هغه خلک چې له نورو انسانانو سره 'حساسیت' لري

    • Author, کریسټین رو

مورا باور لري، چې کانډمونو یې ژوند وژغوره. مورا اوس ۴۳ کلنه ده او د امریکا په اوهایو کې ژوند کوي. وايي، ستونزه لومړی په شل کلنۍ کې هغه مهال پیل شوه، چې ورو ورو یې نښې پرې راڅرګندې شوې.

نوموړې وايي: "ما حس کړه، چې زما تناسلي غړي له [بې حفاظته] جنسي اړیکي وروسته سوی کاوه."

مورا (چې نوم یې د محرمیت ساتلو لپاره بدل شوی دی) خپل د ژوند ملګري ته د دې موضوع په یادولو سره ښه احساس نه درلود.

نو، دې به انتظار کاوه تر هغه چې ملګری یې لاړ شي او بیا به دې خپل ځان مینځه.

هغې هڅه وکړه، چې د بدني پاملرنې محصولات لکه صابون او کریمونه ټول بدل کړي.

خو ستونزه یې لا زیاته شوه، پړسوب او سوروالی یې هم زیات شو او دې حالت سره یوازې هغه وخت مخامخ کېده، چې کله به یې بدن په مني ککړ شو.

په پایله کې نوموړې له خپل لومړي ملګري بېله شوه او داسې یو کس سره یې لیده کاته پیل کړل، چې د کانډم کارولو عادت یې درلود.

مورا وايي: "ستونزه تر هغه نه وه، چې یوه شپه موږ له جنسي اړیکو وروسته په بستر کې پراته وو او زما ژبه ناڅاپه وپړسېده."

"زما د ملګري پام شو، چې څه روان دي. چیغه یې کړه، 'ستا ساه بندېږي!' او زما د ساه بندي سپرې بوتل یې را واخیسته، له یوه څنګه یې زما په خوله کې دننه کړ او پمپ کول یې پیل کړل."

له نېکه مرغه ما لا هم دومره تنفس کاوه، چې درمل زما سږو ته دننه شي."

مورا، چې له سالنډۍ او یو شمېر حساسیتونو څخه رنځ وړي، باور لري، چې کانډم سوری شوی و.

هغه او د هغې ملګری اوس د کانډم کارولو په برخه کې ډېر احتیاط کوي.

نوموړې وايي، تر هغه چې دا پېښه نه وه شوې، نه پوهېده، چې له مني سره حساسیت درلودل هم امکان لري.

که څه هم دا خورا نادره ده، ځینې کسان د بل انسان د بدن پر وړاندې شدید معافیتي غبرګون ښيي.

دا حالت چې ډېر وخت یې په اړه تېروتنه کېږي نه یوازې روغتیا، بلکې کار، اړیکې او په ټوله کې نړۍ کې د یوه کس کړه وړه اغېزمنوي.

خو دا غبرګونونه څنګه پېښېږي او څه یې لامل کېږي دا هغه څه دي، چې تر ډېره حده یو راز پاتې دی.

ایا په رېښتیا هم دا حساسیت دی یا بل څه دي؟ لکه څنګه چې ساینسپوهانو ځینې نښې راټولې کړې، دا عجیب غبرګونونه زموږ د بدن کیمیايي فعالیتونه او د انسان د معافیتي سیسټم ځانګړتیاوې رابرسیره کوي.

له پوستکي څخه

ډېری وخت، د بل چا له بدن سره حساسیت له هغو بهرنیوڅیزونوسره تړاو لري چې د هغوی په بدن کې موجود وي.

د بېلګې په توګه پوستکی کولی شي مصنوعي عطرونه یا خوشبويي له ځانه سره ولېږدوي، لکه د خولو ضد خوشبويي او کلونیا. له ۱۵۰ زیات عطرونه له حساسیت سره نېغ په نېغه اړیکه لري.

محرک تل روښانه نه وي.

یوې امریکایۍ ښځې، د ماسټ حجرو (mast cell/ د شدید فعالیت درلودلو ناروغي درلوده، چې هغې کې د میکروبونو پر وړاندې مبارزه کوونکو حجرو سم کار نه کاوه او دې مېرمنې د خپل مېړه د بدن له بوی سره شدید حساسیت پیدا کړ.

