اسرائيل وايي د حماس پر وړاندې جګړه ښايي "څو مياشتې نور وخت ونيسي"

د اسرائيلو د دفاع وزير خبرداری ورکړی چې د حماس سره جګړه ښايي څو مياشتې نور هم دوام وکړي په داسې حال کې چې د اسرائيلو لومړي وزير بيا ويلي چې تر بشپړې بريا پورې به بريدونه دوام ولري.

بنیامین نتنیاهو چې په تل ابیب کې يې د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت له سلاکار جیک سلیوان سره خبرې کولې، یو ځل بیا ټینګار وکړ چې په غزه کې د حماس پر ضد د اسرائیلو پوځي عملیات به تر بشپړې بریا پورې دوام ولري.

په همدې حال په غزه کې د سملاسي اوربند لپاره د پرېکړه ليک له تصويب وروسته چې دوه ورځې وړاندې د ملګرو ملتونو په عمومي اسمبلۍ کې په قاطع ډول تصويب شو، د ښاغلي نتنياهو حکومت په نړيواله کچه په غزه کې ملکي وګړو د وژنۍ له امله تر فشار لاندې دی.

خو د اسرائیلو لومړی وزیر او د دغه هېواد د دفاع وزیر په تېرو څو ورځو کې څو ځله د "حماس د له منځه وړلو" په هدف د پوځی عملیاتو په دوام ټینګار کړی دی.

بل پلو د تازه راپورونو له مخې په غزې تراړه کې تاوتریخوالی لا هم روان دی او ګڼو ملکي وګړو ته د مرګژوبلې د اوښتو رپوټونه ورکول کېږي.

د امریکا ولسمشر جو بایډن پر اسرائیلو د ملکي وګړو خوندیتابه ته د پاملرنې غږ کړی دی.

نوموړي له خبریالانو سره خبرو کې وویل، اسراییل باید نور ګامونه پورته کړي چې ملکیان خوندي شي. "زه غواړم هغوی خپل پام پر دې ټول وساتي چې څنګه ملکیان خوندي شي، نه دا چې حماس پسې ورنشي خو باید ډېر احتیاط وکړي."

په همدې حال د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان له جوبایډن سره په ټیلیفوني خبرو کې ویلي، چې د ده په اند په غزه کې سملاسي اوربند هغه مهال شونی دی چې امریکا له اسرائیلو خپل غیر مشروط ملاتړ ودروي.

ښاغلي اردوغان په ټیلیفوني خبرو کې د امریکا ولسمشر ته دا هم ويلي چې امريکا په غزه کې د دایمي اوربند د رامنځته کولو تاریخي مسوولیت لري او پر غزې د اسرائیلو پوځي بریدونه په نړیواله کچه ناوړه پایلې لرلی شي.

جرمني، نېدرلنډز او ډنمارک کې اوه کسان پر یهودانو د بريدونو په شک نیول شوي

جرمن چارواکي وايي، د حماس دری مشکوک غړي یې د یهودانو پر مرکزونو د بريد د پلان په تور نیولي دي. په نېدرلنډز کې یو بل کس له دغې ډلې سره د تړاو په تور نیول شوی دی.

څارنوالانو ویلي، مشکوکو کسانو پلان درلود چې په برلین کې په یوه برید کې د احتمالي کارونې لپاره وسلې ذخیره کړي.

د جرمني د څارنوالانو په وینا په برلین کې نیول شوي درې تنه لبنانیان او مصریان دي. څلورم مشکوک کس د نېدرلنډز تبعه دی، چې د جرمني په غوښتنه په روتردام کې نیول شوی دی.

ګومان کېږي چې دغه څلور واړه کسان له ډېرې مودې راهیسې د حماس غړي دي. د جرمني چارواکو ویلي چې دوی د حماس د پوځي څانګې عزالدین قسام لوا له مشرتابه سره په "نژدې اړيکه کې" دي.

بل پلو ډنمارکي چارواکو هم ویلي چې دوی درې کسان د یهودانو پر ضد د برید پلانولو په تور نیولي دي.

د ډنمارک امنیتي ادارې ویلي، د ډنمارک او جرمني نيونې مستقیماً کوم تړاو نه لري.

ډنمارکي چارواکو ويلي، دری واړه کسان به د ترهګرۍ له تورونو سره مخامخ شي، او د دغه هېواد لومړي وزیر په وینا ګواښ "ډېر جدي نه و."