوره بڼه ولرم."
امیلي وايي، " اوس فکر کوم چې زه هماغه یم."
بریتانیا کې د پلاستيکي جراحانو د ټولنې شمېرو له مخې، په تېر یو کال کې د "فېس لېفټ" عملیاتو په شمېرو کې اته سلنه زیاتوالی راغلی دی.
ډاکټران وایي، اوس د بېلابېل عمرونو خلک پلاستیکي جراحیو ته لیواله دي.
دا بدلون د نړۍ په نورو برخو کې هم لیدل کېږي. د امریکا د دې برخې د ډاکټرانو ټولنه وايي، چې اوس د "جنریشن ایکس" (د ۴۵ نه تر ۶۰ کالو کسانو) ترمنځ هم د "فېس لېفټ" غوښتنه لوړه شوې ده.
نورا نیوګینټ، چې بریتانیا کې د پلاستيکي جراحانو د ټولنې مشره ده، په دې باور ده، چې دا بدلون ګڼ عوامل لري او د وزن کمولو درمل هم په کې شامل دي.
"دا درمل وزن ډېر ژر راکمولی شي، خو دا بیا اضافه پوستکی پرېږدي. فېس لفټ کولای شي دا ستونزه حل کړي."
هغې وویل: "د جراحۍ تخنیکونه ډېر پرمختللي شوي دي. فېس لفټ نور د هغې زړې زمانې 'د باد تنل' اغېز نه لري، چې مخ به ډېر کش شوی ښکارېده."
خو د نورا نیوګینټ په وینا، "فېس لېفټ" لا هم یو سخت عملیات دي او باید یوازې له مسلکي، راجستر شوي ډاکټرانو لخوا په راجستر شوي او مجهز شوي کلینیکونو کې وشي.
د بریتانیا په برېسټول کې د پلاستيکي جراحي متخصص سایمن لي سلګونه "فېس لېفټ" عملیاتونه کړي دي او هغه ما ته د یوه عملیات ویډیو وښوده.
د جراحۍ پر مهال ناروغ په بشپړه توګه ویښ وي، یوازې لږه اندازه د بې هوشي دوا پوستکي ته ورکول کېږي.
ډاکټر د مېرمنې مخ څو ځایه زخم کوي او بیا د عملیات نورې چارې پیلوي او د بېلابېلو تخنیکونو او طبي چارو له لارې د مخ هغه انساج او عضلې تنظیموي، چې ورسره د مخ په بڼه کې بدلون راتلی شي.
کله چې ډاکټر عملیات پای ته رسوي، نو ښکاري چې ورته پرته ناروغه چې څلور ساعته تر چړې لاندې وه، په ارامۍ مسکا کوي.
ښاغلی لي وايي، له هغو دلیلونو څخه چې ولې دا پروسه اوس د خلکو لپاره په زړه پورې شوې، یو دا دی، چې اوس د مخ او غاړې لفټونه یا د اضافه پوستکي لېرې کول ډېره اسانه ترسره کېدای شي. پخوا دا یوازې د روغتون په عملیاتي خونه کې تر عمومي بې هوشۍ لاندې ترسره کېده، خو اوس دا پروسه په خپله کلینیک کې، بې له کومې عمومي بې هوشۍ ترسره کوي.
دغه ډاکټر وايي، د دې صنعت لپاره دا یو "هېښوونکی وخت" دی، ځکه چې په دې کې پرمختګونه په چټکۍ کېږي.
د دغه ډاکټر په خبره چې اوس د مخ او غاړې بېلابېلو برخو باندې "فېس لېفټ" پلاستیکي جراحي کېږي.
ډاکټر دا هم وايي، چې "فېس لېفټ" تر ډېره د هغو کسانو لپاره مناسب دی، چې عمر یې له ۴۰ پورته وي. دی وایي، دا به ډېرغیرمعمول وي، چې دا ډول پېچلي عملیات په شل یا دیرش کلن کس ترسره شي.
ډاکټران وایي، دا ډول عملیات ډېر خطرونه او ستونزې هم لري.
د دوی په خبره دا ډول عملیات بېلابېل جلدي ناروغۍ پیدا کولای شي مثلا د پوستکي لاندې د وینې ټولیدل، انتانات، عصبي ریشو ته زیان رسیدل، د ویښتانو تویدل او دا نورې روغتیایي ستونزې
په بریتانیا کې د "فېس لېفټ" منځنی لګښت له ۱۵،۰۰۰ پونډو نه تر ۴۵،۰۰۰ پونډو پورې دی، خو ځینې کلینیکونه دا کار له دې نه هم په لوړ لګښت کوي.
کارپوهان وايي، چې له دا ډول عملیاتو کولو نه وړاندې پوره څېړنه کول حتمي کار دی او باید داسې پلاستيکي جراح وټاکل شي، چې " فېس لېفټ" برخه کې سم تخصص ولري.
جولیا ګیلاندو، چې اوس ۳۴ کلنه ده، پرېکړه وکړه، چې "فېس لېفټ" وکړي چې د مخ نامتوازن جوړښت اصلاح کړي. دا ستونزه هغې د زنې له جوړولو وروسته چې پخوانۍ ستونزو یې وه پیدا کړه.