د اتریش د کیپلر پوهنتون روغتون ډاکټره سابین الټریکتر وايي، که څه هم دا اړیکه ثابته شوې نه ده خو ځینې ناروغان چې د ماسټ حجرو ناروغي لري ګومان کوي، چې دوی د بدن طبیعي بویونو یا له نورو خلکو خارجو شویو کیمیاوي موادو سره حساس دي.

پوستکی ډېر مرکبات خپروي، چې د بدن بوی ترې جوړېږي.

د پوستکي په دې ګازونو کې د تولوین په څېر کیمیاوي مواد شامل دي چې دا په خامو تېلو کې او د رنګونو او پلاستیکي توکو په جوړولو کې هم کارول کېږي.

همدارنګه د تنباکو په لوګي کې د ګڼ شمېر کیمیاوي موادو یو هم تولوین دی.

یوه ډله خلک چې کولی شي د نورو انسانانو پر وړاندې پر عکس العملونو رڼا واچوي هغه ډله خلک دي چې (پټم) په نامه مرموزې ناروغۍ یا ( People Allergic To Me / PATM) څخه ځورېږي.

پټم ( PATM) یوه نا معمولي او جلا کوونکې پدیده ده. هغه کسان چې په پټم اخته دي، نور کسان د دوی په حضور کې د حساسیت نښې لکه ټوخی او سابندي پیدا کوي.

په ۲۰۲۳ کال کې د جاپان د توکای پوهنتون د کیمیا پروفیسور یوشیکا سیکین او د هغه همکارانو د هغو کسانو له بدن څخه خارج شوي د پوستکي ګازونو څېړنه وکړه، چې د پټم نښې نښانو راپور یې ورکړی و.

یاد ټیم ۷۵ د پوستکي ګازونه تر مطالعه لاندې نیولي وو او داسې ښکارېده په دوی کې تولوین موجود و.

هغه ډله چې پټم (PATM) ناروغۍ لري د نورو پرتله ۳۹ ځلې زیات د تولوین کیمیاوي مواد اخراجوي.

"تولوین د تنفس په وخت کې د هوا له لارې تنفس کېږي. د یوه زیان رسوونکي مرکب په توګه، معمولا ځیګر دا جذبوي او په ادرار یا میتیازو کې بهر کېږي."

سیکین وايي: "په پټم (PATM) اخته ناروغانو کې د تولوین د ماتولو وړتیا کمه وي او د وینې په جریان کې را ټولېږي او د پوستکي له لارې بېرته بهر کېږي."

سیکین یادونه کوي، چې د پټم ( PATM ) په اړه لا هم په پراخه کچه معلومات نه دي خپاره شوي او د دې لپاره هېڅ تشخیصي معیارونه نه شته.

په ورته وخت کې له خولې سره حساسیت په ټولیز ډول له خپلې خولې سره حساسیت دی نه د نورو له خولې سره.

د وېښتو په اړه، په نادره قضیو کې چې د انسان وېښتو پورې اړوند حساسیتونه ثبت شوي په هغو کې الرجین یا حساسیت پارونکې ماده په وېښتو کې نه ده بلکې بهرنۍ ماده ده.

د بېلګې په توګه، ځینې توکي چې د فارمالدیهاید په نامه کیمیايي له ترلاسه کېږي او د وېښتانو نرمولو لپاره کارول کېږي. په وېښتانوکې د کیراتین په نامه یو کلک فایبري پروتین شته چې د دې کیمیايي موادو په وسیله نرمېږي او یا د پیشو پروټین چې د پیشو د خاوند ویښتانو ته دننه کېږي او کېدای شي د حساسیت سبب شي.

د بدن له مایعاتو څخه

د بدن په مایعاتو کې لېږدول شوي ځانګړي حساسیت پاروونکي توکي هم د حساسیتي غبرګون سبب کېدای شي.

بریتانیا کې، په یوه قضیه کې یوې مېرمنې، چې له برازیلي غوزانو 'چهارمغزو' سره یې حساسیت درلود، له یوه سړي سره له جنسي اړیکو وروسته ورته حساسیت او سالنډي پیدا شوه. دغه نارینه له یاد عمل لږ مخکې برازیلي چهارمغز خوړلي وو. سربېره پر دې چې غاښونه، نوکان او خپل پوستکی یې پاک کړی هم وو خو بیا هم د ښځې د حساسیت لامل شو.

مغزیات هغو کسانو لپاره چې ورسره حساسیت لري ان د ښکلولو له لارې هم د دوی د عکس العمل ښودو لامل شوي‌ دي.

