ولې په غزه کې تر اوسه اوربند نه دی شوی؟

د عکس سرچینه، Getty
- Author, موهاناد توتونجي
- دنده, بي بي سي - عربي څانګه
په داسې حال کې چې دواړه لوري هڅې کوي، اختلافونه راکم کړي، له هیلو او هڅو سره سره په غزه کې د اسرائیل او حماس تر منځ د اوربند رامنځته کېدو کې ځنډ راغلی.
په وروستیو کې د اسرائیلي او حماس چارواکو او دغه راز د منځګړو له خبرو داسې هیلې راوټوکېدې، چې ژر به یوه نهايي هوکړه لاسلیک شي، خو خبرو کې پرمختګ نه دی شوی.
د اسرائیلي راډیو رپوټ له مخې د اسرائیل حکومت له لوري نوي شرطونه ښايي له حماس سره د یوې هوکړې رامنځته کېدو کې د ځنډ لامل شوي وي، چې کېدای شي په ځواب کې حماس هم نوي شرطونه ایښي وي.
د اسرائیل لومړي وزیر بنیامن نتنیاهو ویلي، یو څه پرمختګ شوی، خو نوموړی وايي، نه پوهېږي، چې یوې هوکړې ته رسېدل به څومره وخت ونیسي.
امریکا، مصر، قطر او په دا وروستیو کې ترکیه د اسرائیل او حماس تر منځ د هغې نژدې ۱۴ میاشتنۍ جګړې پای ته رسولو لپاره منځګړیتوب کوي، چې د اټکلونو له مخې نژدې ۴۵ زره کسان په کې وژل شوي دي.
نوي شرطونه او پېچلتیاوې

د عکس سرچینه، Getty Images
د اسرائیل راډیو رپوټ له مخې د نتنیاهو کابینه اوس له حماسه غواړي، چې د هغو ټولو یرغمل کسانو نوملړ باید ورکړل شي، چې اوس هم له دوی سره دي.
منځګړي بیا وايي، دا شرطونه په داسې حال کې مخې ته راغلي، چې خبرې نسبتاً د پرمختګ یوه ښه پړاو ته ورسېدې.
دوی وايي، اسرائیل چمتو شوی وو، چې د هغو فلسطینیانو نوملړ وړاندې کړي، چې د هوکړې په لومړي پړاو کې به خوشي کېږي.
ځینې مبصرین وايي، د اسرائیل له نوي شرط سره د خبرو پر وړاندې یو خنډ راپیدا شوی او حماس تر اوسه پورې هغه نوملړ نه دی وړاندې کړی، چې غوښتنه یې ترې شوې وه.
په ځینو رپوټونو کې وړاندوینه شوې، چې داسې ډېر احتمال شته، چې له دې نوي شرط سره به خبرې نورې هم پسې وغځېږي.
په خبرو کې د پرمختګ په هکله د اسرائیلي چارواکو له څرګندونو سره سره د رسنیو رپوټونه ښيي، چې امریکايي مرکچیان د قطر له پلازمېنې دوحې ته تللي دي، چې دغه خبرې په کې روانې وې. دا د ځینو موضوعاتو په هکله په ټپه د ولاړ وضعیت انعکاس کېدای شي.
د یو شمېر امریکايي سرچینو په خبره یوه خورا مهمه موضوع د هغو یرغمل شویو اسرائلیانو د شمېر په هکله هوکړه ده، چې په لومړي پړاو کې به خوشي کېږي.
دغه راز په اسرائیلي زندانونو کې د هغو فلسطیني بندیانو معرفي هم مهمه موضوع بلل کېږي، چې د هوکړې له مخې به د خوشي کېدو لپاره نومول کېږي. یوه بله پېچلې موضوع دا ده، چې هوکړې ته د دواړو لوریو له رسېدو وروسته به په غزه کې حکومت څوک کوي او دا هغه موضوع ده، چې تر اوسه پرې توافق نه دی شوی.
په همدې موضوع کې د اسرائیلي ځواکونو ستنېدلو، بې ځایه شویو خلکو ته د بېرته ستنېدو اجازې ورکولو او د پولې پر سر د تګ راتګ ځایونو کې د ادارې څرنګوالي خبرې هم شاملې دي.
مثبت خو سخت وضعیت

