تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د وزن کمولو د نويو درملو ازموینې څه وښودل؟
- Author, جېمز ګالاګر
- دنده, د روغتیا او ساینس خبریال
د روان ۲۰۱۵ کال د مې میاشتې په لومړۍ اونۍ کې د وزن کمولو د دوو مشهورو درملو لومړنۍ مخامخ یا هممهالې ازموینې وښوده چې مونجارو (Mounjaro) د خپل سیال ویګووي (Wegovy) پرتله ډېر اغېزناک درمل دي.
په دې ازموینه کې معلومه شوه چې دواړه درمل په ډېره اندازه د وزن کمېدو لامل شوي، خو تر۷۲ اونیو درملنې وروسته مونجارو وکولی شوی د اغېزمنو کسانو ۲۰٪ او ویګووي ۱۴٪ وزن کم کړي. په دې حساب مونجارو برلاسی و.
هغو څېړونکو چې د دې ازموینې مشري یې کوله ویلي، دواړو درملو رول درلود، خو مونجارو کېدای شي له هغو کسانو سره چې ډېر وزن لري مرسته وکړي.
دواړه درمل ستاسو مغز هڅوي یا تېر باسي او تاسې ورسره د مړښت احساس کوئ. همدا بیا د دې لامل کېږي چې تاسې لږ وخورئ او پرځای یې په بدن کې زېرمه شوي غوړ وسوځوئ.
ویګووي، چې د سیماګلوټایډ په نوم هم پېژندل کېږي، د هغه هورمون پېښې یا تقلید کوي، چې بدن کې له خوړو وروسته ترشح کېږي. همدا هورمون په مغزو کې د اشتها یوه لېوالتیا پیدا کوي. خو مونجارو، یا ټیرزیپاټایډ بیا په مغزو کې د اشتها دوې بېلې لېوالتیاوې پیدا کوي.
دې ازموینه کې، چې لګښت یې د مونجارو جوړوونکي ایلي لیلي لخوا ورکړل شوی و، ۷۵۰ چاغو کسانو برخه اخیستې وه او اوسط وزن یې ۱۱۳ کیلوګرامه و.
له ګډونوالو وغوښتل شول، چې له یادو دوو درملو یو یې څومره ډېر چې کولی شي وخوري. د چاغوالي په اړه هغه موندنې چې په مالګا کې اروپايي کانګرس ته وړاندې شوې او د نیو انګلنډ طبي ژورنال خپرې کړې په لاندې ډول دي:
- د مونجارو په کارولو سره ۳۲٪ خلکو د خپل وزن څلورمه برخه له لاسه ورکړه، په داسې حال کې چې د ویګووي په کارولو سره ۱۶٪ خلکو همدا کچه وزن له لاسه ورکړ.
- هغو کسانو چې مونجارو درمل کارول، په اوسط ډول یې د ملا اندازه ۱۸ سانتي متره کمه شوې وه، خو هغو کسانو چې ویګووي درمل کارول ۱۳ سانتي متره کمه شوې وه.
- هغو کسانو چې مونجارو کارولي وو، د وینې فشار، د وینې شکر او کولېسټرول کچه یې ښه وه.
- دواړو کې د ناسم یا برعکس اغېز کچه یو شان وه.
- ښځو د نارینهوو پرتله ډېر وزن بایللی و.
ډاکټر لویس ارون، چې د نیویارک کې د وییل کورنل په نامه د وزن د کنټرول په یوه مرکز کې یې دا ازموینه ترسره کړې وايي: "ډېرو چاغو کسانو ته د سیماګلوټایډ (ویګووي) کارول کافي وي خو هغه کسان چې لا ډېر چاغ وي کېدای شي د ټیرزیپاټایډ (مونجارو) کارول ورته لا ښه وي."
تر ټیرزیپاټایډ 'د سیماګلوټایډ پلور ډېر' دی
په بریتانیا کې خلک دا داړه درمل د وزن د کنټرول له متخصصو ادارو ترلاسه کولی شي، خو په شخصي ډول یې هم پېرلی شي.
د ګلاسګو پوهنتون پروفیسور نوید ستار وايي، چې دا درمل ناروغانو لپاره "ښه انتخاب" دی.
"ځینې ښايي خوشاله وي چې ۱۵سلنه وزن وبایلي خو ځینې نور بیا غواړي تر هغه چې شونې وي وزن یې کم شي."
هغه زیاته کړه: "بریتانیا کې په شخصي ډول د ټیرزیپاټایډ پلورل له سیماګلوټایډ زیات دي. دا یو حقیقت دی او زه ګمان کوم چې په اړه به یې وروستۍ مقاله دا چاره لا ګړندۍ کړي."
ویګووي ته د ځینو نورو حالاتو لکه د زړه د حملې مخنیوي لپاره جواز ورکړل شوی دی. د مونجارو ازموینه لا بشپړه شوې نه ده.
د وزن کمولو درملو په اړه لا هم ډېرې څېړنې روانې دي. د اوسنيو درملو د ډېرې اندازې کارول او استعمال یې هم ازمویل کېږي.
دا په دې معنی ده، چې په دې برخه کې وروستی ګټونکی لا تر اوسه نه دی ټاکل شوی.
پروفیسور ستار وايي: "دا څېړنې په دې معنی دي، چې موږ کېدای شي هغه څه ته، چې د چاغوالي مخنیوی به ډېر ژر شونې کړي، د نژدې کېدو په حال کې یو. دا به ډېره غوره وي، چې ټولنه لا صحي کړو او د لا ډېرو خلکو د چاغوالي مخه ونیسو. "