که څه هم د حساسیت په قضیو کې چې راپور شوي مغزیات تر ټولو عام دي چې د ښکلولو پر مهال یې ستونزې جوړې کړې خو د مېوو، سبزیجاتو، سمندري خوړو او د شیدو له خوړلو وروسته د خولې ناړې یا لعاب د دې لامل کېدای شي چې حساسیتي عکس العمل را وپاروي.

هغو مېرمنو، چې له انټي بیوټیکونو سره حساسیت درلود، هغو کسانو سره چې دا درمل یې کارولي وو له جنسي اړیکو وروسته، هغه که د جنسي غړي له لارې وي او که د خولې له لارې، حساسیت ښودلی دی.

خو د دې بهرنيو الرجینون/حساسیت پاروونکو ور هاخوا د بدن په ځینو مایعاتو کې شته پروټینونه هم غبرګون رامنځته کولی شي.

هغه یو څه چې ځینې روغتیاپالان ورسره اشنا دي، که څه هم لا یې په پوهاوي کې لویه تشه شته، هغه د مني مایع دي.

له مني سره حساسیت یا د مني له پلازما مایع سره حساسیت هغه دی چې کله بدن له دې مایع سره تماس پیدا کړي، د پوستکي له خارښت او سور کېدو نیولې ان د ژوند ګواښونکي شدید حساسیتي غبرګون سبب کېدای شي.

دا په عمده توګه په هغو کسانو کې ثبت شوې، چې عمرونه یې د ۲۰ او ۳۰ کلونو ترمنځ وي. که څه هم د ۲۰۲۴ کال د یوې مقالې له مخې په ټولیز ډول له ۱۰۰ کمې قضیې مستند شوې دي.

هغه حساسیت پاروونکي توکي چې ډېر کله د دغسې حساسیت لامل کېږي د پروستات ځانګړی (انټیجن) دی او دا هغه ماده ده، چې د مني په پلازما مایع کې د معافیت غبرګون رامنځته کولی شي.

پلازما له سپرم پرته مایع ده، چې د مني ډېره برخه جوړوي او حساسیت له سپرم سره نه دی له هغه پروتین سره دی چې په دې مایع کې دی.

د امریکا د سنسناټي پوهنتون طب پوهنځي کې د حساسیت او معافیت په برخه کې د کلینیکي طب پروفیسور جوناتن برنسټین وايي، په سمه توګه دا لا روښانه نه ده، چې د مني له پلازما سره د حساسیت لرونکو خلکو په بدن کې څه پېښېږي.

برنسټین وايي، د هغه مني پلازما چې حساسیت ورسره ښودل کېږي په څارویو کې یې ښه ماډل یا نمونه نه شته او هغه انسانان چې حساسیت لري شمېر یې دومره ډېر نه دی چې په لویه کچه څېړنه دې پرې ترسره شي.

له مني سره د حساسیت پېښې کېدای شي د بدن په یوه برخه یا ټول بدن کې وي.

کله چې د حساسیت نښې نښانې په سیمه‌ییزه توګه وي یعنې یوازې هغو ساحو ته محدودې وي چې پرې ککړې شوې دا معمولا د ښځې تناسلي غړې دخول برخه او شاوخوا ساحه یې وي.

خو یوه اسپانوۍ قضیه کې یوه ښځه چې هېڅکله یې د جنسي غړي له لارې له جنسي اړیکې وروسته حساسیت نه و کړی، بې هوښه شوه. دا چې د مقعد له لارې یې جنسي اړیکه نیوله وه په دې کې نورې نښې نښانې پیدا شوې.

هغې کې دا تشخیص شوه، چې د مني له مایع سره سخت حساسیت لري.

په امریکا کې یوې ښځې هغه مهال پړسوب او خارښت تجربه کړ، چې له جنسي اړیکې پرته پوستکی یې له مني سره په تماس کې شو.

سیمه ییزو نښو نښانو کې کېدای شي له جماع وروسته سمدلاسه شدید درد او سوی شامل وي.

برنسټین وايي: "دا [د راپورونو له مخې] لکه تیزاب داسې وي." د هغه په خبره یوه ناروغ ویل: "لکه زر ستنې چې ستاسو په مهبل/تناسلي غړي کې وهل شوې وي."

