تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
اروپايي ټولنه: ځينې "مغرضې کړۍ" کډوال پر غړو هېوادونو د فشار راوړلو لپاره کاروي
د اروپايي ټولنې د حقونو اداره یا (اېفاراې) وايي چې ځينې "مغرضې کړۍ" د دې ټولنې پر غړو هېوادونو د فشار راوړلو لپاره کډوال او پناه غوښتونکي د یوې وسیلې په توګه کاروي.
په وینا یې، له اروپايي ټولنې ځينې بهر هېوادونه په مکرر ډول پناه غوښتونکي او کډوال د دوی پولو ته ور لېږي او بیا یې د ور اړولو هڅه کوي.
خو د دې ټولنې د حقونو ادارې اوس په یوه مقاله کې ویلي چې د دغه کار د مخنیوي لپاره د "کډوالۍ تړون" پلي کول غواړي.
د اېفاراې په وینا، د دې ټولنې د کډوالۍ تړون به د هغو "مغرضو کړیو" په مخنيوي کې مرسته وکړي چې کډوال او پناه غوښتونکي پر غړو هېوادونو د فشار راوړولو لپاره کاروي.
که څه هم دې ادارې "مغرضې کړۍ" نه دي په ګوته کړي چې هدف یې څوک یا کوم هېوادونه دي خو فرانس پرېس خبري اژانس د بېلګې په توګه پولنډ یاد کړی.
پولنډ پر بېلاروس او روسیې تور پورې کړی چې ګواکې د افغانستان، عراق، اېتوپیا او ځینو نورو ملکونو کډوال د اروپايي ټولنې اړوندو هېوادونو سره د پولنډ پولو ته رسوي او وروسته یې هاخوا د ور اړولو هڅه کوي.
د حقونو ډلو بیا وروسته پولنډ پر ناقانونه کړونو او دې تورن کړی چې ګواکې له کډوالو سره تاوتریخوالی کوي او له خپلو پولو یې شړلو ته اړ باسي.
په تړون کې څه دي؟
په مقاله کې د اروپايي ټولنې د حقونو ادارې ویلي چې د کډوالۍ دا تړون به د ۲۰۲۶ کال په نیمايي کې پلی شي.
په وینا یې، دا به د اروپايي ټولنې ټولو غړو هېوادونو ته جواز ورکړي چې "رد شوي" کډوال پرته له ځنډه په "خوندي ډول او پوره درناوي سره" بېرته ستانه کړي.
په مقاله کې دې ټولنې همدا راز یادونه کړې چې له دې سره به د هغو هېوادونو لاسونه لنډ شي چې کډوال د "یوې وسیلې په توګه د دوی پر ضد کاروي".
دې ادارې زیاته کړې چې اروپايي ټولنه به له دې سره وکړای شي چې د داسې عمل تکراروونکو هېوادونو د مخنیوي لپاره پر دوی بندیزونه ولګوي او یا یې د وګړو لپاره د ویزو شرایط هم سخت او محدود کړي.
له ۲۰۲۳ تر ۲۰۲۴ نږدې "۶۰ کډوال مړه شوي"
د اېفاراې مشرې سیرپا روتیو ویلي، " د اروپايي ټولنې غړي هېوادونه د سیاسي ګټو لپاره کارول کېدونکو کډوالو ته د سزا ورکولو پر ځای باید نېغ د مغرضو کړیو پر وړاندې ګامونه اوچت کړي".
دې زیاته کړې، "د وسیلې په توګه د پناه غوښتونکو د کارولو د مخنیوي لپاره زموږ د اوسنیو کارکړنو په ترڅ کې ښايي د اروپايي ټولنې اړوند هېوادونو پر پولو د کډوالو په ګډون، د ځينو خلکو د بنسټيزو حقونو پالل اغېزمن شي".
خو د اروپايي ټولنې د حقونو ادارې یا (اېفاراې) په وینا، "ځينې هغه حقونه به په بشپړ ډول خوندي وي او هېڅکله به هم محدود نه شي. لکه د شکنجې منع کول او دا چې که کوم پناه غوښتونکي بېرته خپل هېواد ته لېږل کېږي نو هلته خو به یې ژوند او ازادي له خطر سره نه مخ کېږي".
د دې ادارې د معلوماتو له مخې، په ۲۰۲۳ او ۲۰۲۴ کې له بېلاروس سره د اروپايي ټولنې غړو هېوادونو پولو ته څېرمه نږدې ۶۰ تنه مړل شول. وايي، ډېر یې یخ وهلو یا د هایپوترمیا له کبله مړه شوي ځکه چې هلته اوږده موده بند پاتې وو.
د یادولو ده چې څه موده مخکې داسې خبرونه وو چې ګڼ افغانان اروپا ته د اوښتو په تکل په بېلاروس او څېرمه سیمه کې کې بند پاتې دي. وروسته د ځینو د مرګ، د یو شمېر نورو د نیول کېدو او د ځينو بېرته افغانستان ته د لېږل کېدو خبرونه خپاره شول.
تېره مې میاشت هم ځينو رسنیو خبر ورکړ چې د بېلاروس پولیسو د افغان او پاکستانیو ناقانونه کډوالو یوه ډله نیولې چې غوښتل یې لاتویا، لېتوانیا او یا ګاونډي پولنډ ته واوړي.