تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
له خپل مخ د ځوانکو (بخارونو) ليرې کولو لاملونه او پایلې
ډېری خلک له هغو کارونو ډډه کوي، چې دوی کرکه هم ترې لري. د بېلګې په توګه، له خپل مخه د بخارونو ايستل او یا هم په ساعتونو ساعتونو د عجیبو ویډیوګانو په لیدلو وخت تېرول، خو ولې داسې کېږي؟
د لندن د روغتیا ساتنې ښوونځي ډاکټر ویل کرټېس یې په اړه وايي، د ډېری خلکو د ناخوښو شیانو د خوښولو تر شا ځینې لاملونه شته.
یادونه: که تاسو ته د دغو لاملونو جزییات ښه نه برېښي، نو پام مو وي چې د دې رپوت په ځینو برخو کې د احتمالي خطر لرونکو موضوعاتو په اړه خبرې شوې دي.
د کرکې احساس بڼې
کله چې موږ یو بد شی وینو نو ولې د کرکې احساس ترې کوو؟
ډاکټر کرټېس وايي: "د کرکې احساس زموږ د جینونو برخه ده." که زموږ پلرونو د کرکې احساس نه درلودای، نو ښايي هغه شیان به یې خوړل یا لمس کول چې باید نه یې وای خوړلي یا لمس کولای.
دا یوه جنېتیکي بهیر دی. موږ ټول طبيعي لېوالتیاوې لرو چې له بدو یا ډارونکو شیانو څخه ځان راګرځوو. په داسې حال کې چې موږ هغو شیانو ته لېوالتیا ښیو چې زموږ له طبعې سره برابر او ښه وي، لکه د خوښې خواړه.
د ډاکټر کرټېس په وینا، هغه خلک چې د شیانو پر وړاندې ځانګړی احساس لري یو څه ښه روغتیا لري او زړه راښکونکي هم ښکاري. دوی خپلو اولادونو ته د 'احساس جین' هم لېږدوي.
ډاکټر کرټېس وايي، "هغه کسان چې خپلې روغتیا ته پام کوي، ماشومان یې هم پاکوالي ته پام کوي."
د طبیعت فزیکي خرابېدو نښې څه دي؟
ډېری شیان شته چې موږ کرکه ترې کوو، خو څنګه پوه شو چې څنګه ځینې شیان زموږ د ناخوښۍ لامل کېږي یا یو څه واقعا موږ ځوروي؟
ډاکټر کرټېس وايي: "موږ داسې شیان ګورو چې کولای شي ناروغه مو کړي."
د بېلګې په توګه، تاسو ښايي د پنېر خوند نه خوښوئ، خو د هغې خوړل ښايي تاسو ناروغ نه کړي. خو که ورته پنېر کې سور کاغذ یا پلاسټیک وګورئ نو ښايي زړه مو بد شي، ځکه فکر کوئ چې ښايي سور شی به له تشنابه راوتلی وي او یا ښايي ډېری ناروغۍ رامنځته کوونکي میکروبونه ورسره وي.
د ناخوښۍ تجربو لپاره رواني غبرګونونه
لړزېدل یا خولې کېدل: ځینې وختونه د داسې صحنې په لیدلو سره لاسونه لمدېږي. تاسو خپل لاسونه هوا ته پورته کړئ او هڅه وکړئ چې له هغه شي څخه چې کرکه ترې کوئ لاسونه پورته کړئ. دې توکي ته لاس مه وروړئ.
عجیب تصویرونه جوړول
تاسو خپله خوله په کلکه وتړئ یا خپله ژبه بهر وباسئ. داسې احساس کوئ چې ژبه مو یو څه ته فشار ورکوي.
کانګې کول
که داسې یو شی په ځانګړې توګه خوراکي توکی وي او ستاسو معده د هغه توکي له خوړلو تاسو منع کوي، ذهن مو تاسو دې چمتو کوي چې پر هغو خوړو کانګې وکړئ.
پر کړنو شکمن کېدل او بیا بیا تکرار یې
زموږ ذهن د تکامل حالت کې داسې ښکاري چې که موږ پر مخ او یا د وجود په نورو برخو راپورته شوی بخار وباسو نو ښه به ښکاره شو او ښه احساس به وکړو، خو دا په دې معنی نه ده، چې موږ د خپل دماغ له لارې دا پیغام ومنو.
د پوټکي یا جلدي ډاکټرانو مشوره به هم تاسو ته دا وي چې بخارونه پر خپل حال پرېږدئ.
پر مخ او یا د وجود پر نورو برخو د بخارونو ستونزه کېدای شي چې له ذهني پلوه یو کس ته ستونزه جوړه کړي، چې په ډېر بد حالت کې د خپل مخ پاکولو هڅه وکړي.
د دې یوه بېلګه له حده ډېر پر مخ د بخارونو اېستل او یا زور پرې راوړل دي.
دغه راز کړنه کېدای شي ستاسو پر مخ د دایمي داغونو یا ټپ لامل شي.
که د ځینو ناپاکو شیانو پر وړاندې د چا عکس العمل کمزوری او ضعیف وي، ښايي هغه کس په ناپاکو ځایونو کې له اوسېدو سره عادت وي. چې دا نه یوازې خپلې روغتیا ته پام نه کوي، بلکې شاوخوا کسان یې هم چې له دوی سره کار کوي له ځانه ليرې کوي.