برنسټین یادونه کوي، چې یو څوک کېدای شي د څو ملګرو یا یوازې د یوه ملګري له مني سره حساسیت ولري.

تشخیص یې معمولا داسې کېږي، چې جنسي اړیکه لرونکي ملګري څخه یې تازه مني را اخلي او د پوستکي پر یوه نمونه یا برخه یې ازمايي.

برنسټین معمولا هغه ښځینه ناروغانې لري چې یو نارینه ملګری یا خاوند لري او هڅه کوي چې میندواره شي.

ځینې خلک د هغه د مشورې لپاره له لرې ځایه ورته راځي، ځکه د مني د حساسیت متخصصین کم دي.

برنسټین وايي، ډېری ناروغان له پامه غورځول کېږي یا د معافیتي سیستم فعالولو او انتاناتو لنډ مهاله درملنه یې کېږي ځکه طبي متخصصین نه پوهېږي چې له دوی سره څه وکړي.

په هر حال برنسټین وايي، دی له خپل تخصص سره له هغه چا سره مرسته کولی شي، چې له مني سره حساسیت لري.

د هغو نارینه وو په اړه چې له نارینه وو سره جنسي اړیکې لري، له مني سره د دوی د حساسیت په اړه معلومات نه شته.

برنسټین وايي، هېڅکله یې داسې قضیه نه ده لیدلې، که څه هم دا روښانه نه ده چې ولې.

نوموړی حیران دی، وايي، که دا نښې نښانې د ښځو تناسلي غړي حالت پورې اړوند وي نو بیا هغه قضیه چې نارینه له ښځې سره د مقعد له لارې جنسي اړیکه نیسي هغه نو بیا نه واضح کوي.

د درملنې لارې چارې

د برنسټین لخوا یوه پخوانۍ درملنه، چې د ناروغ د حساسیت کمولو لپاره د پوستکي دننه یا لاندې د ملګري مني پیچکاري کول ازمایلي وو.

دا له اورګازم وروسته سنډروم ناروغۍ درملنې ته ورته دی. یو نادر او ډېری وخت کمزوری کوونکی حالت چې نارینه له خپل انزال سره حساسیت ولري.

خو دا ګران وو. برنسټین وايي: "ناروغانو باید د دې لپاره پیسې ورکړې وی ځکه چې د نمونو په چمتو کولو کې ډېر لابراتواري کارونه ترسره کېدل."

برنسټین او د هغه همکارانو وموندله، چې د راپورونو له مخې سیمه‌ییزه درملنه په مساوي ډول خوندي او ګټوره ده. درملنه یو پړاو لري اوتقریبا دوه ساعته وخت نیسي چې لومړی دوی مایع له مني بېلوي.

بیا دوی د مني مایع لا نرۍ کوي لکه یو په میلیون کې یا یو په لس میلیون کې سره بېلوي او دا د ناروغ د عکس العملونو په شدت پورې اړه لري. بیا د ۱۵ دقیقو په دمه کې دوی دا مایع د ناروغ مهبل یا تناسلي غړي کې دننه کوي.

دوی په تدریجي ډول قوي غلېظه مایع کاروي، چې ناروغ کې ډېر زغم رامنځته کړي.

په دې ټول بهیر کې دوی د ناروغ څارنه کوي.

برنسټین وايي:" په پایله کې دوی د ټول بدن یا سیسټمیک عکس العملونه، نه لري. وروسته له دې دوی له خپل همدې ملګري سره له کانډوم یا محافظتي وسایلو کارولو پرته جنسي اړیکه نیولی شي."

په عمومي توګه، د مني پلازما پر وړاندې حساسیت ډېر کله غلط تشخیصېږي. د جنسي اړیکي پرمهال لېږدول کېدونکو نورو مایعاتو په اړه هم معلومات کم دي.

د رحم مایع سره د احتمالي حساسیت په اړه تقریبا هېڅ خپره شوې څېړنه نه شته. دا هغه مایع دی، چې د رحم او تناسلي غړي حجرې تولیدوي او د همدې ساحې د نرم ساتلو او له ناروغیو د خوندي ساتلو دنده لري.

په هرحال ماریک جانکووسکي په دې باور دی، چې هغه لږ ترلږه یو کس په دې ناروغۍ اخته لیدلی دی.

