ولې هند بنګله ژبي مسلمانان نیسي؟

    • Author, زویا متین
    • دنده, بي بي سي

په ګروګرام کې چې د ډیلي ښار ته څېرمه یوه شتمنه سیمه ده، د ښایسته اپارتمانونو، عصري ودانیو او قیمتي موټرو تر څنګ، له کثافاتو ډکې کوڅې، مچان، او خیمې جوړې شوې چې کډوالۍ په کې اوسېږي.

دلته د هند شتمن خلک په داسې بلاکونو کې اوسېږي چې سترې دروازې لري او ساتونکي یې څاري، خو نږدې خټینه سیمه کې هغه بې‌وزله کارګران ژوند کوي چې د نورو کورونه پاکوي، کثافات ټولوي او ورځنۍ مزدورۍ کوي.

تېره میاشت، سیمه‌ییزو چارواکو سلګونه کارګران، چې زیاتره یې وايي، دوی د بنګال ایالت بنګله ژبي مسلمانان دي، د "تصدیق" په نوم عملیاتو کې نیولي. نیول شوي کسان د تابعیت اسنادو کره کولو لپاره ځانګړو مرکزونو ته انتقال شوي دي، ډېرو یې ادعا کړې چې پولیسو له دوی سره ناوړه چلند کړی. خو پولیس دا تورونه ردوي.

اطهر علي شیخ، چې له ۱۵ کلونو راهیسې په دې ځای کې ژوند کوي، وايي: "ما د رایې کارت او ملي پېژندپاڼه لرله، خو هغوی وویل جعلي دي. شپږ ورځې مې داسې تېرې کړې چې هېڅ برخلیک مې معلوم نه و."

د دې اقداماتو له امله سلګونه کارګران له خپلو کورونو، دندو او حتی کورنیو په داسې حالت کې وتلي چې هغوی یې ته یې معلومات لا نشوای ورکولی. ځینې یې د شپې له خوا وتلي، خپل سامانونه، دندې او حتی ماشومان یې پرېښي.

اطهر علي شیخ وايي: "ایا دا ځکه چې زه مسلمان یم، بنګله ژبه وایم، یا دا چې بې‌وزلی یم؟ ولې شتمن بنګالي اوسېدونکي ونه نیول شول؟"

په ګروګرام کې پولیسو د کومې ځانګړې ټولنې په نښه کول رد کړي دي. د سیمې عامه اړیکو افسر سندیپ کمار بی‌بي‌سي ته وویل: "نه مذهب او نه ټولنیز طبقه له دې عملیاتو سره کوم تړاو لري."

هغه زیاته کړه چې له نیول شویو ۲۵۰ کسانو څخه یوازې ۱۰ تنه غیرقانوني مهاجر پېژندل شوي، او هغوی به واقعاً شړل کېږي.

"نور ټول خوشي شوي دي، په مرکزونو کې له هېچا سره ناوړه چلند نه دی شوی. موږ پوره انصاف او بې‌طرفي ښودلې ده."

په همدې حال کې، د ښار په بله خوا کې هم وېره او اندېښنه محسوسېږي. کارګران نشته او د کثافاتو ډک بکسونه او ډېرانونه له کثافاتو ډک شوي او کوڅو ته غځېدلې، چې اوسېدونکو ته یې ستونزې پیدا کړې دي.

تبسم بانو، چې د شتمنې سیمې په یوه کمپلکس کې ژوند کوي، وویل: "زموږ د کور خدمتګاره او د هغې مېړه، چې موټر چلوونکی و، دواړه لاړل او اوس موږ هېڅ مرسته نه لرو."

په هند کې د د هغو کډوالو پر ضد چې ویل کېږي له اکثریت مسلمان هېواد بنګله‌دېشه راغلي دي او هند کې په غېرقانوني ډول اوسېږي، سخت اقدامات نوې خبره نه ده. دواړه هېوادونه د ۴۰۹۶ کیلومتره (۲۵۴۵ مایله) اوږده سرحد له لارې جلا شوي، او د خلکو د تګ راتګ څپې هر وخت تجربه کوي.

