تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
په جاپان کې سږ کال نږدې۴۰ زره ګوښي اوسېدونکي کسان مړه شوي دي
- Author, حفصه خلیل
- دنده, بيبيسي نیوز
په جاپان کې د پولیسو په یوه رپوټ کې په ډاګه شوې چې هلته د ۲۰۲۴ کال په لومړۍ نيمايي کې په يوازېتوب کې ژوند کوونکي شاوخوا ۴۰ زره کسان مړه شوي دي.
د جاپان د 'ملي پولیسو ادارې' په وینا، له دې شمېر یې نږدې څلور زره تنه په داسې حال کې په خپلو کورونو کې موندل شوي چې پر مرګ یې یوه میاشت تېره وه او د ۱۳۰ تنو پر مړینه ان تر یوه کاله هم څوک نه وو خبر شوي.
د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې، جاپان د نړۍ په کچه تر ټولو ډېر بوډا نفوس لري.
د پولیسو یاده اداره هیله منه ده چې دا رپوټ به په دغه هېواد کې د هغو عمر خوړلو ژوند ته د خلکو پام ورواړوي چې ګوښی ژوند کوي او مري.
د جاپان د ملي پولیسو ادارې رپوټ ښيي چې په ټوليز ډول ۳۷ زره ۲۲۷ تنه په خپلو کورونو کې په یوازيتوب کې مړه شوي موندل شوي چې عمرونه یې تر ۶۵ کلنۍ پورته وو.
په دغه رپوت کې ویل شوي چې د ۳۹۳۹ کسانو مړي د دوی تر مړینې یوه میاشت وروسته خو د ۴۰٪ هغو یې د مرګ په لومړۍ ورځ موندل شوي. همدا راز د ۱۳۰ کسانو پر مړ کېدو ان تر یوه کاله هم څوک نه وو خبر خو وروسته په خپلو کورونو کې مړه موندل شوي.
د یاد شمېر د ۷۴۹۸ کسانو عمرونه کم زیات ۸۵ کلن، د ۵۹۲۰ تنو عمرونه د ۷۵ او ۷۹ تر منځ او د ۵۶۳۵ عمرونه د ۷۰ او ۷۴ کلنۍ تر منځ ښودل شوي دي.
"تر ۲۰۵۰ به د یوازې اوسېدونکو شمېر ۲۳ میلیون نه واوړي"
د روان کال په پیل کې 'د جاپان د نفوسو او ټولنیز خونديتوب د څېړنو ملي انسټيټیوټ' وویل چې په دغه هېواد کې به تر ۲۰۵۰ د هغو زړو شمېر ۱۰ اعشاریه ۸ میلیون ته ورسېږي چې ۶۵ کلن او یا تر دې پورته عمر لري.
د اټکل له مخې تر همدې کاله به د ګوښي اوسېدونکو وګړو شمېر تر ۲۳ میلیونو واوړي.
د جاپان حکومت په تېره اپرېل میاشت کې داسې یو قانون معرفي کړ چې له مخې یې په دغه هېواد کې له لسيزو راهیسې د خلکو تر منځ شته د یوازېتوب او ګوښه والي ستونزه حل شي. هغه مشکل چې یو لامل یې په دغه هېواد کې د عمرخوړلو د نفوس ډېر والی دی.
جاپان له اوږدې مودې راهیسې هڅه کوي چې خپلو بوډا وګړو ته ورپېښ ګواښ او کمېدونکي نفوس سره مبارزه وکړي خو د دغه بدلون راوستل ورته ستونزمن دي.
تېر کال د دغه هېواد لومړي وزیر فومیو کيشيده ویلي وو چې هېواد یې د زېږون ټيټېدونکې کچې لا امله د یوې ټولنې په توګه له فعالیت کولو د ناتوانۍ پر ژۍ ولاړ دی.
د جاپان ځينې ګاونډي هېوادونه هم د نفوس له پلوه له ورته ننګونو سره لاس او ګريوان دي.
په ۲۰۲۲ کې د چين د وګړو شمېره له ۱۹۶۱ راهیسې د لومړي ځل لپاره ولوېده او جنوبي کوریا په پرله پسې ډول په نړۍ کې د زېږون تر ټولو ټيټې کچې سره مخامخ ده.