د هغې هندۍ ډاکټرې کیسه چې تر ۲۰ زرو د ډېرو مړو د عدلي طب معاینه یې کړې

د عکس سرچینه، Getty Images
- Author, سوامیناتن نتارانجن
- دنده, بيبيسي
یادونه: په دغه رپوټ کې د مړو د عدلي طب معاینې په اړه جزیات ورکړل شوي دي چې ښايي تاسې هېښ کړي.
هندۍ ډاکټرې شرلي واسو ته د خپلو طبي خدمتونو له کبله ګڼې جایزې ورکړل شوې دي خو د کورنۍ غړي یې د هغې د کار په اړه له وېرې ډېر جزیات نه ترې غواړي. خو ولې؟
ځکه چې په تېرو شاوخوا درو لسيزو کې دې ډاکټرې داسې زرګونه مړي معاینه کړي چې یا يې د مړ کېدو پر ډول شکونه وو، یا ناڅاپه مړه شوي او یا هم د تاوتريخوالي په ترڅ کې وژل شوي وو.
ډاکټره شرلي واسو د هند د څه باندې ۳۳ میلونه نفوس لرونکي ایالت کیرالا لومړنۍ 'فرانزک پيتالوجسټ' یا د مړو د عدلي طب معاینه کوونکې ده.
په کیرالا ایالت کې دا عامه خبره نه ده، ځکه چې هلته ښځې ان د هندوانو د مړو سوځولو ځای 'شمشان ګاټ' ته هم تګ ته زړه نه ښه کوي. خو دا مېرمن د مړو بدن څېري او طبي معاینه یې کوي.
په تېرو کم زیات ۳۰ کلونو کې ډاکټرې واسو د شاوخوا ۲۰ زرو جسدونو د عدلي طب معاینه یا 'پوسټ مارټم' کړی دی. په دوی کې د مړې شوې ښځې په رحم کې د جنین له معاینې رانیولې بیا تر سل کلونو بوډاګانو پورې خلک شامل دي. لنډه دا چې د هر عمر جسدونه یې کتلي او معاینه کړي دي.
خو د مړو د عدلي طب معاینو په اړه د دې ۶۸ کلنې ډاکټرې خاطرې بالکل د پولیسي ناولونو جنايي پېښو ته ورته دي.
لومړنۍ پېښه

د عکس سرچینه، Dr Shirley Vasu
ډاکټرې شرلي واسو لومړی ځل د انسان د یوه جسد معاینه په ۱۹۸۱ کې وکړه.
دا هغه مهال په خپله برخه کې پر تخصص بوخته وه. د پوهنتون استاد یې ورته ویلي وو چې د مړي ککرۍ او د اوږو هډوکي معاینه کړي. دا کوپړۍ او د لاسونو هډوکي یوه ابشار ته څېرمه په اوبو کې ۱۳ مېتره ژورو کې موندل شوي وو.
ډاکټره واسو وايي چې "هغه هډوکي وراسته شوي وو".
اغلې واسو له دوو نورو محصلانو سره په ګډه وموندله چې هغه ککرۍ د یوه ۱۴ یا ۱۵ کلن نارینه ده او په وینا یې، "د اوږې پر هډوکو یې داسې نښې او ټپونه وو چې ګواکې چا یې د پرې کولو هڅه کړې. دا د قتل قضيه وه."
له دې ډاکټرې سره هغه مهال کامره نه وه نو ځکه یې هغه هډوکي یوې عکاسخونې ته یووړل، پر مېز یې کېښودل او عکسونه يې ترې واخیستل.
عکاس د انسان هډوکو په لیدو وېرېدلی او پولیسو ته زنګ کړی و خو بیا د دوی استاد مداخله کړې وه او دغه زدکړیالانې یې د پولیسو له پوښتنو ګروېږنو ژغورلې وې.
وروسته دوی معلومه کړه چې دا جسد د یوه داسې هلک دی چې ۴۱ ورځې مخکې نادرکه شوی و. اصلي تورن د هغه ۱۸ کلن تره زوی و. خو محاکمې نه وروسته د هغه هلک د وژنې په تور څوک مجرم ونه پېژندل شول.
د مړو د عدلي طب معاینه ولې او څنګه کېږي؟

