"په ټوله نړۍ کې ماشومان له معموله ډېر چاغ شوي"

په ټوله نړۍ کې ماشومان له معموله ډېر چاغ شوي، دا د هغې څېړنې پایله ده چې په نړۍ کې د پېژندل شویو څېړونکو له خوا ترسره شوې ده.

د څېړنې په رپوټ کې راغلي چې په ټوله نړۍ کې د چاغو ماشومانو شمېر په تېرو څلورو لسیزو کې لس برابره ډېر شوی او پر حکومتونو غږ شوی چې ژر تر ژره دې د ماشومانو د چاغښت مخنیوي وکړي او په دې لړ کې دې د هغو خوړو چې ډېر غوړ لري او هغو مشروباتو چې خوږه پکې ډېره وي تولیدات محدود کړي.

د رپوټ یوې لیکوالې لین ریلي بي بي سي ته وویل، نړۍ د ماشومانو د وزن ډېرېدو په مخنیوي کې پاتې راغلې ده.

اغلې ریلي زیاتوي:"دا ډېر ناهیلې کوونکې ده چې دې موضوع ته زموږ له پاملرنې سره سره د چاغو ماشومانو شمېر په ډېرېدو دی. موږ وینو چې د چاغو ماشومانو شمېر لس برابر ډېر شوی، په دې مانا چې په نړۍ کې په پنځو ماشومانو کې یو له حده ډېر چاغ دی او دغه راز په پنځو تنکیو ځوانانو کې یو چاغ دی. زه فکر کوم چې دا د چاغو ماشومانو او ځوانانو په اړه حیرانوونکې شمېره ده".

هسې خو په ټولو هېوادونو کې د چاغو ماشومانو شمېر ډېر شوی، خو ترسره شوې څېړنه وايي، چین او هندوستان هغه هېوادونه دي چې د نورو پرتله پکې په وروستیو کلونو کې د چاغ ماشومان شمېر په کې ډېر زیات شوی دی.

اغلې ریلي وايي، د نن ورځې چاغ ماشومان د ځوانۍ په عمر کې لا ډېر چاغېږي او په دې توګه به د پام وړ روغتیايي ستونزو سره مخامخ شي. نوموړې سپارښتنه کوي د کورنۍ نور غړي او مشران باید د ماشومانو د چاغښت په مخنیوي کې ونډه واخلي.

هغه وايي:"دا چې ماشومان څه ډول خواړه خوري او څه ډول فزیکي فعالیتونه یا عادتونه لري هغو کسانو پورې ډېر تړاو لري چې د ماشومانو شاوخوا وي، لکه مور او پلار. میندې او پلرونه ښه پوهېږي چې څه شی خپلو بچیانو ته ورکړي. د ماشومانو د چاغښت یو لامل د ارزنه او کالوري لرونکو خوړو استعمال دی."

اغلې ریلي اندېښنه څرګندوي چې خلک په لوېديځوالو خوړو بې ځایه ډېر باور کوي او وايي: "په ځینو هېوادونو کې خلک فکر کوي چې دا لوېدیځوال خواړه دي، خو دا ډېر غیرصحي خواړه دي او موږ باید داسې لارې چارې ومومو چې پر مټ یې خلک خپلو ماشومانو او ځوانانو ته صحي خواړه ورکړي".

د څېړنې د رپوټ لیکوال ډاکټر جیمز بینتم له بي بي سي سره په خبرو کې د حل یوه لاره داسې وړاندیزه کړه: "احتمالي حل لاره دا کېدای شي چې هم پر غیرصحي خوړو مالیه ډېره کړای شي او په ورته وخت کې د صحي خوړو بیې راټیټې کړای شي چې خلک خپلو ماشومانو ته صحي خواړه ورکړي."

ښاغلی بینتم زیاتوي:" همدا راز ماشومان باید ډېر فزیکي فعالیت وکړي. ښوونځي، میندې او پلرونه او نور مشران باید ځان ډاډه کړي چې ماشومان یې کافي فزیکي فعالیت یا سپورت کوي".

څېړونکي وايي که ماشومان همداسې چاغ پاتې شي نو کېدای شي چې په ځوانۍ کې د شکرې په دویم ډول، زړه ناروغي، سکتې او ځینو سرطاني ناروغیو اخته شي.

کارپوهان اټکل کوي چې تر ۲۰۲۵ کال پورې به په نړیواله کچه له چاغښت سره د مبارزې پر تړلو ناروغیو ۹۲۰ ملیارده پونډه لګښت راشي.