د اروپا د پارلمان ټاکنې؛ ښي اړخو اکثریت ګټلی، مکرون د فرانسې پارلمان منحل کړ

د فرانسې ولسمشر امانوېل مکرون وروسته له هغه د پارلماني رایې اچونې غوښتنه کړې چې ټلوالې يې د اروپايي ټولنې په ټاکنو کې له ښي اړخو ستره ماتې وخوړه.

ښاغلي مکرون ویلي چې د پارلمان منحلول يې د فرانسې پر خلکو د باور چاره ده.

د مارين لې پېن ګوند ملي رالي ګوند تمه لري چې په ریکارډ کچه دوه دېرش سلنه رایې به وګړي.

د اروپايي ټولنې په ټاکنو کې له افراطي ښي اړخو د امانوېل مکرون د ټلوالې له سختو ماتو وروسته هغه پرېکړه وکړه چې پارلمان منحل کړي او دا پرېکړه يې سخته، درنه خو د فرانسې په خلکو د باور یوه چاره وبلله.

اټکل کېږي چې د ملي غونډې یا نشنل رالي افراطي ښي اړخی ګوند دوه دېرش سلنه رايې خپلې کړي.

د دغه ګوند مشرې مارین لې پېن د ولسمشر مکرون د دې پرېکړې هرکلی کړی. هغې ویلي چې ګوند يې واک اخیستو ته چمتو دی.

څارونکي د ولسمشر مکرون د ژرمهالو ټاکنو رابلل او د پارلمان منحلول ستر سیاسي قمار ګڼي.

خو د ولسمشر مکرون د ګوند یوه مشر په پاریس کې خپلو پلویانو ته وویل چې د ښي اړخو افراطپالو واک ته رسېدل اندېښمنوونکي دي.

"له ټولو هڅو سره سره مو تاسو قانع نکړی شوئ چې موږ لومړي مقام ته ورسوئ. موږ په اروپايي پارلمان او نوره اروپا کې هم ولیدل چې پاپولېستان څنګه خپل هېواد اداره کوي.

دغه ښي اړخي افراط‌پالي زموږ د خلکو لپاره د اروپايي پرمختګ د لسیزو لاسته راوړنو ته ګواښ دي. دوی زموږ د حقونو او آزادیو په برخه کې د سلګونو کلونو لاسته راوړنو ته ګواښ دي".

اخوا د اروپا په ټاکنو کې واکمن ګوندونه هم له ګډو پایلو سره مخ شوي.

په جرمني کې، د لومړي وزیر اولف شولز سوسیال دیموکرات ګوند هم له دواړو ښي اړخو او محافظه کارو ګوندونو شاته پاتې.

په ايټاليا کې لومړنۍ نښې ښيي چې د لومړۍ وزيرې جورجيا ميلوني ښي اړخي پاپوليست ګوند تر ټولو ډېرې رايې ګټلې.

خو ځینې ځایونه بیا ښي اړخي ګوندونه هومره ښه نه دي ځلېدلي. په پولنډ کې د مرکزي حکومت واکمن مدني ایتلاف د بریا ادعا کړې.

(په پلازمینه وارسا کې) خپلو پلویانو ته په وینا کې، لومړي وزیر ډونالډ ټوسک وویل چې هیواد یې د اروپا لپاره د امید سرچینه ده.

"نن موږ وښودله چې زموږ انتخابونه، زموږ هڅې، د ټولو پولنډیانو هڅې، یوازې زموږ له ملي مسلو ها خوا خورا پراخ نور اړخونه هم لري. موږ نن وښودله چې موږ د اروپا لپاره د هیلو څراغ یو. موږ به د پولنډ لپاره په اروپا کې تر بل هر چا ښه مبارزه وکړو.

موږ به د اروپا په پارلمان کې هم وړ، کارپوه او صادق غړي ولرو او اروپا به هم زموږ د نوماندانو څېره ولري: هغوی چې د ریښتيني درانه او ولسواک پولنډ استازولي کوي".

"د لویو او هوښیارو هیوادونو په منځ کې، د اروپایي ټولنې د مشرانو په منځ کې، پولنډ وښوده چې دلته ډیموکراسي بریالۍ ده، دلته صداقت بریالی کیږي.

د اروپايي کمېسیون اورسلا ون دېر لېن هم د دغو ټاکنو پایلې هیله منوونکې بللې.

د هغې مرکزي ښي اړخی ولسي ګوند به هم د اروپا د ۷۲۰ کسیز پارلمان له مهمو ګوندونو وي او هغې ویلي چې د پیاوړې او اغیزناکې اروپا په لور به کار ته دوام ورکوي.

دا لا روښانه نه ده چې له ښي اړخو او کیڼ اړخو ګوندونو په دغو ټاکنو کې بریالي کېدونکي سیاستوال به له ژورو فکري توپیرونو سره څرنګه په ګډه کار کوي.

دا هم روښانه نه ده چې ورته وېشلی نظر مقننه به د اقليمي بدلون او امنیت پر موضوعاتو څرنګه د قوانینو په چمتو کولو کې ګډ کار کوي.