تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د ښځو نړیوال جام ۲۰۲۳: 'نُهیله بنزینه زموږ لپاره الګو ده'
ځوانو مسلمانو فوټبالرانو ویلي، نُهیله بنزینه وروسته له هغه چې د ښځو په نړیوال جام کې له پړوني سره ریکارډ جوړ کړ، د دوی لپاره الګو وګرځېده.
دا ۲۵ کلنه لومړنۍ لوبغاړې شوه چې د ښځو فوټبال جام کې یې د خپل هېواد لپاره سوېلي کوریا ته ماتې ورکړه.
مسلمانې نجونې او ښځې حجاب د خپل شرم د څرګندولو پخاطر مراعاتوي،خو د فوټبال په ډګر کې یې هرکلی نه کېږي.
د لوبې د تتنظیموونکې ادارې فیفا تر ۲۰۱۴ پورې لوبو کې د ښځینه لوبغاړو حجاب/پړوني ته اجازه نه ورکوله، خو وروسته لوبغاړو ته د مذهبي دلایلو له کبله اجازه ورکړل شوه.
یاسمین رحمان په برمینګهم کې د سالټلي سټالیونز لپاره لوبه کوي؛ هغه یوازېنی کلب دی چې په انګلستان کې د مسلمانو مېرمنو لپاره جوړ شوی.
دغه ۲۳ کلنه لوبغاړې وايي، کله چې هغه کوچنۍ وه، هېڅ مسلمانه ښځینه لوبغاړې نه وه چې دې ورته کتلي وای.
هغې د بي بي سي نیوزبیټ ته وویل: "کوچنی مې چیغې وهي، 'اوه زما خدایه'، بالاخره اوس په نړیوال جام کې حجاب لرو او په نړیواله کچه په رسمیت پېژندل شوی".
خو یاسمین چې د ودانیزې انجینرې په توګه کار کوي، وايي نه غواړي د بنزینه له حجاب سره په نړیواله کچه دا چاره ختمه شي.
"غواړم لا نورې مسلمانې ښځې هم وګورم چې هلته راووځي او همدا کار وکړي".
"زما کورنۍ ډېره ملاتړې ده او پوهېږي چې زه له کوچنیوالي راهیسې د فوټبال لوبه کوم".
"تاسو غواړئ چې همداسې یې ومني او هغه څه وکړي چې دوی یې کوي".
اسما حسن وروسته تر هغه له سالټلي سټالیونز سره د یو ځای کېدو هوډ وکړ چې له کلونو راهیسې یې د فوټبال تجربه لرله او داسې یې انګېرله چې ګنې فوټبال د سړو لوبه ده.
دا وايي: "که په کوچنیوالي کې مې د بنزینه په څېر یو څوک لیدلي وای، ښايي ما ته به یې په کوچني عمر کې د فوټبال لوبې انګیزه راکړې وای".
"ډېره ښه ده داسې یو څوک وینم چې تاسې غوندې ښکاري. هغه رښتیا زموږ لپاره الګو ده".
۲۶ کلنه اسما هم د یاسمین په شان هیله لري چې ددې مراکشۍ لوبغاړې په لیدو به خلک د حجاب په اړه خپل اند کې بدلون راولي.
"په دې لوړه کچه لوبو کې حجاب کتل نورو هېوادونو ته دا شونتیا ورکوي چې وګوري زه مظلومه نه یم چې حجاب/پړونی پر سروم".
"زه کولی شم هغه کار وکړم لکه نور خلک یې چې کولی شي، ښايي دا په فوټبال کې د لوړې کچې خلکو د نظر بدلېدو لامل وګرځي".
"پر پالیسیو سربېره، ټول غواړي دا کار وکړي او لوبې وکړي".
روښانه نه ده چې د بنزینه لاسته راوړنې پر یاسیمین او اسما ډېر اغېز لرلی دی او که نه.
خو په فوټبال کې حجاب او د ښځو نړیوال جام ته رسېدل اوږده او پېچلې لار لري.