سعودي عرب غواړي د مشهورو ښځینه لوبغاړو ټي-۲۰ کرېکټ سیالۍ وکړي

د عکس سرچینه، Getty Images
یوې تازه هوکړې له مخې به راتلونکی کال په سعودي عرب کې د ښځو کرېکټ شل اووریزې سیالۍ وشي، چې د نړۍ له لر او بره به په کې مخکښې لوبغاړې برخه واخلي.
د بي بي سي سپورت څانګه وايي، چې په دې سیالیو کې به د انګلنډ، اسټرالیا او هند په ګډون د ځینو نورو هېوادونو له ښځینه لوبغاړو وغوښتل شي، چې د شپږ لوبډلو په دې سیالیو کې برخه واخلي.
دې سیالیو ته د "ښځو ټي۲۰ نړیوال چېلنج" نوم ورکړل شوی دی. په پام کې ده، چې د دې دوو اونیزو سیالیو پرانیسته به په سپتمبر یا اکټوبر کې له (هنډرډز) ۲۰۲۶ لږ وروسته، خو د اسټرالیا له ښځینه بیګباش (وې بي بي ایل) سیالیو لږ مخکې وشي.
دا سیالۍ، چې د کرکټ نړیوالې شورا (ای سي سي) لخوا تصویب شوې، د سعودي عرب د کرېکټ فدراسیون او د فیر بریک ګلوبل تر منځ د مدیریت لپاره د یو ستراتیژیک تړون له لاسلیک وروسته ترسره کېږي.
فیر بریک یو شخصي شرکت دی، چې په ۲۰۱۳ کال کې د سپورت برخه کې د جنسیتي مساواتو رامنځته کولو په هدف جوړ شوی.
دې ادارې د بي بي سي سپورت څانګې ته په دې هکله وویل، دا په ټوله نړۍ کې د ښځو کرېکټ برخه کې رښتینی پاموړ ګام دی:
''دا د یوه څه داسې کول دي، چې معنا ولري، داسې څه چې رښتینی خوځښت دی او نړیوال تړاو لري. دې سره خلکو ته له دې پام پرته چې له کومه ځایه راځي، فرصتونه چمتو کېږي.''
د هوکړې له مخې به دا سیالۍ تر راتلونکو پنځو کلونو پورې په سعودي کې ترسره کېږي او د لوبو په نړیوال مهالوېش کې به تلپاتې ځای ورکول کېږي.

د عکس سرچینه، Getty Images
فیر بریک له دې مخکې په ۲۰۲۲ او ۲۰۲۳ کلونو کې په دوبۍ او هانګ کانګ کې هم "ټي۲۰ کرېکټ" لوبلړۍ ترسره کړې، چې د انګلنډ ځینو ښځینه لوبغاړو هم پکې برخه درلوده. د دې تر څنګ په هغو سیالیو کې د برازیل، نیپال، روانډا، پاپوا نیوګیني او جرمني په څېر هېوادونو لوبغاړو هم برخه درلوده.
په سعودي عرب کې د ښځو کرېکټ سیالیو طرح داسې مهال مخې ته راځي، چې دغه هېواد په دا وروستیو کلونو کې د سپورت برخه کې خورا زیاته پانګونه کړې.
سعودي عرب له ۲۰۰۳ کال راهیسې د کرېکټ نړیوالې شورا غړی هېواد دی او هلته یې د فدراسیون مشري شاهزاده سعود بن مشال السعود کوي.
سعودي عرب د سپانسرشپ او ستراتیژیکو تړونونو په برخه کې هم خورا مخکښ دی او شاهزاده سعود پروسږ کال ویلي و، هدف یې دا دی، 'چې کرېکټ په سعودي عرب کې په یو مهم سپورت بدل شي'
د سعودي عرب کرېکټ فدراسیون تېر کال سپتمبر کې په متحده عرب اماراتو کې له "انټرنېشنل لیګ ټي۲۰ " سره یو ستراتیژیک تړون لاسلیک کړ، چې له مخې به یې په سعودي عرب کې د سیالیو ترسره کولو ته لار هواره شي.








