منظور پښتین: د احتجاجونو پايله کې علي وزیر خوشی او د څو نورو فعالانو د ازادېدو ژمنه شوې

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور احمد پښتین ادعا کړې چې په وروستیو څو ورځو کې یې احتجاجونه بریالي وو او د ده په وینا ولسي پرلتونو او احتجاجونو د پام وړ پایلې لرلې دي.

نوموړي پخپله فېسپوکپاڼه لیکلي " په شمالي وزیرستان او د تحریک په ملګرو ویاړي."

د ښاغلي پښتین په وینا د اتمانزیو جرګې، سیاسي اتحاد او پرېس کلب مشرانو پر مټ په میرانشاه کې د څو ورځني احتجاج وروسته 'علي وزیر او زاهد میاخېل راخلاص شوي دي.'

هغه همدا د مزاکراتي ټیم په منځګړیتوب په مشروط ډول تر یوې اوونۍ د احتجاجونو ځنډولو اعلان هم کړی دی.

نوموړي ویلي احتجاجونه په دې شرط دروي چې څو نور ملګري چې ده یې نومونه ' عیدالرحمن، زاکیم خان او جلال' یاد کړي باید د ده په ټکو 'تر یوې اوونۍ ازاد شي."

د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ مشر او د قامي اسمبلۍ غړی علي وزیر تېره اوونۍ پاکستاني ځواکونو نیولی و.

اوونۍ وړاندې د هغه د نېول کېدو په اړه د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي‌ټي‌ایم) یوه مخکښ غړي ادریس پښتین پر خپل ټویټر لیکلي وو، "علي وزیر د ۲۰۲۳ کال د بودیجې په تړاو جلسې ته روان و چې له شمالي وزیرستانه وتښتول شو."

نوموړی داسې مهال دویم ځل لپاره زندان ته وړل شوی و چې د پښتون ژغورنې غورځنګ غړو له نږدې یوې میاشتې راهیسې د شمالي‌ وزیرستان په ميرانشاه کې د خپلو نیول شویو ملګرو عیدالرحمان، زکیم وزیر او جلال وزیر د نیول کېدو غبرګون کې پرلت پیل کړی.

د منظور پښتین او علي وزیر په ګډون د دغه غورځنګ ګڼ مشرانو هم په دغه پرلت کې برخه لرله.

که څه هم قومپاله مشر علي وزیر دا ځل په یوه اوونۍ موده کې له بنده خوشی شوی خو له دې وړاندې 'د پاکستان د ګټو خلاف ' څرګندونو په تور دوه کاله په زندان کې ساتل شوی و.

نوموړی تېره فبرورۍ میاشت کې له ۲۶ میاشتني بند ورسته ازاد شو چې پښتنو او حقوقي فعالانو یې دروند هر کلی وکړ.

د پي‌ټي‌ایم یو شمېر غړو دا هم ویلي چې امنیتي‌ ادارو یې د پرلت د دوام په صورت کې د مشرانو د نیولو ګواښ کړی دی.

د علي وزیر له نېول کېدو وروسته دا احتجاجونه څو نورو ښارو ته هم وغځېدل خو تازه منظور پښتین د نرمښت اعلان کړی او په وینا یې د پرلپسې پرلت له برکته د یادو کسانو د خوشې کېدو ژمنه ورکړل شوې ده.