د اسرائیل او حماس ترمنځ د ترینګلتیا له ډېرېدا سره سم د غزې د جګړې بیا پیلېدو په اړه اندېښنې زیاتې شوي

د اسرائیلو او حماس ترمنځ د یرغمل شویو کسانو د خوشې کولو پر سر شخړې د غزې اوربند د ماتېدو تر پولې رسوی دی.‌

له هغه وروسته چې د اسرائیلو امنیتي کابینې په یوه اوږده غونډه کې د شنبې تر ماسپښین پورې د ټولو یرغمل شویو کسانو د خوشې کولو لپاره د ډونلډ ټرمپ غوښتنې ملاتړ وکړ، په غزه کې د جګړې بېرته پیلېدو په اړه اندېښنې زیاتې شوې دي.

د اسرائیلو لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو حماس ته د شنبې تر غرمې پورې وخت ورکړی چې یرغمل شوي کسان خوشي کړي.

نوموړي ويلي، د اسرائیلو کابینې په ګډه پرېکړه کړې چې که حماس د شنبې تر ماسپښین پورې اسرائیلي یرغمل خوشي نه کړي، "اوربند به پای ته ورسېږي او د اسرائیلو پوځ به تر هغه سختې جګړې ته دوام ورکړي چې حماس مات شوی نه وي."

د اسرائیلو د لومړي وزیر له څرګندونو وروسته، حماس اعلان کړی چې "د اوربند تړون ته ژمن پاتې کېږي."

خو دې ډلې په یوه اعلامیه کې ویلي، اسرائیل هغه اړخ دی چې "خپل مکلفیتونه یې نه دي پوره کړي او د هر ډول پېچلتیاو یا ځنډ بشپړ مسؤلیت پر غاړه لري."

حماس وړاندې د اوربند تړون په اړه د ډونلډ ټرمپ پر څرګندونو نیوکه کړې وه او د هغه ضرب الاحل يې رد کړی و.

د امریکا ولسمشر ویلي وو چې هغه به اسرائیلو ته وړاندیز وکړي چې "که حماس د شنبې تر غرمې ټول پاتې یرغمل خوشې نه کړي" نو دا تړون دې "لغوه" کړي.

د امریکا متحدو ایالتونو ولسمشر ډونلډ‌ ټرمپ‌ وايي "که حماس د شنبې‌ تر غرمې ټول یرغمل شوي کسان ازاد نه کړي" اسرائیل باید د اوربند تړون لغو کړي.

نوموړي‌ ټینګار کړی چې "ټول" یرغمل باید یو ځايي ازاد شي، نه دا چې د تېر په څېر یو یو یا دوه،‌ درې او څلور کسیزې ډلې.

د امریکا ولسمشر دا هم ویلي، چې دی فکر کوي چې اکثریت یرغمل شوي کسان وژل شوي دي‌. هغه دا یوه "ستره انساني غمیزه" بللې ده.‌

ډونلډ‌ ټرمپ دا څرګندونې داسې مهال کړې، چې تر دې لږ ورمخکې د حماس پوځي‌ څانګې اعلان وکړ چې د پاتې اسرائيلي یرغملو د ازادېدو لړۍ یې ځنډولې ده.

دوی ویلي چې دا ګام د اسرائيلو لخوا د اوربند له تړونه د سرغړونې له کبله اخلي.

حماس وايي هغه اسرائيلي يرغمل چې ټاکل شوې وه د راتلونکې شنبې په ورځ (۱۵ فبروري) د اوربند د هوکړې له مخې خوشي د اسرائيلو له خوا د "تړون له هوکړې د سرغړونې" له کبله د مخکيني پلان له مخې نه ازادېږي.

حماس د اسرائیلو پر پوځ تور لګولی چې غزې ته د بشري مرستو د ورتګ مخه نيسي او د غزې شمال ته د فلسطيني کډوالو بېرته ستنېدل ځنډوي.

اسرائیلي چارواکو دا تورونه بې بنسټه بللي دي.

دغو پرمختګونو دا اندېښنه ډېره کړې چې په غزه کې به د اسرائیل او حماس ترمنځ د اوربند شوې هوکړه له ماتې سره مخامخ شي.‌

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتېرېش همدغو اندېښنو ته په کتو ویلي، "په هره بیه چې کېږي، باید غزه کې د دښمنیو له بیا پيلېدو ډډه وکړو."

