آیا ډایت څښاکونه صحي دي؟

د هغو څښاکونو د زیان په هکله چې پوره خواږه لري ډېر خلک پوهېږي، لکه د کوک یو کوچنی بوتل چې نژدې ۲۰۰ کالورۍ لري. خو کله چې خبره د پرهیزانه Diet او صفرZero څښاکونو شي چې ویل کېږي کالوري یې یا لږه دا او یا یې هم هېڅ نه لري، ټول اعتبار پرې کوي او څښي یې.

خو د لندن اېمپېریل پوهنتون وايي، د منلو وړ داسې شواهد نشته چې وښيي د کمې کالورۍ خواږه لرونکي یا خواږه کوونکي خوراکونه دې د عادي هغو پرتله د وزن کمولو کې مرسته وکړي.

دوی دا نظر ننګولی چې ګواکې ډایت یا پرهیزانه څښاکونه دې هرو مرو صحي وي.

بله خوا دا اندېښنه هم شته چې ځینې ساینسپوهان وايي لږ کالوري لرونکي خواږه ښايي د انسان وزن ډېر کړي او د شکرې دوهم ډول ناروغي پیدا کړي.

د امریکا د پرډیو پوهنتون پرفیسوره سوسان سوېتر وايي " ډېر خلک فکر کوي چې د لږو کالوريو خوږو په خوړو یې سمه لاره غوره کړې، خو ستونزه دا ده چې داسې شواهد نشته چې دا خبره تایید کړي".

څېړنې ښيي چې ډېری پنډ خلک د په صورت روغو خلکو پرتله دغه ګازلرونکو څښاکونو ډېره کاروي.

د امریکا د عامه روغتیا ژورنال له خوا یوه څېړنه ښيي د سم وزن لرونکو ۱۱ سلنه، د ډېر وزن لرونکو ۱۹ سلنه او د خورا پنډو خلکو ۲۲ سلنه ډایت څښاک چښل.

د اوبېسیټي ژورنال چې ۳۷۰۰ کسان یې د اتو کلونو لپاره تعقیب کړي ول لیکي، هغو کسانو چې لږ کالوري لرونکي خواږه کوونکي توکي یې کارولي ول، تر عادي خلکو یې ډېر وزن اخیستی و.

په داسې څېړنو کې ګرانه ده چې لامل او اغېزه معلومه شي. آیا څښاکونه دي چې وزن ډېروي که چاق خلک ډایت چښاکونو ته مخه کوي چې که وکړی شي خپل وزن کنترول کړي.

پروفیسوره سوېتر وایي پر موږکانو شوي آزمویښتونه ښيي چې دغه څښاکونه، له خوږو سره د بدن عادي چلند بدلوي او کېدی شي د وزن د ډېرېدو لامل شي.

مېرمن سوېتر وايي کله چې خوږه پر ژبه لګېږي زموږ بدن ته د خوراک د وررسېدو زېری ورکوي. خو د صفر کالوري خوږو په خوراک، دغه پیغام بدن ته ورکول کېږی خو خوراک نه وررسېږي. نو د خوږو او کالوریو ترمنځ اړیکه شلېږي.

که څه هم کارپوهان وايي تر ټولو ښه لار دا ده چې موږ ټول اوبه وچښو، خو د اوبېسیټي ژورنال یوه څېړنه وايي، له ډوډۍ خوړو نیم ساعت وړاندې، د اوبو چښل د وزن په کمولو کې مرسته کوي.

خو آن پر کم کالوري لرونکو خواږه کوونکو توکو نیوکګره، پروفیسوره سوېترس وايي دغه څښاک کولی شي د لېږد په مرحله کې مرسته وکړي.

که یو کس پر خوږو څښاکونو اموخته وي او غواړي چې کم یې کړي، نو له هغوی سره ښايي مرسته کولی وکړی شي.

مېرمن سوېترس وايي "په لنډ مهال کې به د وزن له کمولو سره مرسته وکړي، خو ښايي تر ټولو ګټور دا وي چې داسې خوراک وکړو چې لږه خوږه ولري".