شننه: د ټرمپ او زېلېنسکي ترمنځ ناندرۍ ناټو لپاره د یو لوی کړکېچ نښه ده

    • Author, جېرمي بوئین
    • دنده, د نړیوالو خبرونو ایډیټر؛ بي‌بي‌سي نیوز

د ډونلډ ټرمپ او ولودیمیر زېلېنسکي ترمنځ اړیکې سپینه ماڼۍ کې له شوره تر دې ډکې مشاجرې مخکې هم کافي اندازه خرابې وې.‌

د امریکا ولسمشر تر دې لا مخکې زېلېنسکي "دیکتاتور" بللی او ویلي وو چې جکړه اوکرایین پیل کړې – چې دا دروغ دي.

اوس د امریکا او اوکرایین ترمنځ ټلواله چې جو بایډن پاللې وه، ټوټه ټوټه شوې.

دا ډانک پیېلی بېلتون د یوه ستر کړکېچ نښه ده چې د امریکا او د ناټو د اروپايي‌ غړو ترمنځ‌ پر اړیکو یې هم سیوری غوړولی.

اوس به له اوکرایین ورهاخوا د اروپا امنیت ته د امریکا د ژمنتیا په تړاو هم لا ډېر شکونه او پوښتنې راولاړې شي.

په دې کې تر ټولو لویه پوښتنه دا ده چې ایا ډونلډ ټرمپ به په ۱۹۴۹ کال د خپل سلف 'هري ترومن' لخوا پر دې شوې ژمنه ولاړ پاتې شي چې د ناټو پر یوه غړي برید به پر امریکا برید ګڼل کېږي.

څرنګه چې لیدل کېږي، دا اندېښنې پر دې بنسټ دي، چې ټرمپ د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره د پياوړو اړیکو د رغولو هوډ کړی.‌

هغه پر اوکرایین زیات فشار راوستی او هممهاله یې پوتین ته ستر امتیازات وړاندیز کړي چې په حقیقت کې یې اوکرایین باید ورکړي.

بلخوا د اوکرایین امنیت ته په ډېر زیات توپير دویمه درجه اهمیت ورکړل شوی او اروپايان اندېښمن دي چې د دوی امنیت ته هم همداسې.

د دغو امتیازاتو له ورکړې د اوکرایین د ولسمشر ډډې کولو ډونلډ ټرامپ غوسه کړی دی.

موضوع یوازې د طبیعي زېرمو د کانونو د تړون نه ده‌ چې زېلېنسکي یې له لاسلیکولو انکار وکړ.

اوکرایینیان پر دې باور دي چې د یوه ملت په توګه د خپل پایښت لپاره جنګېږي – او دا چې که یو مخ نیوونکی ځواک نه وي، پوتین به د جګړې پای ته رسولو لپاره هر ډول کړې ژمنه ماته کړي.

همدا ده چې زېلېنسکي په وار وار د امریکا د امنیتي تضمینونو غوښتنه کړې.‌

د دواړو مشرانو ترمنځ‌ دا لیدنه د امریکا د مرستیال ولسمشر جی‌ډي وېنس له مداخلې وروسته په مشاجرې واوښته.

د یوه دیپلوماتیک څارونکي په وینا،‌ اوس داسې شکونه او انګېرنې هم شته چې دغه علني شخړه له وړاندې یو پلان شوی سیاسي تاړاک و چې زېلېنسکي اړباسي یا د امریکا امرونو ته غاړه کېږدي، یا داسې کړکېچ رامنځته کړي چې دوی ته اجازه ورکوي، وروسته چې هر څه پېښیږي، نو دوی یې له کبله نوموړی ملامت کړي.

که ټرمپ تر دغه کړکېچ وروسته له کیېف سره د پوځي مرستو د بندولو پرېکړه وکړي، اوکرایین به بیا هم جګړې ته دوام ورکړي. خو پوښتنې دا دي چې په جګړه کې به د دغه هېواد اغېزمنتیا څومره وي او تر کله.

د اوکرایین پر اروپايي متحدانو به هم د دې لپاره فشار دوه برابره شي چې دا تشه ډکه کړي.