ځينې افغانان چې په کاناډا کې د پناه اخیستلو وړ دي،‌ ولې بیا هم په زندان کې دي؟

    • Author, نادین یوسف
    • دنده, بي‌بي‌سي نیوز، ټورنټو

د ټورنټو په یوه ارامه او زرغون ښارګوټي کې یوه ۳۰ کلنه افغانه ښځه موبایل په لاس ډېرې غرمې په دې تمه تېروي چې که له خپل پلار، یوې وړې خور او کوچني ورور سره یو ځای شي.

د هغې د کورنۍ دا غړي په افغانستان کې نه دي، بلکې تر دې یو څو مایله لرې تر پولې هاخوا د امریکا په (ای‌سي‌اي) یا 'د کډوالۍ او د ګمرکي تطبیق' توقیف‌ځي کې ساتل کېږي.

درې واړه له څو میاشتو راهیسې له ګڼې ګوڼې ډکو بندخونو کې زنداني دي او له ناڅرګند برخلیک سره مخ دي؛ هغه ځای چې وکیل یې د کاناډا او امریکا تر منځ بیوروکراتیک خنډ بولي.

د دوی امریکايۍ وکیلې بي‌بي‌سي ته وویل چې دغه کسان په کاناډا کې د پناه اخیستنې وړ دي ځکه چې د دوی نږدې خپلوان په دغه هېواد کې قانوني کډوال دي خو د پناه غوښتنه یوازې پر ځمکنۍ پوله کولی شي. ځمکنۍ پولې ته دوی پرېښودل کېږي نه ځکه چې توقیف کې دي او امریکايي چارواکي بیا پر دې ټينګار کوي چې دوی یوازې په دې شرط خوشي کېدای شي چې کاناډا ته د هوا له لارې واوړي. خو هغسې څه هم له ویزې پرته ورته ناشوني دي.

د هغوی د ویزې غوښتنلیک اوس تر بیاکتنې لاندې دی او لا هم په توقیف کې دي. په دې حالت کې دوی په کاناډا کې د پناه اخیستنې غوښتنه نه شي کولی او له امریکا هم له ایستل کېدو سره مخ دي.

ټورنټو ته نږدې له خپله کوره "عسل" راته وویل چې د خپل پلار، خور او ورور د خوشي کولو لپاره یې هره هڅه کړې. بي‌بي‌سي دې ښځې ته د "عسل" مستعار نوم کاروي ځکه چې د هغې کورنۍ د لږکیو په یوه داسې قومي او مذهبي ډلې پورې اړه لري چې په افغانستان کې له ځورونې سره مخ ده.

هغې د خپلې قضیې د چارو ګړندي کولو لپاره په دواړو هیوادونو کې وکیلان ګمارلي دي او ان د (ای‌سي‌اي) مسؤلانو ته یې وړاندیز کړی چې که د کاناډا-امریکا تر پولې یې ورته را ورسوي نو دا به یې د لارې لګښت هم ورکړي خو دې هم ګټه نه ده ورته کړې.

د دوی وکیلان او کارپوهان وايي چې د دې کورنۍ قضیه دا جوتوي چې د کډوالو اړوند تګلارو کې د ډونلډ ټرمپ ادارې چټکو بدلونونو څنګه د پناه غوښتنې په لټه د ځینو کورنیو مخه نیولې ده. دې دا پوښتنې هم راپورته کړې دي چې په ریښتیا هم دا د کاناډا مسؤلیت دی چې د (ای‌سي‌اي) توقیف‌ځایونه کې د هغو خلکو د بندیانولو بهیر چټک کړي چې له هغه هېواد سره یو تړاو لري.

په همدې حال کې ښايي د عسل د کورنۍ غړي بېرته افغانستان او یا هم د دوی له خوښې پرته کوم درېیم هېواد ته ولېږل شي چې د دوی امریکايۍ وکیله جوډي ګوډوېن دا "تر ټولو وېروونکی ګام" بولي. هغه همدا راز وايي چې دا به "خدایزده دوی کوم ځای ته د لېږل کېدو له خطر سره مخ کړي او هلته به یې د خوندیتوب څه تضمين هم وي او که نه."

عسل وايي چې پلار یې له امریکايي ځواکونو سره د قراردادي په توګه کار کړی او که بېرته افغانستان ته ولېږل شي نو هلته د دې احتمال شته چې ښايي د طالبانو هدف وګرځي.

اغلې ګوډوېن له تېرو اتو میاشتو راهیسې هڅه کوي چې امریکايي چارواکي‌ افغانستان ته د دې کورنۍ له لېږل کېدو راوګرځوي.

هلته په کاناډا کې یې وکیلان هڅه کوي چې د هغه ځای پر ادارو یا چارواکو فشار راوړي چې د عسل پلار،‌ خور او ورور ته ویزې ورکړي چې د هوا له لارې د تګ زمینه ورته برابره شي.