که څه هم ډېرو ملګرو یې ورته ویلي وو، چې د هغې په مخ کې کومه خاصه ستونزه نه شته، خو هغې دا احساس درلود. د خپل "زړه یې ومنله" او ترکیې ته د عملیاتو لپاره ولاړه، چې لګښت یې اته زره ډالره (۶۰۰۰ پونډه) و.
که څه هم په ترکیه کې د پلاستیکي جراجیو د خطرونو په اړه خبرداری ورکړل شوی خو ډېر خلک ځکه هلته ځي چې لګښتونه یې کم دي.
"په پیل کې ما فکر کاوه، چې دا کار کول بیخي لیونتوب دی، خو ما څېړنه وکړه او بیا مې پرېکړه وکړه، چې دا کار وکړم."
مېرمن ګیلاندو، چې د روغتیا په برخه کې مسلکي ده، وايي. "زه وېرېدلې وم، په یوه پردي هېواد کې وم، یوازې وم، او د هغوی په ژبه نه پوهیدم.
"له عملیاتو وروسته ما دوه ورځې په روغتون کې تېرې کړې او وروسته مې پخپله ځان ته پاملرنه کوله. دومره پړسیدلې وم، چې په اسانۍ مې څه نه شوای لیدلی. "
"ځینې وختونه ډېر سخت وو، دا یو بشپړ ذهني تلوار و. ته له احساساتو ډک حالات څخه تېرېږې. "
څېړونکي اندېښنه لري، او دېته ګوري چې "د ښکلا لپاره" د دا ډول عملیاتو کول واقعا هغو خلکو ته په ځان باور ورکولای شي چې په دې موخه دې کار ته مخه کوي؟
"زه فکر کوم اوس په خلکو یو بې سارې فشار دی"
ډاکټر کیرستي ګاربېټ، چې بریتانیا کې د بدن د شکل متخصصه ده، وايي. "په ځانګړي ډول چې خبره د مخ وي – موږ ځانونه د ویډیو کالونو، ټولنیزو رسنیو له لارې وینو، او خپل ځان له نورو سره ډېر ژر پرتله کوو."
هغې زیاته کړه، دا څه چې موږ وینو، تل ریښتینی انځور نه وي.
"مصنوعي ځیرکتیا (AI)، فیلترونه – دا ټول د یو جعلي انلاین نړۍ په جوړولو کې رول لري. له بلې خوا موږ ګورو چې د پلاستیکي جراحي نوره هم عادي شوې ده. "
مشهور کسان چې د خپلو عملیاتو په اړه خبرې کوي، دا ښه کار دی، خو دا چاره د خلکو ذهنونو کې د دې کار کول نور هم عادي کوي. داسې ښيي، لکه دا د ژوند یوه عامه برخه وي. " او دا واقعاً د اندېښنې وړ ده. "
کارولین سټینبري، د تلویزیون مشره او د " دوبۍ رېل هوس وایفس" د خپرونې یوه ګډونواله ده. دوه کاله مخکې په ۴۷ کلنۍ کې یې فېس لېفټ وکړ. سره له دې، چې ټولو ورته ویل، دا مه کوه، ته لا هم ځوانه یې.
"دا تر ټولو ښه کار و، چې ما تر اوسه کړی دی"
کارولین وايي: "ولې انتظار وکړم، چې تر شپېته کلنۍ ورسیږم، ناچاره شم او بیا ورته اړتیا پیدا کړم؟ زه غواړم همدا اوس ښایسته ښکاره شم او ښه احساس ولرم."
هغې ۲۰ کاله بوتاکس او فلرز کارولي وو او داسې احساس یې کاوه، چې "زه عجیبه ښکارېدم". هغې امریکا کې د ژور فېس لفټ لپاره ۴۵،۰۰۰ ډالر (۳۴،۰۰۰ پونډه) ورکړل.
هغې وویل: "زه لا هم د خپل ځان په څېر ښکارمه او دې جراحۍ ما ته د شلو نورو کلنو لپاره ښه احساس راکړ"
الېکسیس فېرپائل، یو پلاستيکي جراح چې په بلجیم کې فعالیت کوي او وایي چې د بریتانیا په ګډون د نړۍ له ډېرو برخو خلک ورځي، زیاتوي، چې هغه د دې خبرې له امله اندېښمن دی، چې ولې دومره ډېر ځوانان اوس دا ډول عملیاتونه کوي.
هغه ډېر وخت له خپلو ځوانو مراجعينو سره خبرې کوي، چې هغوی ته وښيي څنګه هغه څېره چې غواړي له جراحۍ ترلاسه کېدای شي.
"که چیرې څوک په شل کلنۍ یا دیرش کلنۍ کې فېس لفټ وکړي، موږ پوهېږو، چې اغېز یې ښایي ۱۰ یا ۱۵ کاله پاتې شي.
"نو کله چې دوی تر ۶۰ کلنۍ رسیږي، ښايي درې ځله یې فېس لفټ کړی وي."
ډاکټر فېرپائل وايي:
" دا د یوه مخ لپاره ډېر زیاته صدمه یا تروما ده. "