د عکس سرچینه، Getty Images
له دې ټولو ننګونو سره سره ځینې اسرائیلي سرچینو ویلي، داسې نښې نښانې شته، چې ښايي په څو ورځو کې یوه مقدماتي هوکړه رامنځته شي.
د چېنل ۱۲ اسرائیلي ټلویزیون رپوټ کې ویل شوي، د هغو فلسطینیانو د نوملړ په هکله هوکړه شوې، چې د یرغمل کسانو د تبادلې په لومړي پړاو کې به خوشي کېږي. د دې خبري شبکې په رپوټ کې دا ''محتاطه خوشبیني'' بلل شوې.
بل لور داسې رپوټونه هم ورکړل شوي، چې د نتنیاهو نوی شرط ''یوې هوکړې ته د رسېدو بهیر کې د ځنډ'' لامل کېدای شي.
دې ته غبرګون کې حماس خپلې غوښتنې وړاندې کړی، چې خبرې ورسره لاپېچلې شوې دي. ویل کېږي، حماس له غزې د اسرائیل بشپړې وتنې غوښتنه کړې او دغه راز په یو ځل د ټولو یرغمل اسرائیلیانو خوشي کولو بدل کې د جګړې ختمولو وړاندیز کړی دی.
اسرائیل لپاره ننګونې
اسرائیلي سیاسي ګوندونه بیا د دې خبرو او اوسني وضعیت پای ته رسولو په لړ کې یوه خوله نه دي.
د اسرائیل اپوزېسیون مشر یائر لاپید پر نتنیاهو تور پورې کړی، چې د خبرو پرمختګ په ترڅ کې یې بهرنیو رسنیو ته د جګړې پای ته رسولو په هکله د خپل انکار خبرونه افشا کړي او د منځګړیتوب د هڅو پر وړاندې یې خنډونه راپیدا کړي.
دا غندنه د بحران مدیریت برخه کې د اسرائیل کورني اختلاف نښه بلل کېږي. دغه راز پر اسرائیلي لومړي وزیر د اپوزېسیون او د یرغمل شویو کسانو د کورنیو فشار هم په ګوته کوي.
له دې سره پر بنیامن نتنیاهو په خپل حکومت کې دننه د سخت دریځو مخالفینو او په ځانګړې توګه د ایتامار بینګویر او بیزالیل سموتریچ په څېر وزیرانو فشار هم برالا ښکاري، چې له حماس سره د جوړجاړي مخالف دي.
په همدې ترڅ کې د بهر مېشتو اسرائیلیانو د چارو وزیر امیچای چیکلي بیا د احتمالي وړاندیز شوي اوربند جزیات بیان کړي دي، چې د ۴۲ ورځو لپاره یو اوربند پکې شامل دی.
د دې موقت اوربند په موده کې به کافي فرصت وموندل شي، چې د هوکړې نور پړاونه بشپړ او د دواړو لوریو تر منځ د شویو ژمنو پوره کولو ته لار هواره شي.
د مصر او قطر رول

د عکس سرچینه، Getty Images
د ښکېلو اړخونو تر منځ د مذاکراتو روان ساتلو لپاره د مصر یو پلاوی دوحې ته رسېدلی دی.
ځینې سرچینې تائیدوي، چې ښايي مذاکرات وروستي پړاو ته رسېدلي وي، او ښايي په څو راتلونکو ورځو کې یوه هوکړه اعلان شي.
نوی کال رادبره کېدونکی دی، او داسې ښکاري چې پر دواړو لوریو د وخت فشار په ډېرېدو دی، چې یو جوړجاړی وکړي، چې تاوتریخوالی کم او یوه پراخ حل ته زمېنه برابره شي.
په داسې حال کې چې نړیوال د بحران پای ته رسېدو په تړاو د یوې هوکړې اعلان ته انتظار کوي، د دواړو لوریو تر منځ د داخلي امنیت او سیاسي موضوعات تر ټولو سترې ننګونې بلل کېږي.
زړه نازړه وضعیت
د اسرائیلي استخباراتو او امنیتي چارو یو ماهر یوسي کوپرواسر له بي بي سي سره خبرو کې وویل، سخته ده، چې د دې خبرو د پایلې په هکله څه وویل شي.
کوپرواسر چې مخکې یې د اسرائیل دفاع وزارت کې دنده درلوده وايي: ''داسې هېڅ تضمین نه شته، چې ژر به یو څه وشي. خو یو فرصت شته او دا له دواړو لوریو امتیازات غواړي.''
دا پخوانی اسرائیلی جنرال په دې باور دی، چې اسرائیل او حماس دواړه یوه جوړجاړي ته د رسېدو لېوالتیا لري او په خبره یې حماس په ځانګړې توګه د ایران او سیمه ییزو ملاتړو د همکارۍ له کمېدو وروسته کمزوری شوی دی.
نوموړی د دې ترڅنګ زیاتوي، چې د دې مانا دا هم نه ده، چې هوکړې ته رسېدل اسان شوي دي: ''مذاکرات خورا پېچلي دي، له دواړو لوریو د کافي امتیازاتو غوښتنه لري. خو اوسني شرایط ښايي یو فرصت رامنځته کړي، که یو څه محدود هم وي، خو پرمختګ کېدای شي.''
ده دا مذاکرات ''لړزاندې ځانګو'' ته ورته وبلل، چې په خبره یې: ''یوه ورځ داسې ښکاري چې پرمختګ شوی، خو په بله ورځ یو نوی خنډ رامنځته شي''.