د کاناډا او امریکا تر منځ د کډوالۍ -د خوندي درېیم هېواد تړون- له مخې هغه کډوال چې ویزې نه لري، باید پر ځمکنۍ پوله د پناه غوښتنه وکړي.

عسل هر وخت له خپلې بندیوانې کورنۍ سره د خبرو کولو هڅه کوي. د (ای‌سي‌اي) یا 'د کډوالۍ او د ګمرکي تطبیق' توقیف‌ځي اداره هلته له زنداني کسانو سره د خپلو خپلوانو په انلاین یا پرلیکه بڼه "لیدنې" ته اجازه ورکوي او دا ډېر کله هلته د خپلې بندیوانې اتلس کلنې خور په مرسته له کورنۍ سره غږېږي.

د دوی تر منځ یو وروستی زنګ یا اړیکه د 'ای‌پېډ' په مرسته ټينګه شوې وه. داسې وسیله چې د هغې د توقیف‌ځي شاوخوا ۸۰ نور بندیان یې هم په شریکه کاروي. د خبرو پرمهال یې خور تر دې مخکې چې په ژړا شي، د خپلو ورځنیو چارو په اړه ورته وغږېده چې د شپې د ښه خوب کولو لپاره څومره سختي ګالي او دا چې د ځان بوخت ساتلو لپاره وخت پر جامو وینځلو تېروي.

د کاناډا په قانوني اسنادو کې چې له بي‌بي‌سي سره شریک شوي، هغې ویلي چې د (ای‌سي‌اي) توقیف‌ځایونو وضعیت "حیرانه" کړې ده.

هغې ویلي، "په داسې حال کې چې موږ مجرمان نه یو خو بیا هم زموږ د ژوند هر څه څارل کېږي."

هغه وايي چې بربنډه تلاشي یې هم شوې او داسې خواړه ورکول کېږي چې "د خوړلو نه دي" او که څوک یې له خوړلو انکار کوي نو هغوی ته ګواښ کېږي چې "یو نفره بندخونې" ته به واچول شي.

بي‌بي‌سي له (ای‌سي‌اي) په دې اړه نظر وغوښت. چارواکو یې مخکې په متحده ایالاتو کې د کډوالو په توقیف ځایونو کې د خراب وضعیت په هکله رپوټونه رد کړي او دروغ یې ګڼلي دي.

عسل او ځينې نورې کورنۍ وايي چې د خپلو بندي غړو د روغتیا په اړه د معلوماتو په ترلاسه کولو کې له ستونزو سره مخ دي. د دې یو ورور د ذهني حملې له امله لس ورځې په روغتون کې بستر کړای شوی و او اوس بېرته د (ای‌سي‌اي) توقیف‌ځي ته لېږدول شوی دی.

"دوی په وخت د خپلو اسنادو کارونه نه وو خلاص کړي"

عسل بي‌بي‌سي ته وویل چې دا او دوه وروڼه خویندې یې لومړی ځل د ۲۰۲۳ کال په فبرورۍ کې کاناډا ته ورسېدل.

پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو او د تاوتریخوالي له ډېرېدو وروسته دوی کاناډا ته تېښته وکړه چې د دوی د خوښې هېواد و.

دوی لومړی ایران، بیا برازیل او له هغه ځایه امریکا ته لاړل او مخکې له دې چې شمالي پولې ته ورسږي او د 'روکشم روډ' له لارې کاناډا ته واوړي، د (ای‌سي‌اي) یا 'د کډوالۍ او د ګمرکي تطبیق' توقیف‌ځي مسؤلانو څلور ورځې ایسار کړل او بیا د نیویارک ایالت او د کیوبیک تر منځ نارسمي پولې ته تر ښه مزله وروسته رسېدلي وو. کله چې کاناډا ته اوښتي وو نو هلته یې د پناه اخیستنې غوښتنه کړې او بریالي شوي وو.

عسل وايي، "دا خوندي ځای دی. امنیت شته او ډېره ښه ټولنه ده."

د ۲۰۲۴ کال په اګست کې یې د کورنۍ نور غړي هم وتوانېدل چې له افغانستانه ووځي او په ورته لاره تر کاناډا ورسېږي. خو کله یې چې د کورنۍ وروستي غړي یعني مور او پلار او درې خویندې وروڼه په سفر روان شول نو په شمالي امریکا کې سیاست بدل شو.

روکشم روډ چې د ۲۰۱۷ او ۲۰۲۳ کلونو تر منځ کاناډا ته د زرګونو پناه غوښتونکو د ننوتلو لار وه، تړل شوې وه او امریکا په خپل جنوبي سرحد کې د زیاتېدونکو کډوالو د مخنیوي لپاره هلې ځلې کولې.