د عکس سرچینه، Getty Images
د 'پوسټ مارټم' یا د مړي د عدلي طب معاینې موخه دا وي چې د مړه یا وژل شوي کس د مرګ لامل معلوم کړای شي.
که د مړي پېژندګلوي جوته نه وي نو بیا د جسد د شناخت لپاره هم دا معاینه ترسره کېږي.
ډاکټرې واسو په ۱۹۸۲ کې په 'کوزي کودې' روغتون کې د 'فرانزک' یا د مړو عدلي طب معاینه کوونکې شعبه کې کار پيل کړ. له هغې وروسته یې هره ورځ دا ډول دوه-درې معاینې کولې. په یوه ډېره بوخته ورځ به یې ان اووه جسدونه سپړل او معاینه کول.
په ورځني ډول یې کله سوځېدلي مړي، کله وراسته شوي او ټوټه ټوټه شوي جسدونه او کله خو د انسانانو داسې پاتې شوني هم معاینه کول چې بېرته به له خاورو رایستل شوي وو.
دا وايي چې، "د ټپونو، نښو نښانو او نورو اندېښمنوونکو څېزونو د معلومولو لپاره تر ټولو لومړی ګام بصري معاینه یا د مشاهدې کول وي."
تر هغه وروسته یې د سينې، خېټې او د بدن د داخلي غړو معاینه کېږي. د جسد بېلابېل غړي پلټل کېږي او په پای کې د مغزو د معاینې لپاره د مړي ککرۍ پرانیستل کېږي.
که کوم کس په ګولۍ لګېدلی وي نو د مرمیو د ډول معلومولو لپاره د ټول بدن اېکسرې کېږي.
که مړ شوی کس پر نري رنځ اخته و، یا یې سرطان درلود نو ډاکټران یې په دمه دمه معاینه کوي چې بدن یې ډېر اغېزمن نه شي.
ډاکټره واسو د داسې مړو له معاینې سره هم مخامخ شوې چې یوه کس د ماشوم په ګډون د خپلې کورنۍ نور غړي ډلهييزې ځانوژنې ته رضا کړي وو.
دا وايي، "دا زموږ د کار برخه ده خو کله چې انسان د ماشوم جسد ویني نو خپه کېږي."
د جنین سقط او پکې ښکېلې ښځې

