د کډوالو نړیوال سازمان: افغانستان کې د ناوړه اقتصادي وضعیت ډېر اغېزمن شوي کسان ښځې او ماشومان دي

د عکس سرچینه، Getty Images
- Author, ابراهیم امیري
- دنده, بي بي سي
د ملګرو ملتونو اړوند د کډوالو نړیوال سازمان (ای او اېم) وايي له ۲۰۲۱ کال راهیسې د ګڼو افغانانو عاید یا کم شوی او یا هم له مینځه تللی دی.
د دې سازمان په وینا په دغسې حالاتو کې زلزلو او له ګاونډي هېواد پاکستان نه په اجباري ډول د افغانانو ایستلو وضعیت لا پسې خراب کړی چې تر ټولو ډېر زیان یې ښځو او ماشومانو ته رسېدلی دی.
د کډوالو نړیوال سازمان د اټکل له مخې ویلي چې افغانستان کې د ناوړه اقتصادي وضعیت له امله اتیا سلنه اغېزمن شوي کسان ښځې او ماشومان دي.
ای او اېم ویلي په افغانستان کې بشري بحران او وضعیت ته په کتو له زیانمنونکو ټولنو سره د کوچنیو او منځنۍ کچې کاروبارونو د پیلولو په برخه کې مرسته کوي چې د خلکو اقتصاد ښه شي او یو شمېر خلکو ته کاري فرصتونه برابر شي.
په دې وروستیو کې د خوړو نړیوال پروګرام ډبلیو ایف پي هم وویل په داسې وخت کې چې په افغانستان کې د ښځو لپاره کاري فرصتونه په کمېدو دي د ژوندانه د لګښتونو د ګټلو په موخه یې ښځو ته د خیاطۍ روزنیز کورسونه پیل کړي دي.

د عکس سرچینه، Getty Images
د جمع ګل د خاوند په څېر ګڼ شمېر نور خلک هم کار روزګار نه لري او د کاري فرصتونو له نشتوالي سرټکوي. د ننګرهار ولایت اوسیدونکی محمد هارون وايي سره له دې چې لوړې زده کړې یې کړي له تېرو دوه نیمو کالو راهیسې بې روزګاره دي.
په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته د نړیوالو مرستو له کمېدو او وچېدو سره د بې روزګاره کسانو شمېر لوړ شوی دی. که څه هم طالب چارواکي وايي چې په ګڼو پروژو کې یې ګڼ شمېر کسانو ته کاري فرصتونه برابر کړي خو بیا هم ډېر شمېر لوستي او نالوستي افغانان له بې روزګارۍ سرټکوي.
دا په داسې حال کې ده چې د ملګرو ملتونو اړوندې ادارې وايي په افغانستان کې ۲۳ اعشاریه اوه میلیونه وګړي بشري مرستو ته اړ دي چې په دې کې ۱۵ اعشاریه اته یې د خوړو له جدي خطر، او څلور میلیونه یې له لږوې او خوارځواکۍ سره مخامخ دي چې په دې کې درې اعشاریه دوه میلیونه یې له پنځو کلونو کم عمره ماشومان دي.
دې بنسټونو له نړیوالې ټولنې هم غوښتنه کړې چې د اړو افغانانو لاسنیوي وکړي او د داسې حل لارو په موندلو کې مرسته وکړي چې افغانان د طبعي اپتونو له اغیزو سره هم د مبارزې توان پیدا کړي.











