افريقا کې چاغښت؛ د وزن زياتولي خطرناک درملو کارول

د روغتيا نړيوال سازمان وايي افريقا کې د چاغوالي لویه ستونزه ده. دغه ټولنه اټکل کوي د دې لويې وچې ځینو هېوادونو کې به د راتلونکي کال تر پايه د هرو پنځو غټانو ترمنځ يو کس چاغ انګېرل کېږي.

چاغوالی بدن کې د وازګې يا غوړو په ناعادي يا له اندازې زياتې غونډېدل پېژندل کېږي، چې ښايي روغتيا زيانمنه کړي، او د زړه ناروغۍ، شکرې او سرطان په څېر د روغتيا له خطرناکو حالتونو سره تړلی بلل کېږي.

خو د سومالياييو ښځو ترمنځ يو داسې چلن په خپرېدو دی، چې له مخې یې غواړي وزن يې زيات شي، او ځينې یې ان دې موخې ته رسېدو کې له نسخې يا د ډاکټرانو له سپارښتنې پرته درمل کارونې ته مخه کوي او خپله روغتيا خطر سره مخامخوي.

د بي بي سي بشرا نور محمد، يې په اړه راپور کوي.