د غزې په سوېل کې د لنډمهالي اوبند رپوټونه؛ زرګونه کسان د مصر پولې ته نژدې ټول شوي

رویټرز خبري اژانس، په مصر کې د سرچینو له قوله، د څو ساعتونو لپاره د غزې په سوېل کې د "اوربند" لپاره د هوکړې خبر ورکړی. د اوربند خبر له خپرېدو سره هممهاله زرګونه کسان د غزې او مصر ترمنځ پولې ته رسېدلي چې له غزې ووځي.
د خبر له مخې "اسرائیل، مصر او امریکا" دې هوکړې ته رسېدلي دي. خو حماس ویلي چې د داسې اوربند په اړه معلومات نه لري.
د موافقې له مخې اوربند به د ګرینویچ په وخت سهار شپږو بجو (په ځايي وخت نهه) پیل شي.
دغه راز ټاکل شوې وه په همدې دې وخت کې به د رفح لار هم د څو ساعتونو لپاره پرانیستل شي چې غزې ته بېړنۍ او بشري مرستې ورسول شي.
په ورته وخت کې په پام کې و چې بهرني وګړي له دې سیمې وایستل شي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن د یکشنبې په ورځ په قاهره کې د دې خبرې پخلی وکړ چې مصریان به د رفح لاره پرانېزي.
تر دې مخکې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په غزه کې میشتو امریکايي وګړو ته سپارښتنه کړې وه چې په لومړني فرصت کې د رفح له پولې ووځي.
څو ساعته وروسته له هغه چې رویټرز د غزې په سوېل کې د بشردوستانه مرستو د ورلېږلو او د بهرنیو وګړو د وتلو لپاره د اوربند په اړه راپور ورکړ، د حماس د رسنیو دفتر وویل، دوی د غزې په سوېل کې د بشري مرستو اوربند موافقې په اړه هېڅ معلومات نلري.

د عکس سرچینه، AFP
حماس په ورته وخت کې اعلان کړی د مصر له خوا یې د رفح لارې د بیا پرانستلو په اړه چې غزه له مصر سره نښلوي، هېڅ ډول تایید نه دی ترلاسه کړی.
د اسرائیلو یوه پوځي افسر هم د اوربند موافقه رد کړې ده.
د اسرائیلو د پوځ ویاند ویلي، د غزې په سوېل کې له هېڅ راز اوربند خبر نه دی. هغه وویل: " زه چې خبر یم د اوربند لپاره کومه موافقه نشته. خبرونه ګورم. خو د تایید لپاره هیڅ شی شتون نلري."
بل پلو د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتېرش ویلي "موږ منځني ختیځ کې د ګړنګ پر غاړه ولاړ یو."
هغه په یوه تازه اعلامیه کې له حماس غوښتي چې پر اسرائیل د تېرې اوونۍ برید پر مهال یرغمل شوي کسان له قید او شرط پرته خوشې کړي او پر اسرائیل یې غږ کړی چې هر څه ژر او له خنډ پرته اجازه ورکړي چې بشري مرستې غزې ته ورسېږي.
ښاغلي ګوتېرېش ویلي چې "په غزه کې اوبه، برېښنا او نور اړین توکي په خلاصېدو دي."
غزه کې د اسرائیلو په بریدونو کې تر ۲۴۵۰ ډېر کسان وژل شوي او اټکل دی چې شاوخوا ۱۰۰۰ نور به بریدونو کې تر نړېدلو ودانیو لاندې ایسار وي.
بلخوا پر اسرائیلو د حماس وسله والو برید کې د وژل شویو کسانو شمېر ۱۴۰۰ ته رسېدلی.











