له پاکستانه د افغان کډوالو د ايستلو دويم پړاو په اړه اندېښنې

افغان کډوال

د عکس سرچینه، Getty Images

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت یو ځل بیا له دغه هېواده د بې اسنادو افغان کډوالو د ایستلو پر پرېکړې ټينګار کړی.

د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت ویاندې زهرا بلوڅ په اسلام اباد کې د خبري غونډې پر مهال په دې تړاو د یوې پوښتنې ځواب کې ویلي چې هېواد یې د افغانانو په ګډون ټول غیرقانوني کډوال وباسي.

دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان حکومت څو ورځې وړاندې رسمي اعلان وکړ چې د هغو افغان کډوالو چې د اې سي سي يا افغان وګړو کارډ په نامه اسناد لري د ثبت او معلوماتو راټولو لړۍ پیل کړې ده.

له یاد اعلان وروسته د پاکستان بهرنیو چارو وزارت بیا ویلي چې پاکستان په خپلې هغې پرېکړې ولاړ دی چې له هېواده به غیر قانوني کډوال وباسي.

پاکستان وایي هلته لوی شمېر غیر قانوني کډوال افغانان دي چې لا له وړاندې یې په پراخه کچه د نیولو، په زور ستنولو لړۍ پیل کړې ده.

د دغه هېواد بهرنیو چارو وزارت ویاندې په خپل وروستۍ اونیزه خبري کنفرانس کې په دې اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې ویلي چې د افغانانو په ګډون به ټول غیر قانوني کډوال ایستل کېږي.

اغلې زهرا بلوڅ یو ځل بیا تور پورې کړی چې په پاکستان کې امنیتي پېښې له افغانستان څخه سرچینه اخلي او په ډېرو پېښو کې غیر قانوني کډوال هم لاس لري.

د بښنې نړيواله اداره: پاکستان بايد د افغان کډوالو د ايستلو په اړه د نړيوالو غوښتنې له پامه ونه غورځوي

بښنې نړيواله اداره

د عکس سرچینه، Getty Images

له پاکستانه د افغان کډوالو د ايستلو په اړه د نړیوالو ادارې اندېښنې او خبرداري لاهم پر ځای دي.

تېره ورځ د بښنې نړیوالې ادارې يا امنیسټي انټرنیشنل د کډوالو د ايستلو دوهم پړاو پیلولو په اړه اندېښنه ښودلې او وایي دا کار به ځینې افغان وکړي په ځانګړي ډول ښځې، نجونې، خبریالان او مدني فعالان له ګواښ سره مخ کړي.

دغه سازمان د یوه بیان په خپرولو سره د دې بهیر د بندولو غوښتنه کړې ده.

په بیان کې راغلي، د پاکستاني حکومت دا ډول چلند به ځورونو او بشري حقونو نقضولو ته لاره هواره کړي.

ځکه بیان کاږي چې په افغانستان کې دا ډول خلک له وړاندې له ګواښ سره مخ دي.

وړاندې د ملګرو ملتونو یو رپوټ هم په ډاګه کړې چې له پاکستان څخه ډېر ایستل شوي خلک ښځې او ماشومان جوړوي، هغه خلک چې د ملګرو ملتونو په وینا ډېر زیانمنونکي دي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو ادراې (يو اېن اېچ سي ار) د معلوماتو له مخې په پاکستان کې نژدې دوه اعشاریه دوه ميليونه اسناد لرونکي افغان کډوال مېشت دي چې له دې ډلې يې ۱.۳ ميليونه د پي او ار کارډ لري او پاتې نژدې ۹۰۰ زره يې د اې سي سي کارډونه لري.

په ۲۰۲۱ کال کې په افغانستان کې د طالبانو له بيا واک ته رسېدو سره پاکستان ته د کډه شويو افغانانو شمېر ډېر شو چې ويل کېږي له هغه مهال راهيسې له ۶۰۰ زره نيولې تر ۸۰۰ زره کډوال تازه پاکستان ته ستانه شول چې يو شمېر يې قانوني اسناد هم لرل.

پاکستان د تېر کال په نومبر مياشت کې د بې اسنادو بهرنيو وګړو د بېرته ستنولو لومړی پړاو پيل کړی و چې ويل کېږي له هغه راهيسې افغانستان ته له نيم ميليون زيات بې اسنادو افغان کډوالو ستانه کړل شوي دي.

طالب او پاکستاني چارواکي

د عکس سرچینه، RTA

تازه بیا په افغانستان کې د طالبانو حکومت د مهاجرينو او راستنېدونکو چارو وزارت مرستیال مولوي عبدالرحمن راشد په کابل کې د پاکستان سفارت له مرستیال شارژدافیر جنید وزیري سره د افغان کډوالو اړوندو مسایلو خبرې کړې دي.

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت ویاند عبدالمطلب حقاني بي بي سي ته وویل چې د دې ناستې اصلي موضوع د هغو افغان حاجیانو په اړه وه چې د پاکستان له لارې سعودي عرب ته د حج لپاره تلونکي دي.

د ښاغلي حقاني په وینا په ناسته کې د کډوالو په موضوع هم خبرې وشوې چې په وینا یي یاده موضوع دوه اړخیزه ده او د دوی په اړه پرېکړې هم باید د دواړو هېوادونو په تفاهم سره وشي او د یوه ګډ میکانیزم رامنځته کولو پورې دوی ونه ځورول شي.

د وزارت په خبره پاکستاني استازي هم ویلي چې کډوالو ایستلو لپاره تراوسه وروستۍ نېټه نه ده ټاکلې او په وینا یې یوازې د معلوماتو راټولولو پرېکړه یې شوې ده.