خو دا هڅې د لومړي وزیر نرېندرا مودي په حکومت کې لا زیاتې ښکاري.

په وروستیو میاشتو کې، سلګونه کسان، چې پکې د هند پوځ یو تجربه‌کار مسلمان افسر هم شامل دی، د غیرقانوني کډوالۍ په شک نیول شوي دي.

په شمال‌ختیځ ایالت آسام کې، چې دا موضوع له څو لسیزو راهیسې هلته یوه توده شخړه ده، چارواکو سلګونه بنګالي مسلمانان د "غیرقانوني بنګله‌دېشیانو" په تور بېرته بنګله‌دېش ته شړلي دي.

په ډیلي کې هم د خلکو نیول او ایستل روان دي. په تېرو شپږو میاشتو کې شاوخوا ۷۰۰ کسان نیول شوي او سرحدي ایالتونو ته لېږل شوي دي. دې اقداماتو پر محرومو ټولنو ژور اغېز کړی دی. په ګروګرام کې، په خټینو او خپلسریو جوړو شویو ودانیو کې د حیرانتیا فضا خپره ده.

رونا بي بي وویل: "کلونه مو د دوی کورونه پاک کړي او کثافات مو ټول کړي، اوس له موږ سره داسې چلند کېږي لکه موږ خپله چې کثافات یو."

رونا، چې د کور خدمتګاره ده، وايي مېړه یې هماغه ورځ چې نیونې پیل شوې، له بنګال څخه بېرته راغلی و. کله چې یې د نیونو خبر واورېد، دومره وېرېدلی و چې بېرته لاړ ، دا ځل پرته له دې چې خپلې مېرمنې ته خبر ورکړي.

رونا وویل: "درې ورځې مې داسې فکر کاوه چې ښايي نیول شوی وي، یا دا چې ژوندی دی که نه، کله چې مو بالاخره خبرې وکړې، ویې ویل چې ځکه یې زنګ نه دی وهلی چې ستونزه جوړه نه شي."

خو دا د مېړه چلند نه و چې رونا ته یې اندېښنه پیدا کړې وه، او نه دا چې هغه اوس بې‌کاره دی، وايي په دې ځورېږي چې ویاړ یې تروړل شوی او له یوې سیمې سره د تړاو احساس، چې تر ټولو زیات یې دردولې، او د بې‌ارزښته والي احساس یې ورکړی.

هغې وویل: "مبارزه نشم کولی شم. د دې حالت پر ضد نه پوهېږم څه وکړم. که موږ ونیول شو، زه نه پوهېږم څنګه به ژوند وکړم. دا خټینه سیمه، زموږ کارونه، او هغه کورونه چې موږ یې پاکوو، همدا زموږ ټول ژوند دی."

ښاغلی کمار وايي چې دا وروستي اقدامات د کورنیو چارو وزارت د مې میاشتې د خبرتیا، چې د غیرقانوني کډوالو د شړلو لپاره نوې لارښوونې وړاندې کوي، پر بنسټ ترسره شوي.

د دې حکم له مخې، ټولو ایالتونو ته ویل شوي چې ځانګړې دنده‌لرونکې ډلې او د نیونې مرکزونه جوړ کړي، تر څو له بنګله‌دېش او میانمار څخه راغلي غیرقانوني کډوال وپېژني، تثبیت کړي او بېرته واستوي.

هر مشکوک کس ته به ۳۰ ورځې وخت ورکول کېږي چې خپل تابعیت ثابت کړي، او په دې موده کې به چارواکي د هغوی اسناد بېرته د هغوی پلرني سیمو ته د تصدیق او کره کېدو لپاره واستوي.

که دوی ونه توانېږي چې خپل معلومات تایید کړي، پولیس به یې " د امکانه تر حده، په ډلو کې، د مناسبو امنیتي تدابیرو لاندې" سرحدي ځواکونو ته وسپاري چې هغوی یې بیا له هېواده وباسي.

