تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د ښځو فوټبال نړیوال جام کې لومړنۍ حجاب لرونکې لوبغاړې څوک ده؟
د مراکش فوټبال لوبډلې دفاع کوونکې نهیله بنزینه د ښځو فوټبال نړیوال جام کې لومړنۍ حجاب لرونکې لوبغاړې ده.
د اسټرالیا او نیوزیلنډ په کوربتوب مراکش له جرمني سره لوبه کې مخامخ شوی و.
۲۵ کلنه بنزینه د شاهي وسله وال ځواک فوټبال د یوې مسلکي لوبغاړې په توګه هم لوبېدلې او د مراکش د ښځو لوبډلې لومړنۍ لوبه کې ښه ځلېدلې ده.
بنزینه له ۲۰۱۸ کال راهیسې د مراکش د ښځو لوبډلې هغه لومړنۍ لوبغاړې ده چې تر ۱۰ ډېرو سیالیو کې یې ګډون کړی. هغې مخکې د مراکش لوبډله کې د ۱۷ او ۲۰ کلنو لوبډلو کې هم لوبې کړې دي.
نوموړې په ۲۰۲۱ کال د افریقا د ښځو لوبډله کې هم لوبېدلې ده او د شمالي افریقا د ټولنې لوبډله کې لوبېدلې او د ښځو په شاهي پوځي لوبډله کې یې دریم ځای خپل کړی دی.
په ۲۰۱۲ کال، فیفا د اسیا د فوټبال اتحاد ته په ازمېښتي لوبو کې – چې دوه کاله موده یې وه، په نړیوالو سیالیو کې د ښځینه لوبغاړو د پړوني پر سرولو اجازه ورکړه.
په ۲۰۱۴ کې، فیفا د پړوني پر سرولو بندیز لیرې کړ. دوه کاله وروسته، تر ۱۷ کلونو د ټیټ عمره ښځو نړیوال جام په لومړي ځل اردن کې جوړ شو، چې مسلمانو لوبغاړو پکې حجاب درلود.
مراکش به د راتلونکې یکشنبې په ورځ (جولای ۳۰مه) له جنوبي کوریا سره مخامخېږي او د اګسټ پر دریمه به د کولمبیا پر ضد په وروستۍ سیالۍ کې ولوبېږي.