د عکس سرچینه، Getty Images
ډاکټرې واسو چې یو وخت د کيرالا ایالت په شمال کې کار کاوه نو هغه مهال د ځوانو میندواره ښځو د مړینې کچه لوړه شوې وه.
د هغوی د عدلي طب معاینې پر مهال دا ډاکټره شکمنه شوه چې هغه ښځې "په جبر د ماشوم سقطولو" له کبله مړې شوې دي او دا چاره تر ډېره کم تجربه ډاکټرانو کړې ده.
دا زیاتوي چې، "داسې ټپونه یې درلودل چې یو باتجربه ډاکټر هېڅکله هم د حمل تر سقط وروسته دومره ظالمانه نښې نه پرېږدي."
په څېړنه کې معلومه شوه چې هغه ښځې د رحم د میکروبي کېدو او سختو دردونو له کبله مړې شوې وې.
په هغه قضیه کې د هغه دولتي روغتون د تقاعد شوو ښځينه نرسانو یوه ډله ونیول شوه چې ډاکټرې واسو کار پکې کاوه. هغو ښځينه نرسانو په خپلو کورونو کې کلینیکونه جوړ کړي وو او له روغتونه غلا کړو طبي الاتو سره د ماشومانو د سقطولو پر مهال ونیول شوې او په ترڅ کې يې شپږو تنو ته جزا ورکړل شوه.
د یوه جرمي چلند ثبوت پیدا کولو تر څنګ د عدلي طب معاینه په ځينو داسې پلټنو کې هم ګټوره ثابتېږي چې د یو چا بې ګناهي زباد کړي.
د ډاکټرې واسو هغه کس په زړه دی چې ۹۸ کلنه مور یې له کټه پرېوتو سره مړه شوې وه خو اندېښمن و چې پر ده یې د قتل تور پورې نه شي.
خو دې ډاکټرې تر پوسټ مارټم وروسته ثابته کړه چې د هغې ښځې مرګ یوه حادثه وه.
دا زیاتوي، "د ماشومانو په ګډون د عمر خوړلو لپاره هم غورځېدل مرګونې پایلې لرلی شي. هغه ښځه په داسې زاویې غورځېدلې وه چې د ملا تير او ماغزو تر منځ اړیکه یې له منځه تللې وه."
د زمري خوړلې ښځه
د ۱۹۸۰مې لسیزې په وروستیو کې د خپل روغتون په ۱۱۰ کیلومترۍ کې د یوې داسې ښځې سر او ورمېږ وموندل شول چې هلته زمري ډېر وو.
خو د پېښې په سیمه کې له نښو نښانو داسې ښکارېدل چې ښځې په خپله 'ساړي' (د هندیو ښځو ځانګړي کالي) کې ځان له ونې راځوړند کړی، ځانوژنه یې کړې او د 'ساړي' له شکېدو سره یې ورمېږ مات شوی، لاندې راغورځېدلې او زمري خوړلې ده.
خو کله چې ډاکټرې واسو له یوه بل ډاکټر سره په مرسته د هغې ښځې د بدن د پاتې شونو معاینه وکړه، معلومه شوه چې هغه د ځانوژنې له کبله نه ده مړه شوې.
دا وايي، "له لوړه ځایه رالوېدو او په مرۍ کې د پړي اچولو نښې بیخي جلا وي. د دې پر ورمېږ له نښو ډېره واضح برېښېدله چې مرۍ یې خپه کړل شوې ده."
وروسته پلټنو کې جوته شوه چې یوه کس لومړۍ د دې ښځې مرۍ خپه کړې، بیا پر ونه ختلی او د هغې څېرې شوې 'ساړي' یې په ونه پورې راځوړنده کړې ده.
پولیسو وروسته دا قضیه د یوه فيل روزونکي له عریضې سره وڅېړله چې ویلي یې وو، ښځه او مرستیال یې دواړه ورک دي.
وروسته پلټونکو هغه مرستیال روزونکی وموند او معلومه شوه چې هغه ښځه ده وژلې ده او د قتل راز یې افشا شو.
د غرور احساس ورکېدل او عاجزي

د عکس سرچینه، Dr Shirley Vasu
ډاکټرې واسو د یوه جسد د عدلي طب وروستۍ معاینه په ۲۰۱۴ کې وکړه او په ۲۰۱۶ کې تقاعد شوه.
اوس هغه په یوه ځايي طبي پوهنتون کې استاده ده.
هغه له خپل کاره خوښه ده او وايي چې له مړو سره سروکار په انسان کې منفي انرژي پيدا کوي نو ځکه یې په سم وخت کې دا وظیفه پرېښوده.
هغه زیاتوي، "نه مې خوښېږي چې اوس مړستون ته نږدې هم ورشم. ځکه چې ټوله انرژي درنه زبېښي."
په جنوبي هند کې په مړو او مړینه پورې د ځینو تړلو کلتوري ځایونو په اړه بېلابېلې انګېرنې شته.
د هندوانو د 'لوړ ذات' ښځې د مړو سوځولو ځای ته نه ورځي خو د جنازې په ځينو نورو دودونو کې يې برخه اخلي.
ډاکټرې واسو هم له خپل کوره بهر یو تشناب جوړ کړی و چې له روغتون راتګ سره به مخامخ اول هلته تلله، حمام به یې کاوه او بیا به کور ته ننوتله.
د هغې مېړه هم ډاکټر دی خو وايي، څه چې دې د ورځنيو چارو پر مهال لیدلي دي، مېړه یې په اړه ان په خبرو کولو هم ډارېږي.
د دې اولادونه هم د هغې د کار په اړه له پوښتنو کولو ډډه کوي.
ډاکټره واسو وايي چې له جسدونو سره سروکار یې فکر بیخي بدل کړی دی او زیاتوي، "په مړستون کې کار کولو سره په تاسې کې عاجزي پيدا کېږي. بیا به تاسې غرور نه کوئ. بس یوازې د پاک سترا ژوند کولو ارمان به لرئ."