له امریکا مکسیکو ته له قانوني لارو ننوتلو کې له ناکامېدو وروسته د عسل کورنۍ پاتې غړو په دسمبر میاشت کې قاچاقبرو ته روپۍ ورکړې چې تر پولې یې هاخوا واړوي او هلته ځانونه چارواکو ته تسلیم کړي.

په فبرورۍ کې د عسل مور او یوه خور یې واک ته د ډونلډ ټرمپ له رسېدو او د کډوالو د توقیف او اخراجولو لپاره د اجرايوي فرمانونو تر لاسلیکولو وروسته خوشې شوې او کاناډا ته ورسېدې.

خو اغلې ګوډوېن وايي چې د عسل د کورنۍ نور پاتې درې غړي لا هم د (ای‌سي‌اي) په توقیف کې دي او امریکايي چارواکي یې د نوي تړون له مخې له خوشي کولو ډډه کوي.

دا چې دوی هم ولې په فبروري میاشت کې خوشي نه شول، د بخت خبره وه چې یاري یې ورسره ونه کړه.

اغلې ګوډوېن وايي، یوه چارواکي‌ ورته وویل چې "دوی په خپل وخت د اسنادو کارونه نه وو خلاص کړي."

د عسل د کورنۍ په اړه د بي‌بي‌سي د پوښتنې په ځواب کې د امریکا د کورني امنیت (ډي‌اېچ‌اېس) یوه لوړپوړي چارواکي وویل چې که دوی پخپله خوښه له دغه هېواده د وتلو غوښتنه وکړي نو "ای‌سي‌اي به یې په خوشالۍ سره خپل اصلي هېواد ته ستانه کړي."

هغه زیاتوي چې امریکا "نه غواړي له کاناډا امریکا ته او له امریکا کاناډا ته ناقانونه کډوال ولېږدوي. دا کار د ښه ګاونډيتوب او شراکت برخه ده."

د عسل د کورنۍ یو کاناډایی وکیل اېډم سادینسکي وايي چې کاناډا د دې فرصت لري چې د دغې کورنۍ د غړو یو ځای کېدو ته اجازه ورکړي.

هغه بي‌بي‌سي ته وویل، "موږ نه غواړو کاناډا په داسې بهیر کې ښکېله وي چې په ترڅ کې یې هغوی په احتمالي ډول داسې هېوادونو ته واستول شي چې دوی پکې له بشري حقونو د سرغړونو سابقه ولري."

ښاغلی سادینسکي‌ همدا راز ټينګار کوي چې کاناډا ته هغوی ته د ننوتلو اجازې ورکول به هم د درېیم خوندي هېواد تړون سره سم ترسره کېږي چې هغه د کورنیو د یو ځای کېدو په برخه کې ځينې معافیتونه لري.

بي‌بي‌سي ته په یوه بیان کې د کاناډا د کډوالۍ، د مهاجرینو او د تابعیت ادارې وویل چې د محرمیت قانون ته په کتو، دوی نه غواړي چې د دې کورنۍ د قضیې په اړه تبصره وکړي.

د کډوالۍ چارو وکیل ریچرډ کورلېنډ وايي چې دا قضیه کاناډايي چاراکو ته یوه معما ګرځېدلې ده.

ښاغلی کورلېنډ چې په دې قضیې کې ښکېل نه دی، بي‌بي‌سي ته وویل چې که دې کورنۍ ته اجازې ورکړل شي نو دا به د ای‌سي‌اي له لوري نورو ته یو مثال جوړ شي او "داسې نو کله کېدای شي چې تاسې یوازې یوې کورنۍ ته اجازه ورکوئ‌ خو نورو ته نه وایئ؟"

خو دی په دې باور دی چې کاناډا او امریکا دواړه مسؤلیت لري چې پر دې ځان ډاډمن کړي چې دغه کورنۍ به لږ تر لږه بېرته افغانستان ته نه لېږل کېږي.

دی وايي، "دا به د امریکا بې‌رحمي وي که کابل ته د دوی الوتنه رد نه کړي. هغوی پوهېږي چې دغه خلک هلته له څه برخلیک سره مخ کېدلی شي، ځکه چې هغوی په کابل کې تر ۲۰ کلونو ډېره موده تېره کړې ده."

د اوس لپاره عسل او د هغې کورنۍ په کاناډا کې خپلې قضیې ته زړه خوري او د یو ځای کېدو په تمه شپې سبا کوي.‌

عسل وايي، "باور وکړئ چې د شپې ډېر وخت سم خوب نه شم کولای."

خو دا هیله‌منه ده چې کاناډايي چارواکي به یوه چاره برابره کړي او "دوی به په دې حالاتو کې یوازې نه پرېږدي."