د عمران خان په توشه خانې یا دولتي ډالیو قضیه کې څه شی دي؟

د اسلام اباد یوې محکمې د پاکستان د تحریک انصاف ګوند مشر او پخوانی لومړی وزیر عمران خان ته د توشه خانې (دولتي سوغاتونو) په قضیه کې د درې کاله بند سزا پرېکړه وکړه، چې له اعلان وروسته سملاسي نیول شوی دی.

نوموړی د پنجاب پولیسو د لاهور په زمان پارک کې له خپل کوره ونېوه او اسلام اباد ته یې لېږدولی دی.

دا روان کال کې دویم ځل دی چې نوموړی د پولیسو لخوا په ورته یوه قضیه کې نېول کیږي.

عمران خان ته چې په څه دا جزا اعلان شوې هغه قضیه د توشه خانې یا د دولتي ډالیو په نوم یادیږي.

په همدې قضیه کې عمران خان له سیاسي ژونده تر شخصي هغه لوی زیان لیدلی دی.

تېره اکتوبر میاشت کې نوموړی په همدې قضیه کې د ښکیلیدو له کبل"ه نااهله" وبلل شو او له کبله یې د لومړي وزارت له څوکۍ په کور شو.

خو د توشه خانې قضیه څه ده؟

په عمران خان تور دی چې ځينې دولتي ډالۍ یې پټې خرڅې کړي او یا یې پرته له دې چې د ټاکنو له کمېسیون سره ثبت کړي ساتلې، له همدې کبله د خپل مخالفینو له لوري دی "امانت نه ساتونکی بلل کېږي."

د پاکستان د قانون د ۶۲مې مادې له مخې په دې قضیه کې ښاغلی خان نااهل اعلان شو.

په نوموړي دا تورونه د لومړي ځل لپاره د مسلم لیګ ن ګوند یوه وکیل محسن نواز ولګول او وروسته پسې دا قضیه ډېره پراخه شوه.

د اسنادو له مخې د پاکستان دغه پخواني لومړي وزیر ته د خپلې واکمنۍ پر مهال ۵۸ دولتي تحفې ورکړل شوي چې پکې 'د مکې اېډېشن' قیمتي ساعت تر څنګ بېلابېل توکي شته.

په دغو ځينو ډالو کې ارزان بیه هغه هم شاملې دي، د قانون له مخې له دېرش زرو پاکستانۍ کلدارو کم ارزښته ډالۍ له رپوټ پرته هم کوم چارواکی ساتلی شي.

خو که له دې قیمته وي، بیا د نوي قانون له مخې باید ۵۰ سلنه قیمت دولت ته ورکړي.

عمران خان ته کومې ډالۍ ورکړل شوي ؟

د عمران خان د حکومت په لومړیو دوه میاشتو کې ده ته په ورکړل شویو قیمت بیه ډالیو کې د 'ګراف ساعت' و. د دغې تحفې ارزښت اتیانیم مېلیونه پاکستانۍ روپۍ بلل شوی.

هغه ته د نږدې نهه میلیونه او څه کم اووه میلیونه کلدارو په ارزښت تحفې هم ورکړل شوې چې عمران خان په کم نرخ له دولتي خزانې خپلې کړي دي.

په همدې ډول په نږدې ۴ میلیونو پاکستانۍ کلدارو د رولېکس یو بل ساعت چې عمران خان ته د لومړي وزیر په حیث په تحفه کې رسیدلی و، نوموړي یوازې په اوه نیم لکه روپو اخیستی دی.

د رولېکس یو بل ساعت چې ارزښت یې ۱۵ لکه روپۍ وې، د وخت لومړي وزیر له خپل واک څخه په ګټه په دوه نیم لکه روپو خپل کړی و.

د رپوټونو له مخې، د میلیونو روپو په ارزښت څو نورې ډالۍ هم عمران خان په کمه بیه خپلې کړي دي او د دولت خزانې ته یې نه دي سپارلي.

عمران خان تل دا قضیې د هغه پر وړاندې د اوسنیو واکمنانو د انتقام چلند بللی.

نوموړي او د هغه ګوند د مسلم لیګ ن او پیپلز ګوندونه او مشران تورن کړي چې له خپل واک څخه په استفادې غواړي عمران خان بدنامه او له سیاسي صحنې لېرې کړي.