تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
جاپان: نژدې سل زره وګړي یې څه باندې سل کلن دي
د جاپان حکومت وايي، په هېواد کې یې د هغو کسانو شمېر ډېر شوی چې عمرونه یې له سلو کالو پورته دي او اوس یې شمېر نژدې سل زرو کسانو ته رسېږي.
د جاپان روغتیا وزارت په سپټمبر کې ویلي و، په هېواد کې یې د هغو کسانو شمېر چې عمرونه یې له سلو اوړي ۹۹،۷۶۳ ته ورسېد، چې ۸۸ سلنه یې مېرمنې دي. دا ۵۵م ځل دی چې په جاپان کې ډېر عمر ته د کسانو د رسېدو په برخه کې ریکاډونه جوړېږي.
جاپان په نړیواله کچه هغه هېواد دی چې د وګړو عمرونه یې اوږده دي او ډېری وخت د نړۍ تر ټولو زړې ښځې او سړي هلته تر سترګو کېږي.
جاپان د هغو هېوادونو په ډله کې راځي چې ډېری اوسېدونکي یې زاړه دي. خلک هلته صحي خواړه خوري، خو د ماشومانو زېږون پکې لږ دی.
تر ټولو بوډۍ ښځه په جاپان کې شیګیکو کاګاوا نومېږي. هغه ۱۱۴ کلنه ده او د نارا ښار په څنډه کې اوسېږي. تر ټولو زوړ سړی بیا کیوټاکا میزونو دی، هغه ۱۱۱ کلن دی او د ایواتا په ښار کې ژوند کوي.
د جاپان روغتیا وزیر تاکامارو فوکوکا ټولو زړو خلکو ته د هغوی د اوږده عمر مبارکي ورکړې ده. هغه د ۸۷،۷۸۴ ښځو او د ۱۱،۹۷۹ سړو اوږده عمرونه ستایلي او جاپاني ټولنې ته یې د هغوی د خدمتونه له امله مننه کړې ده.
په جاپان کې د سپټمبر ۱۵ مه د ډېر عمر لرونکو کسانو د ورځې په توګه لمانځل کېږي او ملي رخصتي وي.
دا شمېرې د همدغې ورځې په مناسبت خپرې شوې وې.
په دې ورځ کې هغه کسان چې د سلو کالو وي له لومړي وزیره یو لیک او د سپینو زرو پیاله تر لاسه کوي. د جاپان روغتیا وزارت وايي، سږ کال ۵۲،۳۱۰ کسانو دا جایزه خپله کړې ده.
ولې په جاپان کې د ډېر عمر لرونکو کسانو شمېر زیات دی؟
په ۱۹۶۰مو کلونو کې د G7 یا اوو شتمنو هېوادونو په ډله کې یو هم جاپان و چې له سلو کالو د پورته عمر لرونکو کسانو شمېر پکې کم وو. خو د لسیزو په تېرېدو سره په دغه هېواد کې د ډېر عمر لرونکو کسانو شمېر په چټکۍ سره زیات شو. د بېلګې په توګه کله چې جاپاني حکومت په ۱۹۶۳م کال کې له سلو کالو د پورته عمر لرونکو کسانو سروې وکړه، نو یوازې ۱۵۳ تنه یې ثبت کړل، خو په ۱۹۸۱م کې یې شمېر زرو کسانو ته لوړ شو او په ۱۹۹۸م کې یې بیا تعداد لسو زرو ته ورسېد.
په جاپان کې د ډېر عمر کولو لامل دا ښودل شوی چې په دغه هېواد کې خلک د زړه ناروغیو او د ډېرو سرطانونو، لکه د سینې سرطان او د پروسټات سرطان، له کبله کم مري.
په جاپان کې د چاغښت کچه ټېټه ده او په پورته یادو شویو ناروغیو باندې د اخته کېدو لوی علت چاغښت یا ډېر وزن لرل ښودل شوي دي. د جاپانیانو د نه چاغېدو لاملونه د سرې یا تورې غوښي کم خوړل او د کبابونه او سبو ډېر خوړل ښودل شوي دي.
په جاپان کې د نارینهوو په پرتله په ښځو کې د چاغښت کچه کمه ده، نو ځکه یې ښځې ډېر اوږد عمر لري.
کله چې د نړۍ په نورو برخو کې په خوراک کې د بورې او مالګې استعمال زیات شو، نو جاپان د نورو هېوادونو خلاف د عامې روغتیا په موخه په بریالیتوب سره خپل خلک د کمې بورې او مالګې کارولو ته قانع کړل او پایله یې نن ورځ وینئ.
خو دا یوازې خواړه نه دي چې د جاپانیانو روغتیا یې تضمین کړې ده، بلکې د ژوند په وروستیو کې د دوی فعاله پاته کېدل هم پام وړ رول درلودلی دی. جاپانیان په امریکا او اروپا کې د زړو خلکو پرتله ډېر پلي ګرځي او عامه ترانسپورت کاروي.
ولې په نړیواله کچه ځینې څېړنې د ډېر عمر لرونکو کسانو په اړه شک لري؟
تایسو راډیو له ۱۹۲۸م کال راهیسې هره ورځ د ګروپي تمرین یا سپورټ پروګرام خپروي چې جاپانيان ورزش ته وهڅوي. دغه سپورټي خپرونه اوس د جاپاني کلتور برخه ګرځېدلې ده. دا درې دقیقې خپرونه معمولا پرتلوېزیون خپریږي. په یاده خپرونه کې تمرینات او سپورټي حرکتونه ښودل کېږي. جاپانیان یې د خپرېدو پر مهال هماغسې حرکتونه ترسره کوي، لکه څنګه چې په ټلوېزیون کې لارښوونه ورته شوې وي.
خو ګڼ شمېر څېړنو په نړیواله کچه له سلو کالو د پورته عمر لرونکو کسانو د کره شمېر په اړه شک ښودلی دی. دا څېړنې وايي، د معلوماتو په برخه کې غلطۍ شته. ځینې داسې عامه ریکارډونه ثبت شوي چې شک پرې کېدای شي او په وینا یې د یو شمېر ډېر عمر لرونکو د زېږون سندونه هم ورک شوي دي. څېړنې زیاتوي، دا ټول د دې لامل کېدای شي، چې په نړیواله کچه د ډېر عمر لرونکو کسانو شمېر ته د شک په سترګه وکتل شي.
په ۲۰۱۰م کال کې جاپاني حکومت وموندل، چې په اسنادو کې ۲۳۰،۰۰۰ کسان له سلو کالو پورته ښودل شوي وو، خو هغوی په اصل کې ډېر پخوا مړه شوي وو. ځینې کورنیو د زړو کسانو مړینه ښايي په دې موخه پټه کړې وه چې د هغوی د تقاعد پیسې واخلي.
په جاپان کې په ملي کچه دا پلټنې وروسته له هغه پیل شوې، کله چې د سوګین کوټو نومي سړي هډوکي د هغه په کور کې وموندل شول. هغه د ۱۱۱ کالو په عمر د توکیو تر ټولو زوړ سړی ګڼل کېده خو څرګنده شوه چې نوموړی ۳۲ کاله مخکې مړ شوی و.