خو منتقدین پر دې حکم نیوکې کوي، او وايي حکم دا نه روښانه کوي چې یو کس د کوم اساس پر بنسټ مشکوک ګڼل کېږي.

آکاش بهټاچاریا، چې د هند د مرکزي اتحادیې د کارګرانو د ملي شورا غړی دی، وايي: "ظاهراً دا یوازې دا معنی لري چې ته بنګالي ژبه وايې، مسلمان نوم لرې، او په خیمه کې ژوند کوې."

هغه زیاتوي: "تر ټولو بده دا ده چې د شک کسانو ته د تابعیت تصدیق سند نه ورکول کېږي، چې وښيي یو ځل له دې پروسې تېر شوي او بیا دې نه نیول کېږي.."

"دا چاره دا معنی لري چې یو کس په بیا بیا له دې حالت سره مخامخېدی شي، او همدا خلک ډېر په خطر کې اچوي. "

ښاغلی کمار وايي چې په ګوروګرام کې نیونې د قوي ابتدایي شواهدو پر بنسټ ترسره شوې دي.

"موږ د هغوی موبایلونه وکتل او له بنګله‌دېش څخه مشکوک تماسونه مو وموندل. ځینو یې د تحقیق پر مهال د خپل اصل او نسب په اړه پوښتنو ته هم ځواب ونه شوای ویلای."

د بشري حقونو فعال، سوهس چاکما، وايي چې دا پالیسي لازماً مذهبي ځانګړتیا نه لري.

هغه زیاته کړه چې "د مسلمانانو نیونه ځکه ډېره ښکاري چې هغوی د بنګله‌دېش د نفوس شاوخوا ۹۵٪ جوړوي."

خو هغه زیاتوي، هند چې له څو لسیزو راهیسې د کډوالو د راتګ شاهد دی، باید د کډوالو لپاره پراخ قانون ولري تر څو دا پېچلي موضوعات حل کړي.

اوس‌مهال، بنګالي مسلمانان له ژورې اندېښنې سره ژوند کوي.

ډېری یې له اسنادو سره، چې د بالښت لاندې یې ایښي، ویده کېږي، هسې نه چې، وايي، خدای مه‌کړه کومه بدبختي پېښه شي.

ربي‌ال‌حسن، د جی هند کمپ اوسېدونکی دی. کمپ په جونګړو اباد ځای دی چې د ډیلي یوې له شتمنو سیمو کې موقعیت لري. دی وايي، "موږ له مخکې د خپل ژوند له سختو واقعیتونو سره مبارزه کوله. اوس باید له دې سره هم مبارزه وکړو."

درې اونۍ مخکې، چارواکو د سیمې برېښنا پرې کړه، چې شاوخوا ۴۰۰ کسان یې ناڅاپه تیاره کې پرېښودل.

دا اقدام وروسته له هغې وشو چې محکمې حکم وکړ چې د دې سیمې اوسېدونکي، چې وايي له نسلونو راهیسې پکې ژوند کوي، غیرقانوني پر شخصي ځمکه مېشت دي.

مدافع وکیل ابھیک چمني دا حکم ننګوي او وايي، "سره له دې چې دا سیمه د ښار د ښاري پلان جوړونې ادارې له خوا د قانوني کچه ابادي یا غیر رسمي مېنې په توګه پېژندل شوې ده، هغوی دا کار وکړ."

له هغه راهیسې، اوسېدونکي په یوه ډول نامعلوم حالت کې دي، مات، غوسه‌ او ستړي.

بایجان بي بي وايي، "ګرمي د زغم نه ده. خواړه خرابېږي او ماشومان تل ژاړي. شپه کې هڅه کوو چې بهر ویده شو، خو غوماشې مو چیچي."

دا زیاتوي: "زه دومره ستړې یم، چې کله کله فکر کوم ښايي دا ښه وي چې د نیونې په مرکز کې ژوند وکړو. لږ تر لږه هلته خو به یو پکی وي؟"