نوموړی زیاته کړې چې دا دښمنۍ د یوې سترې تراژېدۍ لامل کېږي.‌

ښاغلي ګوتېرېش د اېکس خواله رسنۍ یوه پیغام کې لیکلي "له حماس غوښتنه کوم چې د یرغملو د خوشې کېدو پروسه جاري ‌وساتي.‌"

هغه ټینګار کړی چې دواړو خواوې باید "په بشپړ ډول" د اوربند تړون عملي‌ او مذاکرات پيل کړي.‌

دا په داسې حال کې ده چې د اسرائيلو د دفاع وزير اسرائيل کاټز حماس د اوربند له هوکړې په سرغړونې تورن کړی.

نوموړي ويلي پوځ ته يې امر کړی چې په غزه کې د هر ډول احتمالی حالت لپاره پوره چمتووالي ونیسي او له اسرائيلي ټولنو دفاع ته اماده اوسي.

د حماس د پوځي څانګې عزالدین القسام کنډک ویاند ابو عبیده ويلي "د جنوري په ۱۹مه (شاوخوا درې اونۍ وړاندې) د اوربند د تړون له پلي کېدو راهیسې، اسرائیلو د غزې شمال ته د فلسطینیانو بېرته ستنیدل ځنډولي، د غزې اوسېدونکي یې په توپونو او مرمیو په نښه کړي او دې سیمې ته د ورتلونکو بشري مرستو مخه یې نيولې ده."

د اسرائیلو او حماس ترمنځ د اوربند تړون په تېرو دریو اونیو کې په پراخه کچه پلی شوی، که څه هم داسې پېښې رامنځته شوې چې فلسطینیان د اسرائیلي ځواکونو د ډزو په پایله کې وژل شوي دي.

مرستندویه سازمانونه دا هم وايي چې غزې ته د بشري مرستو لېږد زیات شوی دی.

خو حماس بيا اسرائیل د اوربند په ماتولو تورنوي.

ابو عبیده وايي، "د بندیانو (اسرائیلي یرغمل شویو) خوشي کول، چې ټاکل شوې وه د شنبې په ورځ، د روان کال د فبروري پر ۱۵ نېټه ترسره شي، تر بلې خبرتیا پورې ځنډول شوي. تر هغه چې اشغالګر خپلې ژمنې پوره نه کړي او هغه ژمنې پوره نه کړي چې په تېرو څو اونیو کې نه دي پوره شوي."

د یرغمل شویو کورنیو غبرګون

د اسرائیلو د لومړي وزير دفتر په یوه بیان کې ویلي چې "د حماس اعلان د یرغمل شویو کورنیو ته رسول شوی دی."

په بيان کې راغلي، "کورنیو ته خبر ورکړل شوی چې اسرائیل د تړون درناوی ته ژمن دی او د تړون هر ډول سرغړونې به په خورا جدي توګه تعقیب کړي."

د یرغمل شویو کورنیو ټولنې ويلي، دوی په منځګړیو هېوادونو غږ کوي چې "د اوسني تړون بیا ژوندي کولو او په اغېزمنه توګه د پلي کولو برخه کې مرسته وکړي."

په ورته وخت کې، نن (دوشنبه، د فبروري ۱۰مه) په تل ابیب کې د اسرائیلي یرغمل شوي الون اوهېل د ۲۴مې کلیزې د لمانځلو په موخه یوه غونډه جوړه شوې وه. همدلته لاریون کوونکو په غزه کې د پاتې یرغمل شویو کسانو د خوشي کېدو غوښتنه کوله.

حماس د ۲۰۲۳ کال د اکټوبر پر ۷ مه د نووا موسیقۍ پر فستیوال د بريد پر مهال الون اوهېل یرغمل کړی و.

د اسرائيلو او حماس تر منځ د اوربند له پلي کېدو راهيسې د اسرائيلو له زندانونو د سلګونه فلسطیني بندیانو په بدل کې ۱۶ اسرائیلي یرغمل خوشې شوي دي.

پنځه تایلنډي یرغمل هم د حماس او اسرائیلو د اوربند د تړون له چوکاټه بهر ازاد شوي دي.

د حماس او اسرائیلو د اوربند د تړون له مخې چې د جنوري په ۱۹مه پلی شو، تمه کېږي چې د تړون د لومړي پړاو د ۴۲ ورځو مودې تر پایه ۱۷ نور یرغمل شوي کسان هم خوشي شي.