جانکووسکي، چې د پولنډ په نیکولاس کوپرنیکس پوهنتون کې د پوستکي او جنسي ساري ناروغیو د څانګې مرستیال پروفیسور دی، وايي، هغه یو ځل د یو ناروغ درملنه وکړه، چې د ډېرو نورو ډاکټرانو له لیدلو وروسته ده ته راغلی و.

ناروغ ویلي وو چې له ښځې سره د تناسلي غړي له لارې له جنسي اړیکې نیولو ۳۰ دقیقې وروسته د ده تناسلي غړي سوی پیل کړ او سور شو.

هغه وايي، د خولې له لارې (د ښځې تناسلي غړي څټل) له جنسي عمله وروسته یې مخ هم سوی کاوه.

جانکووسکي وايي، دا د حساسیت په څېر ښکاره کېده خو ډاکټرانو ملنډې وهلې او هغه یې رداوه.

په هر حال جانکووسکي هڅه کوله نورې داسې قضیې پیدا کړي چې د جنسي اړیکي پر مهال د ښځو د رحم له مایع سره حساسیت ولري.

د نوموړي د راپور پر بنسټ، "په پای کې ناروغ انټي هسټامینونو (antihistamines/ یا هغه درملو چې د حساسیت درملنې لپاره کارول کېږي سره ښه شو."

دې قضیې جانکووسکي او د هغه همکاران وهڅول، یوه څېړنه ترسره کړي، چې په ۲۰۱۷ کال کې خپره شوه.

څېړونکو د پوستکي له نورو متخصصینو او همدارنګه د هغو خلکو سروې یې وکړه، چې کېدای شي دا ناروغي یې تجربه کړې وي.

د دوی په خبره، د پوستکي متخصصینو چې یو پر پنځمه برخه یې ځواب ورکړی و، ویلي دي، داسې قضیې یې لیدلي دي، که څه هم ډېری ډاکټران شکمن وو، چې دا ناروغي دې موجده وي.

د دې څېړنې له مخې، ناروغانو له تماس وروسته د سوروالي، خارښت، سوي، پړسوب او د درد راپور ورکړی.

د دوی راپورونو جانکووسکي او د هغه همکاران دې ته اړ کړل، چې اټکل وکړي، د رحم د مایع سره حساسیت له مني سره د حساسیت په څېر عام دی او فکر کېږي، چې یوازې په متحده ایالاتو کې لږ تر لږه په لسګونو زره خلک اغېزمنوي.

له مني سره حساسیت او د رحم له مایع سره حساسیت ترمنځ یو توپیر دا دی، چې له رحم مایع سره د حساسیت مخنیوی د کانډوم په ذریعه نه کېږي ځکه کانډوم د نارینه بشپړه تناسلي ساحه نه پوښي.

خو د جانکووسکي او د هغه د همکارانو د سروې د پایلو له مخې، د انټي هسټامینونو او تکراري تماس دواړه درملنې د سروې ځواب ویونکو سره د رحم مایع سره د حساسیت په برخه کې مرسته کوي.

جانکووسکي یادونه کوي، چې "ډېری په نښه شوې قضیې د ځوانانو وې چې د جنسي اړیکو لومړنیو تجربو کې وو او ښکاره ده چې د جذبې شعله یې له کړاو څخه پیاوړې وه او له حساسیت پارونکو توکو سره مکرر تماسونه د حساسیت د کمېدو سبب شوي. "

دا د مني پلازما حساسیت سره توپیر لري، هغه چې لا معلومه نه ده، چې په طبیعي ډول خپله عادي حالت ته اوړي.

د هغو خلکو لپاره چې د خپل ملګري د کوم اړخ سره حساسیت لري، پایلې یې جدي کېدای شي.

مورا په دې باور ده، چې له مني سره د هغې حساسیت د دې لامل شوی چې دا او ملګری یې د ماشومانو نه لرلو پرېکړه وکړي. ځکه هغه فکر کوي چې دا به ورته ګرانه وي چې کومه حل لاره پیدا کړي او له مني سره د هغې د حساسیت مخنیوی وکړي.

د دوی دواړو لپاره احساساتي اغېزې یې پېچلې کېدای شي. که څه هم د مورا اړیکه خوندي ده او د هغې ملګری د کانډوم له کارولو څخه خوښ دی.

دا وايي: "هغه ماته وویل چې هغه له دې موضوع څخه ناراضه شوی چې زه د هغه له مني سره حساسیت لرم. خوهغه ما د دې لپاره نه ملامتوي، یوازې تقدیرملامتوي."